د طالبانو د برید له ویرې.. د سرتېرو یوې ټولۍ له قرارګاه بهر شپه تېره کړې

تېره شپه د کندز په قلعه زال ولسوالۍ کې، د تاجکستان د پولې په صفري نقطه کې پرتې د سرحدي ځواکونو یوې ۱۰۰ کسیزې ټولۍ د طالبانو د برید له ویرې خپله قرارګاه پرېښې وه او سهار بېرته ورته راغلل.

په کندز کې د نیویارک ټایمز ورځپاڼې خبریال، نجیم رحیم، پر خپله فېسبوک پاڼه لیکلي، دې سرحدي ټولۍ پر خپلې قرارګاه د طالبانو د برید ګنګوسې اورېدلې وې او تېره شپه د طالبانو د برید له ویرې له خپلې قرارګاه تښتېدلي وو.

ویل کېږي کله چې سرحدي ځواکونه پوه شول چې طالبان سیمې ته نه دي راغلي، نو نن سهار بېرته خپلې قرارګاه ته راستانه شول.

دا سرحدي ټولۍ د کندز د قلعه زال ولسوالۍ په چهاري چوب سیمه کې د افغانستان-تاجکستان په صفري نقطه کې پرته ده.

د کندز ولایت یوه اوسېدونکي کابل.کام ته ویلي چې په دې وروستیو کې د طالبانو د بریدونو له ویرې د دولتي ځواکونو زیاتره عسکر د شپې مهال خپلې پوستې پرېږدي او د ورځې مهال ورته راګرځي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close