د طالبانو-امريکا له مخامخ خبرو د ديموکراسۍ د چچوڼو وېره

تميم توفيق

کله چې افغانستان کې د روانې جګړې په تړاو د مغرورې او سرکشې امريکا په بې وسه حالت کې د تنزل راپورنه نشر شول او د خلکو تر غوږونه ورسيده چې ټرمپ له طالبانو سره د مخامخ خبرو په جدي لټه کې دی، له هماغې ورځې د ديموکراسۍ په چچوڼو اور پورې شوی او نه يوازې د هيواد، بلکې د ګردې نړۍ زمکه ورته سره تبۍ ګرځيدلې ده.

د ديموکراسۍ افغاني چچوڼي، که دلته دې او که له هيواده بهر، په دې هڅه کې دي چې امريکايي چارواکي هغو ممکنه تاوانونو ته متوجه کړي چې ديموکراسي ته له طالبانو سره د مخامخ خبرو له امله رسيدلی شي او هيله لري، چې دغه بشر دښمنه او د افغان ولس قاتل قوتونه بيرته په افغانستان کې د نظامي حضور پای ته رسولو په فيصله پښيمانه کړي.

دا خلک د ديموکراسي د مردارو اوبو ماهيان دي او باور لري چې که طالبان راغلل او د افغانستان خاوره د ديموکراسي له مردارو اوبو پاکه او وچه شوه؛ نو د دوی لپاره به ژوند ډير تريخ او ګران شي؛ ځکه خو کوشش کوي چې له طالبانو سره د مخامخ خبرو هغه اړخونه راڅرګند او د امريکايي چارواکو په مخکې کښېږدي، چې پوهيږي هغوی به يې په درک کولو سره له خپلې فيصلې پر شا او په افغانستان کې په تنکۍ خو مړژواندې ديموکراسي ورحميږي.

نن مې په (دي هيل) امريکايي ويب پاڼه کې د يو افغان ديموکرات ژورناليست مقاله ولوستله، چې عنوان يې و (له طالبانو سره د امريکا مخامخ خبرې به په افغانستان کې د ديموکراسي بيخ وکني او دا د شکست نښه ده)

دې ليکوال په ګران هيواد کې د امريکايي اشغال هر اړخيزو زيانونو ته له پام پرته، ټول تمرکز په دې کړی چې له طالبانو سره مخامخ خبرې به افغانستان ته تازه راوارده شوې ديموکراسي وننګوي، دلته چې نن ولس ته د باچا د ټاکنې واک ورکړل شوی!؟، دا به له منځه لاړ شي او تر ټولو بده دا چې د خلکو، په زياته د ميرمنو ازادي به سلب شي.

نن سبا يو وار بيا د ديموکراسۍ ارمانجن د امریکايانو مخته د طالبانو د بنسټ پالنې او افراط پخوانۍ سندره زمزمه کوي، تر څو هغوی بيا وويروي، د ديموکراسي د ساتنې لپاره يې حضور دائمي کړي او له اسلامي شرعي قانون څخه لرې، خپلې لاابالي، اوارګي او بې بندوبارۍ ته پايښت ورکړي.

د ديموکراسي چچوڼي دومره د دې بشري قانون په مينه کې غرق دي، چې د هيواد او ولس ټولې ناخوالې يې له ياده وتلې دي، دوی د تازه راواردې شوې ديموکراسي د هغو په وينو لړليو او کرغيړنو ارمغانونو له ليدلو ړانده دي چې قلم يې د ليکلو تاب نه لري او په هغو نادودو يې ځان کوڼ او ړوند اچولی چې هر د شرف او عزت خاوند او د اسلامي او افغاني وجدان لرونکی يې د يادولو زړورتيا نشي کولی، هغه چې هم د اسلامي شريعت خلاف دي او هم د دې ټولنې د عنعناتو له پښو لاندې کونکي دي.

خير، دوی دې دا غورځې پرځې وکړي، خو ګومان نه کوو چې په افغانستان کې د ديموکراسي په پلې کيدو يې ټيغ وخيژي؛ ځکه چې امريکا او ملګري يې، لکه چې وينو يې، هيڅکله ديموکراسي او نورو بشري قوانينو ته ژمنتيا نه لري، بلکې هغوی يوازې د خپلو ګټو وټو په لټه کې دي او په دې لاره کې ورته د يادو قوانينو د پلې کيدو افغاني ارمانجن هيڅ ارزښت نلري.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close