د طالبانو جګړه ییز خوځښت د اسلامي فکر پر اساس، د یوه سپېڅلي هدف له پاره دی!

 لیکنه: م. حمد الله (دانشمند)

جګړه دوه ډوله ده: یوه یې د الهي کلمي د وچتوالې، د اسلام له حریم نه د دفاع، د شرعي حدودو د تنفیذ په پار ده. یاده جګړه له شرعي پلوه جهاد بلل کېږي، چې بنیاد یې د کونینو سالار، امام المجاهدین (محمد) – صلی الله علیه وسلم – د الهي حکم په سپارښتنه ایښی.

د وخت په تېرېدو، د همدې سپېڅلې لړۍ په جریان کې ډېرو سترو نومیاليو خپل سرونه بایللي؛ خو د داسې نامتو اتلانو په رحلت نه یواځې دا چې روانه مبارزه متضرره او متزلزله شوې نه ده؛ بلکې لا یې د عروج او ارتقاء و لور ته دانګلي.

یاده سپېڅلې مبارزه لاس پر لاس د ننني عصر و اتلو شازلمیو ته په میراث پاتې شوې.

لله الحمد! لا داسې مېړني شته، چې د تن په وینو جهادي ډېوې بلې ساتي او د تکبیر په ملکوتي نعره، د یرغلګرو واک او ځواک په بډ وهي.

په خلیلي هوډ د طاغوت ککرۍ له تنو بېلوي، د خپلې معنوي لیلا د موندنې په پار د بارودي ژبغړاندو لمبو و غېږو ته د پتڼ په څېر ځانونه سپاري، خپلې د ګل په څېر ځوانۍ و خپل هدف د رسېدو په پار د ګلاب په شان پاڼې پاڼې کوي – تقبلهم الله. ځیني نور د همدې سپېڅلي دین په ننګ د فولادي زولنو تر څنګ د وحشت او بربریت د تورې بلا څار او ښکار دي – فك الله اسرهم.

دا چې نننۍ زرینه مبارزه مو هم د تېر په څېر د دیني او عقیدوي مفکورې پر محور را څرخي؛ لهذا د اتلو مشرانو په شهادت، روانه مبارزه نه یواځې دا چې ټکنۍ کېږي نه؛ بلکې د پیروانو روحیې او حوصلې یې نورې هم پياوړې کېږي، مرال یې لوړېږي، جذبې یې لا د خپلو ویاړمنو مشرانو د انتقام اخستني په پار د شبابیت او متانت لور ته درومي.

له مداره د وتلو ځلانده ستورو د ستړو هیلو بهیر یې د زړه پر هینداره شېبه په شېبه را څرګندېږي.

د الهي او نبوي وعدې – کومې چې د تلپاتې خوښیو، نیکمرغیو، سرمدي ژوندانه او د نورو سترو بریاوو په زوږ او شور بدرګه کېږي – ګام پر ګام ور یادېږي. تېر ته په کتو، روانه جهادي مبارزه د افرادو او اشخاصو په زوال او ذهاب له منځه نه ځي، که څه هم د داسې نوموتو اتلانو او لورانده مشرانو فراق او رحلت یوه ستره او له ژغم نه وتې غمیزه ده.

د اسلامي او شرعي اصولو او مقرراتو له مخې د دې سپېڅلې تګلارې لارویان لاندې ځانګړنې لري: صف یې منسجم، منتظم، یو موټی (کأنهم بنيان مرصوص) وي.

د الهي حدودو، قصاص، د سپېڅلې اسماني کتاب او دنبوي سنتو د ټولو زرینو فرامینو نفوذ ور ته تر هرڅه لومړیتوب لري.

د (اشدآء علی الکفار رحمآء بینهم) سپېڅلې قضیې سره سم په خپل منځ کې خواخوږي، همغږي او همدرده وي. د خپلو “اولو الامر” (مشرانو، امیرانو) اطاعت، امر، او پیروي ته په بشپړه توګه ژمن وي.

د “اعداد فی الجهاد” د استعداد تر څنګ د نورو دیني او شرعي زده کړو نه، هم برخمن وي. له خیانته لري، د اخلاص او ښه نیت څښتنان وي. اتکآء، اعتماد، او باور یې یواځې پر الهې مرسته، د مؤمنو پرګنو پر دعاوو او همکارۍ وي.

د (اذلة علی المؤمنین) له فیصلې سره سم د عام وولس سره د خواخوږۍ تر څنګ، دهغوی و روا او مشروعو غوښتنو ته لبیک وایي. د هغوی له مال، جان، ناموس او دیني ارزښتونو نه دفاع او حمایه یوه فرضي دنده ګڼي. د هیواد د معدنیاتو، قیمتي کاڼو، غازو، اوبو او نورو طبعي زېرمو ساتنه خپل مسؤلیت ګڼي. د شرعي اوصولو په رڼا کې ترې ګټه اخلي. د هیواد د عام المنفعه تاسیساتو، ټول ګټو پروژو، ملي شتمنیو حمایت یوه لازمه چاره ګڼي او د بیا رغونې د پر مختګ له پاره لازمې او هر اړخيزې هلې ځلې کوي. له ژبني، سمتي، نژادي او قومي تعصب او کرکې نه برکنار وي، په دې وژونکې وایرس اخته کسان تر شرعي مجازات لاندې نیسي. د هیواد له ټولو دیني، مذهبي، کلتوري او عنعنوي ارزښتونو نه د سر په بیه دفاع کوي.

د لوټمارۍ، عریانۍ، فحاشۍ او بدبینۍ موخه نیسي، پرې اخته کسان د سپېڅلي شریعت و منګلو ته سپاري. عامو خلکو ته د شرعي مقرراتو سره سم خپل حقوق رسول به د هغوی مکلفیت او دنده وي؛ ځکه اسلام هغه د عدل، امن او یمن دین دی، چې نه یواځې د انسان، بلکې د لایعقل ژوي، بلکې د حشرې وژنه او ځورونه، هم د هغه د اصولو خلاف یو ستر جنایت ګڼل کېږي.

د هر یرغل په وړاندې به د خپلې خاورې تمامیت ته په کتو له خپلو سرحدونو (پولو) نه ساتنه کوي.

د ملاهیو او ملاعبو – کوم چې ترې نور منکرات ساه اخلي – مخه نیسي. لله الحمد والمنة! د روان جهادي خوځښت تګلاري د لوړ په لیکه اوصافو او خصالو په ښکلا سینګار دي.

اما تر لمر سپینه ده، چې مخالف لوری د اسلام له پیل نه، تر ننني عصره له پوچو او بې بنسټه تبلیغاتو نه په رسنیز او غیر رسنیز ډول ګټه اخلي؛ الحمد لله! د ځلانده وړانګو په رابره کېدو د هغوی دسیسې، شوم پلانونه، پر مختللي تکتیکونه، ټکنالوجي، زر او زور د عدم پر لور کډه شوي.

ستر څښتن ته هیلمن یو، چې نور مو په یو واحد، سوچه او سپېڅلي اسلامي نظام و نازوي او د وحشت او نفرت تور ټغر زمونږ له ګلورین هیواد نه ټول کاندي – و ما ذالك على الله بعزيز.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close