د طالبانو او امريکا راتلونکې غونډې په اړه د بيلابيلو لوريو څرګندونې

راپورتاژ: عبدالرحمن — –

ټاکل شوې چې د طالبانو او امريکايانو تر منځ د افغان سولې لپاره راتلونکې غونډه د فبرري په ۲۵ نيټه په قطر کې ترسره شي.

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت د روان کال په کب مياشت کې د سولې په اړه د مشورتي لويې جرګې د جوړولو خبر هم ورکړی دی.

خو د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي تيره ورځ په يوه مرکه کې وويل، د سولې لپاره تر مشورتي لويې جرګې جوړېدو مخکې بايد يو ملي او ټول منلی ټيم جوړ څو د سولې لپاره ګټور تمام شي.

خليلزاد وويل، وروسته له هغې مشورتي لويه جرګه، سياسي اړخونه او حکومت دې دغه ټيم خپل استازی وبولي او ټول واکونه دې ورته ورکړي.

خليلزاد وويل، روانه مياشت به يو ځل بيا طالبانو سره ويني او پر هغو مسائلو خبرې کوي چې له دې مخکې په خبرو کې مطرح شوي زياته يې کړه: “له طالبانو سره مو پر مهمو مسایلو خبرې کړې دي. ځینې طرحې او پلانونه مو په خبرو کې مطرح شوي دي. دوی ویلي چې د ځينو مسایلو په اړه د پرېکړې واک یې له مشرانو سره دی. طالب استازي به له مشرانو سره خبرې کوي، نو دا چې په راتلونکې غونډه کې کومو پایلو ته رسېږو، معلومه نه ده”.

هغه د پاکستان په اړه وويل، د افغان سولې برخه کې مهم رول لوبولی شي او په دې برخه کې يې له سعودي عربستان سره هم خبرې کړي.

له بله پلوه د سعودي عربستان د بهرنيو چارو وزير عادل الجبير په پاکستان کې یوې خبري غونډې ته ويلي، سعودي له افغانستان، پاکستان او امريکا حکومت سره ګډې هڅې پيل کړي څو د طالبانو او افغان حکومت تر منځ مخامخ خبرو ته لاره هواره کړي.

دغه راز د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ وياند هارون چخانسوري د قطر راتلونکې ناستې ته په غبرګون کې ويلي، تر هغې چې طالبان د افغان حکومت له استازو سره خبرو ته اماده نه شي، دوی به د قطر ناسته کې ګډون ونه کړي.

نوموړی وايي:”کومه غونډه چې د فبرورۍ په ۲۵مه په قطر کې کېږي، که دغه غونډه په دې شرط وي چې مذاکرات په مستقیم ډول له حکومت سره پيلېږي، موږ خپل پلاوی لېږو، پرته له دې که په زاړه فورمول وي، د افغانستان حکومت په دغه غونډه کې ګډون نه‌کوي.”

هغه وويل، د اړتيا پر مهال د حکومت د مرکچي پلاوي په ترکيب کې هم زياتوالی راتلای شي.

طالبانو هم د فبرورۍ په ۲۵ له امريکايي پلاوي سره د خبرو اترو خبر ورکړی، دغه راز طالب وياند ذبیح الله مجاهد په خپلو څرګندونو کې له افغان حکومت سره د خبرو په تړاو ويلي: “اوس‌مهال موږ د افغانستان د قضیې په بهرني اړخ اخته یوو او نه‌غواړو چې د خپل هېواد د داخلي مسایلو په اړه له امریکا سره بحث وکړو.”

دغه راز شنونکی، د طالبانو چارو کارپوه او پخوانی غړی اکبر اغا وايي، طالبان غواړي چې په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د حضور د څرنګوالي په اړه ډاډ ترلاسه کړي، څو امريکايان په افغانستان کې پاتې کېږي او که وځي زياتوي له امریکايانو سره د خپلو عسکرو د وتلو تر هوکړې وروسته ښايي طالبان افغان حکومت سره هم خبرو ته اماده شي.

د شنونکو په باور که امريکا له افغانستانه خپلو عسکرو وتلو ته تياره شي نو ښايي طالبان هم حکومت سره يوې هوکړې ته ورسېږي.

دغه راز شنونکی وحيد مژده وايي، د طالبانو او امريکايي پلاوي راتلونکي غونډه ښايي د امریکايي ځواکونو د وتلو په هکله وي او په دې اړه به پحث او خبرې وشي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close