د طالبانو دیپلوماتیک تماسونه ،عنایت کاکړ غلط غږیږي

خالد افغان زوی

د طالبانو تحریک له شل کلنې مبارزې وروسته کرار کرار په نړۍ کې د یوه پایدار او حساب وړ سیاسي خوځښت په حیث مطرح کیږي.هغه بدماشه نړۍ چې یو وخت یې دغه حقپال خوځښت خپل مشترک دښمن باله او د منزوي کولو، کلابند کولو او بالاخره پوپناه کولو لپاره یې د امنیت د شورا پریکړه لیکونه د رایو په اتفاق تصویبول، اوس  یې چې پنځلس کاله د طالب مقاومت او عمیق استحکام ولید نو ایله یې ماغزه سر ته ورغل. دوی ایله اوس پوه شول چې د طالبانو تحریک کوم موسمي،سطحي او په پردیو پښو ولاړ خوځښت نه دی.بلکې داسې ریښه دار او مضبوط ولسي تحریک دی چې د ۴۸ هیوادونو د پوځي یرغل توپان هم له ځایه ونه خوځولی شو.

لکه ونه مستقیم په خپل مکان یم

که بهار راباندې راشي که خزان

همدا لامل دی چې په شرق او غرب کې د ستراتيژیکو مطالعاتو د مراکزو څیړونکو خپلو سیاستوالو ته مشوره ورکړې چې د طالب د له منځه وړلو او ختمولو هوس دې  نور له مغزو وباسي او په عوض دې له دې پاییدونکې پدیدې سره  د تعامل څراغ زرغون کړي. نو ځکه خو اوباما په ډکه خوله اقرار کوي چې طالب نه شو ماتولی او د روس ، چین او پاکستان په شان د غربي یرغل پروني اخلاقي ملاتړي هماغې امنیت شورا ته له تور لیست څخه د طالبانو د نوم ایستلو خواست کوي چې پرون د همدوی په رایه او تصویب په کې درج شوي وو.په هر حال ددې موضوع په اړه څو خبرې د نوټ وړ دي.

نړیوال بله لار نلري

د موضوع په رابطه باید دا خبره روښانه کړو چې  د طالبانو دغه نړیوال اعتبار او  حیثیت کسبول د کوم چا خیرات نه دی. بلکې ددې تحریک د پایدارۍ او استحکام  یوه لازمي پایله او ثمره ده چې بالاخره هیڅوک هم ترې انکار نه شي کولای. په پښتو کې متل دی وایي چې: ځې ځې ځې ابازو له به راځې. نړیوالو شل کاله په طالبانو خپل وس وازمویه. هغوی یې د تروریستانو یوه غیرمسؤله ډله وبلله.د هغوی د بدنامۍ او تشویه الوجه لپاره یې راډیوګانې تأسیس اوفلمونه جوړ کړل او په لسګونه کتابونه  یې ورباندې ولیکل.د طالبانو د ختمولو لپاره یې امنیت شورا د یوې وسیلې په حیث وکاروله، طالبانو ته یې تور لست جوړ کړ، تعزیرات یې پرې وضع کړل او بالاخره یې د ۴۸ هیوادونو په مباشر پوځي شمولیت او د باقي هیوادونو په اخلاقي ملاتړ په طالبانو برید وکړ او د هغوی حکومت یې ړنګ کړ. له دې وروسته هم نړۍ د طالبانو د ځپلو او له منځه وړلو لپاره له هر فرصته کار واخیست خو طالبان له دغو ټولو ازمویښتونو ژوندي راووتل. د امریکا تر سل زره زیاتو مجهزو پوځیانو د سترو عملیاتو، بمبارونو، شپنیو عملیاتو او بې پیلوټه بریدونو په توسط د طالبانو نظامي مخکښان او ډلګۍ مشران بیا بیا له منځه یووړل، خو طالبانو نسل په نسل خپل مقاومت ته ادامه ورکړه تردې  چې د طالب دښمنان ددې خوځښت په ټکولو او سرکوبولو ستړي شول اما طالبان د خپل تن له ایرو څخه په بیا سرراپورته کولو او د پایداره ژوند د ترانې په بیا بیازمزمه کولو ستومانه نه شول.

بالاخره خو نړیوال هم عقل او شعور لري، که روس ده که امریکه ده، که ایران دی که توران دی  بالاخره خو دومره عقل لري چې له شل کلنو ډغرو عبرت واخلي او له خپلو ناکامو پالیسیو زده کړه وکړي.

طالبانو په خپل پایدار مقاومت سره بالاخره نړۍ دې ټکي ته راوسته چې ددې تحریک شتون په رسمیت وپیژني. له تیرې شل کلنې تجربې واضح ښکاري چې نړیوال که شرقیان دي یا غربیان بله لار نلري له دې پرته چې طالبان د افغانستان د اصلي متولیانو په حیث په رسمیت وپیژني او دوی ته په حیثیت قائل شي.

دا چې اوباما وایي طالبان نه ختمیږي او بله غاړه چین، روسیه او نور هیوادونه هم اوس له طالبانو سره تماس درلودلو ته توجیهات بیانوي  معلومیږي چې د طالب په دښمنۍ کې ستومانه نړۍ بالاخره (ابازو) ته راغلې ده. او بالاخره هغه څه شوي چې باید شل کاله پخوا شوي وای. اوس د افغانانو په شان نړیوال هم پوه شوي چې د افغانستان په نوم په دې خطه کې د حساب وړ خلک او د دې جغرافیې د مالکیت اصلي مدعیان طالبان دي. نو ځکه د خپل شل کلنې دښمنۍ په کردار پنسل پاک راکاږي او له طالبانو سره تعامل ته تمهیدونه جوړوي.

آیا طالبانو تغیر کړی؟

د طالبانو په حق کې د نړیوال نظر بدلیدل ځیني خلکو ته داسې تر پام ورغلي چې ګوندې طالبانو تغیر کړی نو ځکه ورسره نړیوال د تماس خبره کوي. اما دا خبره سمه نه ده. که ژور وکتل شي د طالبانو بهرنۍ تګلاره هماغه ده لکه پخوا چې وه. طالبان لکه د دې تحریک د مشر ملا محمد عمر مجاهد په هر پیغام کې چې نورو ته د ضرر نه رسولو او ضرر نه قبلولو خبره  یادېده اوس هم په هماغه دریځ ولاړ دي.  طالبانو د خپلې واکمنۍ په مهال هم د دنیا مختلفو برخو ته هیئتونه استول، د چین، روس،امریکا او د نړۍ له بیلابیلو هیوادونو له استازو سره یې همیشه ملاقاتونه کول او هغوی ته یې دخپل دریځ په رابطه ډاډ ورکاوو. اما دغه نړیوال چې طالبان یې کم تللي وو له دوی سره د جنجال لپاره یې هسې بهانه غوښته نو ځکه یې د خوار طالب په اذان روژه نه ماتوله. اما له شل کلنو ډغرو وروسته  نړیوالو ته د خپل دې حریف قوت او وزن ور معلوم شو نو ځکه یې ورسره په خپل تعامل کې تبدیلي راوسته. طالبانو ته لازمه ده چې له دې مرحلې سره هم په بشپړه خودداري او سنګینۍ چلند وکړي. دوی باید د روسیې، چین یا نورو هیوادونو د تنزل او احسان تر اغیز لاندې رانشي . ځکه هغوی دا ډول تنزلات او پالیسیو ته له سره کتنه همیشه د خپلو ګټو په خاطر کوي نو ځکه یې طالبان باید احسان ونه مني بلکې خپل خودداري وساتي.

دا مرحله شاید د طالبانو د نړیوال  حیثیت د تثبیت د مرحلې اغاز وي. اوس درسته نړۍ په دې پوه شوې چې په دې جغرافیه کې د اولسي ملاتړ،نظامي ځواک،تشکیلاتي جوړښت او پوتانسیل په لحاظ بله کومه داسې ډله نشته چې د طالب سره په خپلو امکاناتو سیالي وکړای شي. نورې سیاسي ډلې اکثره د سولر غوندې په پردي چارج چلیږي او مؤثریت یي لنډمهالی دی طالبان د افغانستان د موجوده سیاسي فضاء یوازینی ځواک دی چې ژور او په ځان بسیا جوړښت لري نو ځکه یې نړۍ هم په حیثیت قائله شوه.

آیا بهرني روابط په اسلام کې شته؟

د اسلامي فقهې متخصص علامه وهبة الزحیلي په خپل کتاب أثر الحرب فی الاسلام کې په اسلام کې د دیپلوماتیکي اړیکوحیثیت ته هم کتنه کړې نوموړي ویلي چې بهرني روابط د رسول الله صلی الله علیه وسلم او خلفاء راشدینواو بیا امویانو له دور څخه د اسلامي دولت مهمه کړنه پاته شوې ده.چې دین ته د خلکو د رابللو، له دین او اهل اسلام څخه د دفاع( جلب مصلحت او دفع ضرر) د جنګ د اعلان او د استازو او وفدونو په توسط د معاهدو د امضاء کولو لپاره دیپلوماسي استعمال شوې ده.اما په عباسي دور کې د اسلامي دولت د دیپلوماسۍ مجال پراخ شوی او له نورو سره د ښو اړیکو د رامنځته کولو،د تجاري او علمي روابطو ټینګولو، د بندیانو د تبادلې، د لانجو د حل کولو او معاهدو د امضاء لپاره له بهرنیو روابطو یا دیپلوماسۍ کار اخیستل شوی دی.وهبة الزحیلي. آثار الحرب فی الاسلام ص ۳۳۰

که تاریخ وګورو په مدینه منوره کې د اسلامي دولت له تأسیس رانیولې بیا تر راشده خلافت،اموي خلافت، عباسي خلافت،مختلفو سلطنتونو او امارتونو او عثماني دولت پورې د اسلامي تاریخ ټولو سیاسي جوړښتونو بهرنۍ اړیکې د سفیرانو استولو،معاهدو کولو، وفدونو لیږلو او قبلولو او د نړۍ له نورو حکومتونو سره د افهام او تفهیم په ډول پاللي دي. څرنګه چې انسان د فرد په حیث مدنی الطبع دی د انسانانو یوه مجموعه هم مدنی الطبع بلل کیږي او د ایې یوه طبعي لازمه ده چې له خپلو هم نوعو سره په یوه شکل د اشکالو تماس او تعامل ولري.

دا چې ځیني کسان د مفاهیمو د خلط په ناروغۍ مبتلاء  شوي، د امت له منل شوې دیني لیدتوګې یا د سواد اعظم له نظریې څخه یې خروج کړی او د خپل برسیرن علم او ځاني اجتهاد او تفسیر له امله ورته یوازې ځان مسلمان بریښي تردې  چې له کفارو سره د افهام او تفهیم تر کچې (مدارات ) هم په (موالاة) تعبیروي دا د دوی خپل شذوذ دی چې د اسلام فطري مزاج یي نه شي منلی. ځکه که د دوی په تعبیر شي بیا نو د عمر بن عبدالعزیز رحمه الله د دولت په شان اموي خلافت هم بشپړ اسلامي کیدلی نه شي ځکه امویانو هم د هر اسلامي دولت په شان له نورو دولتونو سره د سفیرانو د استولو او توافد او تعاهد تر کچې اړیکې درلودلي دي.

طالبان او له نړیوالو سره د تعامل فرصت

لکه وړاندې چې وویل شول د اسلامي دولتونو لخوا له نورو هیوادونو او ملتونو سره د اړیکو عمده هدف د اسلامي جامعې څخه د ضرورنو دفع او د مصالحو جلب و.طالبان هم کولای شي له بهرنۍ نړۍ سره د افهام او تفهیم په توسط ډیر مشکلات او اضرار له ځانه دفع کړي دغه راز د یوه کافر په خلاف له بل کافر څخه استفاده وکړي.

په شلمه پیړۍ کې چې نړۍ دوه قطبي وه په ټول جهان کې اسلامي فکري او سیاسي خوځښتونه د پرمختګ او پراختیا په حال کې وو ځکه د نړیوالو کفارو خپل منځي تصادم کمزورو مسلمانانو ته د پایښت ښه چانس ورکړی وو مګر کله چې نړۍ یوقطبي شوه ورسره د اسلامي حرکاتو زوال هم پیل شو. اوس چې نړۍ یو ځل بیا په دوو قطبونو ویشل شوې او کافران په خپل منځ کې په سیالۍ بوخت شوي امید شته چې ګټه به یې اسلامي خوځښتونو ته ورسیږي. اسلامي حرکات باید د کفارو له خپل منځي تصادماتو د ځان په ګټه استفاده وکړي لکه څنګه چې کفارو همیشه د مسلمانانو له خپل منځي منازعو استفاده کړې ده.البته دغه ډول استفاده او له دې وضعیت سره تعامل ژور تدبر، راسخه عقیده او خپلو علیا مبادئو ته ټینګ تعهد غواړي چې طالبانو یي تراوسه ښه امتحان ورکړی او الله تعالی ته سوال کاوو چې تر پایه مستقیم ، راسخ او دین ته متعهد پاته شي.

دعنایت کاکړ او مایکل سمپل قضاوتونه

پرون مې په یوه نامشهوره ویب پاڼه کې مقاله ولیده چې عنوان یې و( طالبان د روسیې اجیرې ملیشې) مقاله د یوه پخواني متطالب چارواکي عنایت الله کاکازاده  لخوا لیکل شوې وه. کاکړ/کاکازاده صېب په طالبانو د روسیې د اجیرو ملیشو لیبل سریښ کړی و. په داسې حال کې چې دروسیې او طالبانو په روابطو تراوسه د (اړیکو) اطلاق هم نه شي کیدلی بلکې یوازې د( تماس) په مرتبه کې دي.

ورپسې مې د بي بي سي پښتو ویب پاڼه را خلاصه کړه.دې وېب پاڼې هم دموضوع په رابطه اوږده لیکنه خپره کړې وه او په یوه برخه کې یې د آیرلنډي جاسوس مایکل سمپل له قوله لیکلي و(زما په اند کوم داسې سند نشته چې د طالبانو او روسیې ترمنځ نوې اړیکې تایید کړي یا هم له دې ډلې د مسکو ملاتړ وښيي. زما په باور د داسې اړیکو د رامنځ ته کولو وړتیا نشته چې د طالبانو یا روسیې په ګټه وي.)

قضاوت د هر چا حق دی او همداسې پر قضاوت د قضاوت حق هم هر چا ته خوندي دی. زه وایم د کاکړ صېب غوندې د طالبانو ( نمکدان ماتوونکو نمک خورو) ته به لا ډیر وختي وي چې په دې ډله د چا د مزدورۍ ټاپه ووهي. که له کوم چا سره اړیکي درلودل د هغوی د مزودرۍ په معنی شي بیا به هیڅوک هم  دبل د مزدورۍ له پیغور خلاص نه شي تر دې چې په کاکړ صاحب به هم د مایکل سمپل د مزودرۍ تور سم وخیږي.

له نورو سره د اړیکو دیني حیثیت لوړ ذکر شو چې کوم حرج نلري اما که په انساني ترازو یاد معاصر سیاست په قاموس یې تلو نو د نړۍ تر ټولو ستر انقلابيان  تروتسکي او لینن هم د جرمني قیصر په ملاتړ واک ته ورسیدل او د تزاریانو واکمني یې رانسکوره کړه. کاسټرو هم له ځان سره د کي جي بي ملاتړ درلود او چيګوارا هم له کمینټرن سره روابط درلود اما بیاهم د خپلواکۍ او ازادۍ سمبول بلل کیږي.عثمانیانو له روس سره د جګړو په ټولو موده کې له جرمنیانو سره اړیکي درلودې. د هند د علماؤ د خلافت تحریک هم د انګریز په خلاف د مبارزې لپاره د شورویانو مرسته روا بلله او عبید الله سندي صاحب یې په همدې مقصد تر سنټ پیټرزبورګ پورې لیږلی و تر دې چې د وزیرستان ایپي فقیر ته هم د هټلر کومک رسیده تر څو انګریزان ورباندې وټکوي.

اصلي خبره داده چې ځیني کسان د اړیکو او تړاو تر منځ توپیر ته نه دې متوجه، اړیکي پالل د هر چا لپاره روا دي اما تر یو چا تړاو تر دې چې یو څوک د ریموټي نانځکې په شان د بل چا په اشارو وچورلي دا واقعا پیغور او اشدناروا کار دی.

په پای کې به کاکړ صاحب ته اطمینان ورکړو چې له روس ، چین او نورو هیوادونو سره د طالبانو اړیکي نه بلکې ( تماس) یوازې په دې خاطر دی چې ددې سخت زړو کفارو له ضرر څخه طالب او  دغه مظلوم اولس په امن کړي. ځکه په طالب او مظلوم افغان اولس دومره کافران او منافقین راټول شوي چې تاریخ یي ساری نلري نو په داسې مرحله کې چې دیوه کافر مخ پرته کیږي هم لویه خبره ده.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close