د طالبانو د راتګ علامې

ليكنه : حامد مســتشهد

په ټوله نړۍ کې کفارو، مسلمانان یو دام کې راګیر کړي دي،  ذهناًاو خارجاً دواړه، داسې دام چې نه لاس ښورولې شي، او نه په خوله څه ویلی شي، نوره نړۍ به پریدو، رابه شو خپل هیواد ته چې څه حالات دي پکې، آیا زموږ ولس خوشحاله ده ؟ آیا زموږ عزت خوندي ده؟
آیازموږ هېواد له پردیو خوندي ده ؟.
ښکاره ده چې نن سبا زموږ د هېواد حالات ورځ تربله د خرابیدو په لور روان دي.

له اشرف غني به یې راونیسو، اشرف غني چې زموږ مفکر وه،  اقتصادپوه وه، د انتخاباتو په دوران کې خو سم د مجلسونو مالګه ورنه جوړه وه،  خلکو به یې دمره صفتونه کول چې موږ یې هم په ځان شکي کړي وو،  هر چا به ویل چې زموږ رایه زموږ راتلونکی،  تحول اوتدوام ده، او داسې خبرې کولې چې  حق ویونکي ورته لیونیان ښکاره کیدلو.

خو اشرف غني موږ ته څه وکړل؟
دوستم یې خپل اول معاون ونیولو، امنیتي تړون یې لاسلیک کړ،  عبدالله عبدالله سره یې واک شریک کړ،  چې ورځ په ورځ ورنه د خلکو زړونه توریدل.
د اسلام په نړۍ کې افغانان دمره وشرمول چې تر دې دمخه هیڅ بیلګه نه لري .

دوستم بیا څه وکړل ؟
دوستم چې صحنې ته راووت نو ټوپک يې واخیست، او ویل يې چې زه د هغو درې زره امریکایانو چې طالبانو سره جګړه کې شهیدان شوي دي، له طالبانو څخه انتقام اخلم.

او دشمال په لور دپښتنو زپلو لپاره لاړه، د پښتنو کورونه یې وران کړل، عزتونه یې ورنه واخیستل،  شهیدان یې کړل، زخمیان یې کړل.
خوبیا هم خلک چوپه خوله ول.

خلاصه دا چې دوستم هم داسې نخره وکړه چې داشرف غني او عبدالله نخرې یې موږ نه هېرې کړلې، داسې نخره چې په ژبه بیانول، په غوږونه آوریدل، په ذهن کې تصور کول، هم نه کیږي.
چې هغه هم د خپل معاون سره په ډلییزه طریقه لواطت کول وه، چې افغانان له هېواد نه بهر چاته د شرم له وجې کتلی هم نشي.
موږ باندې داسې یو نظام حاکم ده چې له الف نه تر یا پورې مفسد ده،  داسې مفسد چې ظالم ته رتبه او مظلوم ته سزا ورکول کیږي.

که موږ د اباسین پیښه رایاده کړو چې هغه څه قسم پیښه وه، دظلم انتها وه پکې،  هرچا دا غوښتل چې د اباسین قاتلان دې اعدام شي،  تر څو نورو ته عبرت شي.
خو څه وشول ؟
نه قاتلان اعدام شول  او نه هم داباسین کورنۍ سره عدل وشو.
داباسین تر پیښې وروسته د فراهي ماشوم د تښتولو پېښه بیا وشوله، بیا هم موږ نه څه ولیدل او نه مو څه واوریده.
چې تر ټولو بیا دردونکې قیصه  په ننګرهار ولایت کې وشوه، چې یو ظالم قومندان د یوې بې وزلې کورنۍ نه دوه خویندې په یوه شپه په زور ځان لپاره په نکاح کړې .

هره ورځ په رسنیو کې یو خبر آورو چې نن دلته جنسي تیری شوی ده او پرون هالته شوی ده،  نن دلته اختطاف شوی ده او پرون هالته شوی ده، نن دلته غلا شوې ده پرون هالته شوې ده.
په هېواد کې دننه د پښتو او فارسي جګړه روانه ده،  او ورځ تربله دا اور په تازه کیدو ده،
هر څوګ  خپل داړه مار سپي ته د اتل لقب ورکولو لپاره زموږ ولس ځوروي او د ولس په مینځ کې داسې یو درز راوړل غواړي، چې تر ابده پورې پاتې وي.
دهر چا په خوله دا خبره ده چې یو ځل بیا د طالب راتګ ته اړتیا ده،  هر څوګ طالب ته سترګې په لاره دي،
ځکه چې طالب تر دې مخکې هم داسې یو وخت کې راغی،  چې د هر چا  خپل ځان نه زړه تور وه، خانه جنګي وه،  پاټکونه ول، ظلم، زور ګویي وه.
خو د طالب راتګ ورته یو خوب ښکاره کیدو،طالب هغه وخت هم داسې یو عادل او منصف نظام رامنځته کړ، چې د افغانستان په تاریخ کې چا نه وه راوړی.
اوس هم هماغه طالب ده،  هماغه وخت رارسیدلی ده،  چې یو ځل بیا طالب راشي،

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close