د طالبانو حوصلې ته حیران یم «لومړۍ برخه»

لیکوال: شریف الله خالد

هغه پاتې نظامي اړخ به یې هم ډېر زر روښانه شي، ځکه اربکیان د حزبیانو مترادف نوم ګڼل کېده؛ خو د بیان ازادۍ څخه په ناوړه استفادې د تېرو څو ورځو راهیسې چې د حزب حکمتیار فرهنګي غړو د فرهنګیت او پښتو څخه لرې کمې لیکنې شروع کړې، هغې ته په سرسري نظر کتلو سره معلومېږي چې د نمائشي سولې نه پس د حزب حکمتیار فرهنګي کارمندانو ته د حیواناتو ټاپې په سینو ور وهل شوي، چې د خپل ځان او ملګرو په څېر نورو ته هم د اسلام او پښتو څخه لرې په داسې نومونو او کړنو مخاطب کېږي، چې د مشرانو لاسونه یې هم پکې ککړ دي.

 انټرنیټې اسانتیاوې یې زیاتې شوې او د مستعار نومونو یو لغت هم  په لاس ورکړل شوی تر څو د لیکنې محتوا او حیثیت په تړاو مناسب نوم ورته غوره کړي؛ خو دې تکلیف ته یې دومره اړتیا نه وه، ځکه د دوی حیثیت د شهداؤ د وینو سره جفاء او  پست والی و، چې په عامه وګړو کې د بېلګې په توګه یادېږي.

په ځانګړي ډول که د دوه جهادونو رهبر حکمتیار د زوی حبیب الرحمن حکمتیار څو نژدې لیکنو ته فقط د تاریخ او واقعیت له مخې وګورو او موصوف ته یی د پلار د هغه پخواني قدم په باب ور وړاندې کړو تر څو د یو عادل او منصف قاضي په څېر د خپل پلار غاړې ته پړی ور واچوي او د زرداد له پاټکه تر ارګه یی کش او د ارګ مخې ته یې د عامه ولس په بدرګه په دار راوځړوي.

هغه مهال چې د معلم میرولی په میلمستون کې د طالبانو ځپلو لپاره د هلمند نظامی چارواکو غوڼډه روانه وه؛ خو طالبان پرې مخکې شول او د افغان وژنې دسیسه یې شنډه کړه، چې په وژل شویو کې یو هم د حکمتیار ناواده کړی زوم وه.

 د پېښې په تړاو د طالبانو ویاند ته په ځواب کې د حبیب الرحمن حکمتیار څو کرښو ته لنډ ځوابونه:

حبیب الرحمن حکمتیار د برید په اړه وايي: «په دې برید کې لکه د پخوا په څېر هیڅ بهرنی نه دی په نښه شوی، یواځې لکه همېش افغانان وژل شوي.»

ځواب:

که وژل صرف د بهرني تبع روا وي او د داخلی هر وګړي وژل ناروا وي، ولو که مستقیماً نظامي غړی هم وي نو هغه وخت چې د سردار داؤد یو ملت پال او افغان پال نظام حاکم وه، په هغه وخت کې مو څومره بهرنیان او څومره افغانان وژلی؟؟؟ د ډاکټر نجیب سره مو په جنګ کې څومره بهرنیان او څومره افغانان وژلی؟؟؟ هغه وخت څومره خارجیان موجود وه په هیواد کې؟؟؟ د کابل په خپلمنځي شخړو کې مو د دوستم، مسعود او رباني سره څومره بهرني اتباع او څومره افغانان وژلي؟؟؟ هغه مهال خو د سره صلیب کارکونکي هم د ګوتو په شمېر پاتې وه.

د۲۰۰۱ز کال څخه تر ۲۰۱۶ز کال پورې مو څومره امریکایان او افغانان وژلي؟؟؟.

حبیب حکمتیار وايي: «د یو افغان پر کور چې هلته ماشومان او زنانه ژوند کوي برید شوی.»

ځواب:

میرولي هغه نظامي افغان و، چې د برید په مهال یې هم په میلمستون کې نظامي غونډه روانه وه. په دې سربېره نوموړی ستاسو هغه مجاهد دی چې په روزګان او هلمند کي يې امریکایانو ته داسې ستر خدمتونه کړي چې د امریکایي مډال ورکولو وړ دی، د اشغالګرو خوشحالۍ او قربت لپاره یې څومره بې ګناه بې وسه هیواد وال وژلي، د شمشتو له کنډوالو هغه نه ښکاري، له هلمندیانو یې تحقیق وغواړه!.

خو بیا هم په یاد برید کې هیڅ ماشوم او ښځینه ته مرګ ژوبله نه ده رسېدلې، ته دې لږ له پلاره پوښتنه وکړه؛ هغه وخت چې په ټول کابل ښار دې د راکټونو باران جوړ کړی وه ایا هغه مهال په ټول کابل کې نه ماشومانو ژوند کاوه او نه  ښځو؟ ایا اوسېدونکي ټول سړي یې مرتد کافران او بهرني تبعه وه؟ تاسو یی وژل په کوم اسلام، کوم کتاب، کوم دود او فرهنګ او د کوم غربي قانون په اجازه روا کړی وه؟.

حبیب حکمتیار وائي: «دوه کلن حمزه هم پکې شهید شو، پلار یې لا د مخه په ځانمرګي برید کې په شهادت رسېدلی و، په هغه یې زړه یخ نه و چی دوه کلن زوی یې هم ورته شهید کړ»

ځواب:

دوه کلن حمزه ته د نوک په قدر نقصان هم نه دی رسېدلی، روغ رمټ خپل ژوند تېروي، الله ج به خبر وي، چې شیخ التفسیر پلار دې د کوم آیت څخه په استفادې او تفسیر کې د دروغ ويلو جواز درکړی دی، ممکن د الحرب خدعة څخه مو دیواني  استدلال کړی وي.

آیا د حمزه د پلار وژونکی ځان مرګی و؟ نه پوهېږم چې د انسانیت، افغانیت او پښتو هغه احساس دې په کوم سیند لاهو کړ، چې تر ۲۰۱۶­م پورې مو د څو فدايي ګلانو د برید مسولیت اخیستی دی، خو نن یې ځان مرګي بولۍ.

حبیب حکمتیار مخکې وايي …«د حمزه پلار په شهادت رسیدلی و.»

ځواب:

که د اردو کارمندان شهیدان وي، نو تر ۲۰۱۶م  پورې مو د پلوشې تفسیر د کومې برخې په دلیل ووژل؟ څنګه تاسو مجاهد او غازیان وۍ چې د شهیدانو په وژنه مو د الجهاد نعرې وهلې؟ که مرګ یې تر ۲۰۱۶ م پورې روا او وس ناروا شو، نو د وحې مبارکه دروازه خو بنده ده، البته ستاسو د وحيې خارجي دروازې خلاصې دي ممکن د هغه دروازو په وحې مو نوی دین تر لاسه کړی وي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close