د طالبانو د سیاسي دفتر استازو اندونیزیا ته سفر کړی

طالب استازو په دې سفر کې د دې هیواد له مرستیال ولسمشر ‘محمد یوسف کالا‘، خارجه وزیرې ‘ریتنو مارسودي‘ او د افغانستان لپاره د انډونیزیا د ولسمشر له خاص استازي ښاغلي حامد اول الدین سره کتلي او پر مهمومسایلو یې بحث کړی.

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ زمری ۲۷)

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر استازي د خپلو بهرنیو سفرونو په لړ کې د اندونیزیا پلازمینې جاکرتا ته په یوه رسمي سفر تللي.

د طالبانو سیاسي دفتر په دې تړاو په یوه خپره شوې اعلامیه کې ویلي، دا درۍ ورځنی سفر د دفتر د رئيس محترم شیر محمد عباس ستانکزي په مشرۍ، ترسره ، او د دې هیواد له لوړپوړو چارواکو سره یې پر مهمو مسایلو دوه اړخیزې خبرې کړې.

طالب استازو په دې سفر کې د دې هیواد له مرستیال ولسمشر ‘محمد یوسف کالا‘، خارجه وزیرې ‘ریتنو مارسودي‘ او د افغانستان لپاره د انډونیزیا د ولسمشر له خاص استازي ښاغلي حامد اول الدین سره کتلي.

اعلامیه زیاتوي، دواړو لوریو په افغانستان کې د سولې په راتلو او له افغانستان څخه د خارجي قواوو په وتلو خبرې کړې.
دغه راز یې د جاکرتا- کابل پر دوه اړخیزو اړیکو هم غږیدلي.

طالبان وروسته تر دې اندونزیا ته بلل شوي، چې څو ورځې وړاندې په یوه څو ورځني سفر د ازبکستان پلازمینې تاشکند ته هم تللي و او د یاد هیواد له لوړپوړو چارواکو سره یې د سولې، مهمو پروژو او دوه اړخیزه سوداګرۍ په ګډون یې پر ګڼو مسایلو مهمې خبرې کړې وې.

د یادونې وړ ده چې اندونیزیا څو میاشتې وړاندې د علماؤ په نوم د هغه کنفرانس کوربه توب هم کړی و، چې د طالبانو روانه جګړه یې د فقهې په رڼا کې ارزوله، یاده غونډه د ملي یووالي د حکومت د سولې عالي شورا په رسمي غوښتنه رابلل شوې وه او د امریکایي ځواکونو عمومي قوماندان جنرال نیکولسن یې دایرول، خپل ابتکار بللي و، طالبانو یاده غونډه امریکایي پروژه بللې وه اوله علماؤ یې په کې د نه ګډون غوښتنه کړې وه

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close