د ضیا مسعود اعترافات، د مسلمیار استضحایه ځوابونه او د ارګ غوښتنه

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ غبرګولی ۲۴)

نن د مشرانو جرګې د لومړي مرستیال محمد عالم ایزدیار د زوی محمد سالم ایزدیار د لومړي تلین په مناسبت یوه غونډه رابلل شوې وه، چې په کې د ښې حکومتولی په برخه کې د ولسمشر غني پخوانی استازي احمدضیا مسعود هم شتون درلود.

ضیا مسعود په دې ناسته کې د ارګ له چارواکو ګیله وښوده چې ګواکې واک یې انحصار کړی او د جمعیت ډله یې له صحنې ایستلې، دده په خبره؛ د یادې ډلې افرادو له همدې کبله د حکومت پرضد وسلوال پاڅون کړی

نوموړی وویل؛ ” په فاریاب او جوزجان کې چې کومې ډلې جګړه مخته وړي. یا جمعیتيان دي یا هم د جنبش د ډلې افراد. له دې کبله چې دوی په یوه سیاسي بهیر کې ځان نه ویني. کله چې زه خپل شتون په یوه جوړښت کې ونه وینم. کله چې د رایو نتیجه و نه وینم. خامخا ټوپک را اخلم او د حکومت په ضد جګړه کوم”.
هغه د روستاخیز ډلې پر فعالانو د برید پړه مخامخ پر ډاکټر غني ور واړوله چې په خبره یې د سالم ایزیدیار د قتل مسؤل د ارګ مشر دی .

د نوموړي په غبرګون کې د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلمیار توندې خبرې وکړې اود جمعیت ډله یې د حکومت نیم واکې شریکه او مخالفه وبلله چې په وینا یې همدا اوس دغه ګوند په نظام کې ۵۰ سلنه ونډه لري.
مسلمیار ضیا مسعود ته د طالب پرضد د ګډې دښمنۍ خاطرې هم ور په یاد کړې او زیاته یې کړه، همدا موږ او تاسې و، چې د امریکایانو د کروز په مرسته مو د همدې طالب بیخ وویست، مونږ او تاسې حرکت کاوه او د امریکا کروز زمونږ په مخ کې وو. د امریکا په مرسته مو په شریکه د طالب نظام چپه کړ. څنګه اوس د خپل حکومت پر وړاندې د طالب لیکې پیاوړې کړو.

ارګ بیا د ضیا مسعود لخوا د سالم ایزیدیار د قتل تور ته غبرګون ښوودلی او ویلي یې دي چې د ایزیدیار په قتل کې لاس نه لري او که مسعود دا خبره کوي، باید له اسنادو او مدارکو سره یوځای دا قضیه عدلي ارګانونو ته وسپاري.

باید وویل شي چې تیرکال د مۍ د میاشتې په ۳۱ مه نیټه د کابل ښار د ذنبق په څلور لارې کې د سترې چاودنې وروسته د رستاخیز غورځنګ په نامه یو حرکت پیل شو چې د ضیا مسعود او امرالله صالح په ګډون د نظار شورا دیو شمیر مشرانو ملاتړ یې له ځانه سره درلود.

کله چې اعتراض کوونکو و غوښتل د ارګ په دیوالونو پورته شي د ګارنیزیون د ځواکونو له خوا پرې برید وشو، چې په ترڅ کې د مشرانو جرګې د لومړي مرستیال د زوی په ګډون اته تنه ووژل شول

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close