د طالبانو بریدونه او د حکومت ماته!

لیکوال :شهاب لیوال

د طالبانو پرلپسې فاتحانه عملیاتو څه په ډاګه کړل؟ او تر بل هروخت یې ولې خپل نظامي عملیات ګړندي کړي؟ آیا ددوي موخې دا وار توپیر لري؟

اکثر افغانان به دا وایي چې دا جکړه بین الافغاني جګړه ده، دلته یواځې افغانان قرباني کیږي دجګړو فایده امریکا او دهغوې همکارو هیودانونه ته رسي، داڅنکه بین الافغاني جګړه ده چې دنړۍ سوپر ځواک هیوادونه تول دیوه فرمان او یو صلیبي بیرق تر سیوري لاندي زمونږ هیواده ته دحشر په توګه راغلي او تر ۱۷کلونو ظلم تیری او وحشت وروسته نن چې له ماتې سره مخ دي جګړه بین الافغاني شوه.

داڅنګه بین الافغاني جګړه ده چې دکابل د ادارې ټول تمویل تجهیز اشغالګر هیوادونه کوي اوجګړه بین الافغاني، آیا دا به سالم عقل ومني چې معاش او خرچه به کفار ورکوي او حکومت به دوي دخپله په خوښه جوړوي هغه متل ده چې وایي ,,دانه یې له ما وخوړله قوټ قوټ همسایه ته وکړ ,.

دغزني فتحې نه داچې دکابل دوسرۍ حکومت ورخطا کړی دټولې نړی پام یې ځان ته اړولی، د نیویارک ټایمز ځوان افغان ژورنالیسټ مجیب مشال د اګسټ پر ۱۳ په یوه تحلیلي رپوټ کي لیکي پر غزني باندي د طالبانو حملې د هغوی بېساري مقاومت او استحکام ښيي، او په عین زمان کي د امریکا هغه ادعا ردوي چي وايي په جنګ کي ئې پرمختګ کړی دئ.

دغه راز، د غزني جنګ د افغان حکومت بې کفایتي او بې پروايي هم برملا کوي، ځکه څو میاشتي کېږي چي د غزني قریب درې لکه اوسېدونکي په بېره او وهم کي ژوند کوي.

کله چي زه د جون په میاشت کي هلته ولاړم، طالبانو ښار محاصره کړی وو، هره شېبه یوه حمله ممکنه وه، او ښاریانو له ګڼه ګونه څخه ځان بچوی.

که له بل اړخه دطالبانو جګړیځ تکتیک ته ځیر شوو دا مونږ ته جوته کوي چې طالبان دغني د ادارې له حکومتولی نه ډیر برلاسي دي او دوي په خالي لاس خو په قوي رهبریت اطاعت او ایثار سره خپل حکومت پرمخ وړي.

ځکه دطالب داعیه دمادیاتو او منفعاتو داعیه نه ده طالبانو په غزني ښار کې دحکومتي ډیپو ګانو ټول خوراکه توکي په بی وزلو خلکو وویشل .

طالبانو دا ثابته کړه چې دوي دهر افغان سر مال او ناموس ته له بل هرڅه ارزښت ورکوي دغزني په فاتحانه عملیاتو کې یې مخکې له بریده افغان عسکرو ته ددعوت له لارې بلنه ورکوله چې خپله وسلې پرځمکه کیږدی او خپل ژوند وژغوري.

طالبانو په دې ورستیو فاتحانه بریدونو کې چې دټول هیواد په کچه یې په لار غورځولي دحکومت ټول تبلغات له خاورو سره خاورې کړل ددوې کومانډویي ځواکونه یې تار مار کړل ، دامریکا سیاسی حیثیت یې نړې کې ترسوال لاندې راوست، دامریکایي نظامي چارواکو مدیریت یې تر سوال لاندې کړ.

دنړۍ منفي ذهن یې هیڅ کړ طالبانو داسلامي نظام حقانیت څرکند کړو طالبانو په دې بریدونو کې دحق او باطل توپیر معلوم کړ باطل پلوه رسنیو کرایه شوي لیکوالانو ډیر کوششونه وکړل چې طالب, ولس اونړیوالو ته یو وحشي بی رحمه او قاتل قوت معرفي کړي خو طالبانو ددوي داوولس کلن تبلیغات هیڅ کړل.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close