د طالبانو دفتر باید چیرته وي؟

سرلیکنه

د سپتمبر له یوولسمې وروسته چې امریکا د طالبانو پر حکومت یرغل وکړ او د خپلو ټولو پرمختللو وسلو په واسطه یې دغه حکومت ړنګ کړ او پر ځای یې د حکومت واګي لومړی رباني او ورپسې حامد کرزی ته وسپارل، داسې انګیرل کیده چې ګوندې طالبان د تل لپاره ختم شول او د بیا ټوکیدا امکان یې په کلي توګه له مینځه تللی دی، خو لږ وروسته ولیدل شول چې طالبانو په خپلو بریدونو سره وښودله چې دوی بیا راټوکیدونکي دي، که هر څومره د کندهار قومي مشرانو له حامد کرزي نه وغوښتل چې له طالبانو سره مذاکرات او سوله وکړي کنه نو یو وخت به داسې راشي چې طالبان به غښتلي شوي وي او بیا به سوله نه مني.

خو دا چې حامد کرزي پر امریکا باور درلود چې د دوی په موجودګۍ کې به هیڅکله بیا طالب راونه ټوکیږي نو د قومي مشرانو دغه خبرې یې ببولالې وګڼلې، ور ور د طالبانو غښتلتیا مخ په پراخیدو شوه او د کرزي ادارې د خطر احساس وکړ نو بالآخره کرزی او د ادارې ملګري یې په دې وپوهیدل چې له طالبانو سره مذاکرات اړین دي، نو د امریکا سره په موافقه یې وپتیله څو له طالبانو سره مذاکرات وکړي، خو د طالبانو ادرس مشخص نه و، په وار وار کرزي پر طالبانو غږ کاوه چې که ادرس یې معلوم شي نو حاضر دی مذاکرات ورسره وکړي، خو طالبانو د حامد کرزي دغه ډول څرګندونو ته کومه اعتنا نه کوله، تر دې چې امریکا پخپله لاس په کار شوه او له قطر سره تر موافقې وروسته یې په دغه هیواد کې طالبانو دفتر ایجاد کړ  او له همغې ورځې راهیسې یې له طالبانو سره اړیکې پیل شوې.

له دې وروسته حامد کرزي یو ځل بیا مخالفت وکړ چې پر دغه دفتر ولې د امارت اسلامي لوحه لګیدلې ده، خو طالبانو د قطر په غوښتنه دغه لوحه لیرې کړه، اوس د دغه دفتر له ایجاد نه وروسته دا دی د امریکا  او طالبانو تر مینځ مذاکراتو صورت ونیو، سره له دې چې امریکا او د اشرف غني ادارې ډیر ټینګار وکړ چې باید د امریکا پر ځای له دغه ادارې سره مذاکرات ترسره شي، خو دا چې طالبان په دې نظر دي چی یاده اداره نه صلاحیت لري او نه استقلال نو ځکه مذاکرات ورسره بې ګټې او د وخت ضیاع ده.

اوس خبره دې ته ورسیده چې پرون اشرف غني د ننګرهار په غني خیلو کې د خپلې وینا په ترڅ کې وویل چې حاضر دی طالبانو ته په کابل، ننګرهار او یا کندهار کې دفتر پرانیزي او د امنیت ساتنه یې هم په غاړه واخلي.

که د طالبانو مشرتابه دغه پریکړه ومني نو د سولې د راتلو لپاره یو ښه شګون دی، خو خبره داده چې د افغانستان په یوه ښار کې هم هیڅوک د امنیت احساس نه کوي، هر دم  یې د غیر متوقعه امنیتي پیښې امکانات زیات وي، نو څنګه به امکان ولري چې له فساد د ډکې ادارې تر واک لاندې افغانستان کې چې یوه ځنګل ته ورته دی د طالبانو دفتر د آرام او امنیت احساس وکړي، له ولسمشر نه نیولې د دې ادارې تر ادنا مامور پورې په دومره ویره کې ډوب دي چې کله له کور نه دفتر ته او له دفتر نه بیرته کور ته ځي نو د خپل ځان په خوندي توګه د رسیدو شک ورسره وي.

دا چې په دوحه کې طالبان دفتر لري نو کولای شي په نورو هیوادونو کې هم دفترونه خلاص کړي لکه ایران، پاکستان، روسیه، ترکیه، سعودي عربستان او نور افغانستان دوسته هیوادونو کې، خو تر څو چې د فساد اداره د افغانستان پر خاوره حاکمه وي فکر نه کوو چې د طالبانو د دفتر امنیت به خوندي وی.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close