د طالبانو د مشر په اختریزه بیانیه کې تازه او نوي نقاط

عزام حقاني

د طالبانو د مشر په اختریزه بیانیه کې تازه او نوي نقاط چې د دې ډلې دریځ ، پالیسي ، اخلاص او رغنده نظر د هیواد او هیوادوالو لپاره څرګندوي. د شته شکوکو او شبهاتو کوم چې د دښمنانو او رسنیو لخوا څخه په طالبانو پسي ویل شوي او هم في الحال ویل کیږي څو عام هیوادوال خصوصا ښار میشتي خلک چې طالب یې دا اولس کاله له نژدې نه ده لیدلی په تشویش او یا ترې متنفره کړي د هغو لپاره دا پیغام په مخ کلکه څپیړه ده.

هغه په دې ډول چې دوی به ویل چې  طالب غیر له جنګ،  قتل وقتال او هیواد ورانولو نه پرته بله انګیزه  ، هدف او مرام نلري.

راځم هغه مهم نقاط تاسو ته په شماره واره توګه بیان کړم چې په اعلامیه کې ذکر دي:

۱ــ  د  سولي په اړه:

سوله او امن را وستل د اسلامي امارت له سترو اهدافو څخه دي، خو تر اشغال لاندې نه سوله راتلای شي اونه هم ماسوا له اسلامي حاکمیت څخه د نجات بله لاره شته.

۲ــ اسلامي امارت به په هيڅ قیمت هم په دغو سترو اهدافو له چا سره معامله و نه کړي  او نه يې هم باید څوک تمه ولري.

۳ــ جنګ د اسلامي امارت انتخاب نه ده او نه وو، تل یې خپلو مخالفینو ته  د جګړې په ځای د تفاهم او تعقل سیاست غوره کولو وړاندیز کړی ، او هم یې امریکا ته مخکې له حملې  کولو په افغانستان د تفاهم او مذاکراتو وړاندیز بار بار وکړ ، خو امریکايي مشرتابه د عدم تعقل او سنجش له مخې پر داسې جګړې لاس پوري کړ چې امریکایي ولس ته په ډیره درنه بیه تمامه شوه.

۴ــ اسلامي امارت اوس هم امریکایان د زور آزمايي پر ځای د تفاهم او تعقل منطق ته را بولي او هغه لارې چارې ور په ګوته کوي چې هغه د دې اوږدې جګړې توقف او پایته رسیدل تضمینوي او هغه یواځینۍ لاره د افغانستان د اشغال خاتمه ده او بس.

۵ـــ د کابل د ادارې په اړه:

په کابل کې چې کوم رژیم د امریکايي ولس د ډیرو پوځي، اقتصادي او بشري تلفاتو په عوض کې پر افغان ولس تپل شوی د هغه له فساد، بي کفایتي، بیوسي او ناکامي څخه اوس خپله امریکايي چارواکي تر سپوږمو راغلي او پر هغه رژيم یې خپل باور له لاسه ورکړی دی.

د دې فاسد رژیم مشري یې داسې چاته سپارلې چې د مشرۍ ټوله موده یې د خپل حکومت له غړو سره په مقابله، له خپل اجرائیه مشر سره په مقابله، خپل مرستیال سره په مقابله، خپلې کابینې سره په مقابله او حتی خپلو والیانو سره په جنجالونو تیره کړه.

۶ـــ دانتخاباتو په نوم کومه پروسه چې اوس بیا لاس پکار ده ، یوازي د ستونزو او مشکلاتو د ډیرولو او دفاسدو چارواکو واک ته رسولو نه پرته بله کومه معنی نلري او حتی د دې حکومت چارواکي یې هم تر سره کیدل ناممکن بولي.  “په لږ څه تغیر سره “

۷ــ اسلامي امارت چې له خپل دین او خپلې خاورې څخه د دفاع په خاطر له اشغالګرو سره د مقاومت رهبري په غاړه لري لله الحمد هم یې په پوځي لحاظ د مقابلې میدان ګټلی او هم په سیاسي او اداري لحاظ د مقاومت په اداره کولو ښه مسلط دی او هم یې ګاونډي او د سیمي هیوادونه مطمئن کړي دي.

۸ ــ د هیواد تر نیمایي زیاته برخه باندې عملا واکمن دی.

د جهادي مقاومت د دغه امتیازي مشخصې په موجودیت کې که همدا نن امریکایان د افغانستان اشغال پای ته ورسوي، سبا مونږ دلته د امریکا په شمول هرچاته د بي نظمي د مخنیوي او د امنیت د تأمین اطمئنان ورکولای شو چې د الله جل جلاله په فضل سره به هيڅ مشکل نه پيښیږي.

۹ــ په افغانستان کې روانه جګړه د امریکايي اشغال زیږنده ده نو موږ د هغې د ختمولو لپاره له امریکایي لوري سره د مخامخ خبرو په تر سره کولو ټینګار لرلی او لرو یې.

خو امریکایانو د دې جګړې له مسؤلیت منلو څخه د تیښتې په غرض د رغنده مذاکراتو په ځای داسې لارې چارې وړاندې کړې چې نه یې منطقي معقولیت لرلی او نه یې هم عملي شونتیا؛ بلکې خپله هماغه لارې چارې د امریکایانو لپاره د جګړې د اوږدیدو، تاوانې کیدو او ناکامه کیدو لامل شوي.

۱۰ــ رښتیني، شفاف او منتج مذاکرات زموږ د پالیسۍ مهمه برخه ده، خو مذاکرات باید رښتیني او نتیجه درلودونکي وي، هيڅ ډول خدعه او فریب به په کې نه وي او په اصلي ستونزو به راڅرخي، یوازي به د تبلیغاتي استفادې او عامه اذهانو د تیر ایستلو لپاره نه وي.

۱۱ــ خپل ولس او ټولو مسلمانانو ته دا اطمنان ورکوو چې زمونږ لپاره به په مذاکراتو کې یواځې هغه پریکړي د قناعت او منلو وړ وي چې په هغو کې زموږ د اسلامي اهدافو تحقق د هیواد استقلال او د جګړې خاتمه تضمین شوي وي.

همدا راز یې د ورستیو جریاناتو ، غونډو او کنفرانسونو په هکله چې د هیواد په داخل او خارج کې د طالب مقاومت د ځپلو او تقدس یې تر سوال لاندې راوستلو په پار د علماؤ تر نوم لاندي جوړ شول وضاحت کړی دی او خپله مبارزه او مقاومت یې په دیني او عقلي دلائلو مشروع ثابته کړې ده.

#او داسي سپیناوی یې کړی دی: دا خبره ډیره ځوروونکې ده چې د اسلامي مرستو په نوم هغه مذهبي سازمان چې ملک فیصل رحمه الله يې هم په مؤسسینو کې راځي او دا سازمان یې د نړۍ د مسلمانانو له حقونو څخه د دفاع په نوم ایجاد کړی وو او اوس له بده مرغه د همدې سازمان له ادرسه پر اسلامي امت باندې د دښمنانو لخوا د تیریو او مظالمو په دغه حساس وخت کې په ناخبرې او لا پروايي کې داسې پریکړه صادریږي چې هغه له مظلومو مسلمانانو څخه د دفاع په ځای له تیري کوونکي کافر دښمن سره د مرستي پیغام لري.

زه د اسلامي علماوو مقام ته په کامل احترام او د تاریخ په اوږدو کې د اسلامي همکاریو سازمان ترسره کړیو خدمتونو ته په درناوي، د افغانستان د اوسني شرعي جهاد په اړه د کابل د غونډي او د نوموړي سازمان له ادرسه صادره شوې پریکړه د متجاوز دښمن په مقابل کې د جهاد د فرضیت په اړه د صریحو قرآني ایتونو خلاف او د دې اسلامي سازمان او د هغه د رشیدو مؤسسینو په حق کې توهین بولم.

د علماوو په نوم د دې پریکړې له صادروونکو ښاغلیو زه دا پوښتنه لرم چې:

آیا تاسو د افغانستان پر حریم د هغه یرغل په اړه کوم چې د امریکا د وخت ولسمشر بوش لخوا د صلیبي جګړې ترعنوان لاندې پیل شو معلومات لرئ او که يې نه لرئ؟

که په افغانستان د بوش د صلیبي یرغل په اړه اساسا معلومات نه لرئ او په لاعلمي سره مو د هغه په مقابل کې د افغان ولس پر شرعي جهاد د ناروا والي پریکړه کړې وي دا د (محکوم به) په اړه ستاسي پر نا خبري دلالت کوي چې له شرعي او علمي اړخه باطل کاردی.

او که دا علم لرئ چې پرافغانستان امریکايي یرغل شوی او د دې علم باوجود د یرغلګرو په مقابل کې د افغانانو جهادي مقاومت ناروا بولئ (والعیاذ بالله) بیا تاسو دا پریکړه د دغو صریحو قرآني ایتونو په رڼا کې له شرعي او علمي اړخه څرنګه توجیه کوئ؟

(۱): وَقَاتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَكُمْ وَلَا تَعْتَدُوا ۚ إِنَّ اللَّهَ لَا يُحِبُّ الْمُعْتَدِينَ (۱۹۰) البقره.

(۲): … فَمَنِ اعْتَدَىٰ عَلَيْكُمْ فَاعْتَدُوا عَلَيْهِ بِمِثْلِ مَا اعْتَدَىٰ عَلَيْكُمْ ۚ وَاتَّقُوا اللَّهَ وَاعْلَمُوا أَنَّ اللَّهَ مَعَ الْمُتَّقِينَ (۱۹۴) البقرة.

(۳): وَلَا تَرْكَنُوا إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُم مِّن دُونِ اللَّـهِ مِنْ أَوْلِيَاءَ ثُمَّ لَا تُنصَرُونَ ( ١١٣) هود

تاسو د کوم استدلال له مخې په افغانستان کې د اشغالګرو خلاف روان جهاد بین الافغاني جګړه بولئ؟

که ستاسي د منطق پراساس هغه بین الافغاني جګړه وي بیا تاسو د دې مقاومت په مقابل کې د امریکايي جنرال نیکولس پوځي قیادت او د هغه تر مشرۍ لاندې د لسګونو زره محاربو عسکرو جنګیدل څرنګه تعبیروئ؟

زه د علماوو په نوم د دې پریکړې صادروونکو ښاغلیو ته وایم چې په افغانستان کې د محاربو کافرانو په وړاندې روان فرض عین جهاد د افغانستان د اهل حق علماوو تر شرعي قیادت لاندې پرمخ بیول کیږي، دا چې امریکا او ناټو له خپل ټول زور او ځواک سره د دې جهاد له مقابلې څخه عاجزه ده، اساسي لامل یې د دې جهاد حقانیت، شرعي نصوصو ته د مجاهدینو انقیاد او د هغو تنفیذ ته د مجاهدینو ژمنتیا ده.

زه پوهیږم چې تاسو نه پر افغانستان د بوش له صلیبي یرغله ناخبر یاستئ او نه هم د مسلمانانو په توګه د صریحو قرآنی ایتونو خلاف عقیده لرئ، بلکې دا پریکړه مو د مادي مجبوریت له مخې کړې، نو له الله تعالی څخه و ویریږئ او له هغه ذاته غوښتنه وکړئ چې له دې مجبوریته نجات درکړي او د صریحو قرآني ایتونو خلاف د اجرتي وسیلو په حیث ونه کارول شئ.

۱۲ــ د قطر او متحده عربي اماراتو د فوځونو په اړه :

موږ له متحده عرب اماراتو او قطر هیوادونو څخه د امریکا په دستور د ناټو دغه غوښتنه د هغوی د پوځي افلاس او ناکامي لامل بولو، متحده عرب اماراتو او قطر هیوادونو ته د مسلمانو هیوادونو په توګه دا وایو چې امریکایان غواړي تاسو هم ځکه په دې بي هدفه جګړې ورګډ کړي ترڅو د هغې جنګي، اقتصادي، او بشري منفي اثرات ستاسي ابادو هیوادونو ته در منتقل کړي، دا چې امریکا د نړۍ په کچه د لومړي نمبر پوځ لرونکي هیواد او ناټو د نړۍ په کچه مجهزترین پوځي تړون په حیث په دې جګړه کې څه تر لاسه نکړل، ستاسي شل او سل عسکر به هلته څه تر لاسه کړي؟

نو پام کوئ چې امریکایان مو د سریښو په هغه ډنډ کې ښکیل نه کړي په کوم کې چې دوئ پخپله بند پاتي دي.

۱۳ــ د ولس بډای ، پوه او باسواده قشر یې  په دې الفاظو مخاطب کړي دي:

اسلامي امارت د خپل اولس د دنیوي ژوند د ښیرازۍ لپاره اقتصادي انکشاف، بیارغونه، پانګونه او د بیلابیلو اقتصادي تګلارو تعمیل هم د ژوند مهم ضرورت بولي، د هیواد شتمن او تعلیم یافته قشر له نورو افغانانو څخه ډیر مسئولیت لري چي د هیواد د راتلونکي په اړه په مثبتو او رغنده طرحو باندې سوچ او فکر وکړئ، دا هیواد به ستاسو په مټ اباديږي، دا هیواد به ستاسو د هوسايي او آرام ځای وي، دا هیواد زموږ ستاسو ټولو مشترک کور دی او ټول يې په وړاندې یو ډول مسئولیت لرو.

۱۴ــ د اسلامي امارت مسئولینوته:

کومې سیمې چې د اسلامي امارت تر تصرف لاندې راځي په دې سره د مجاهدینو مسؤلیت نور هم زیاتیږي، د ټولو سیمو نظامي او ملکي مسؤلین باید د اسلامي حاکمیت واقعي نمونه راژوندۍ کړي، د الله تعالی د بندګانو ټول حقوق باید رعایت کړي، له ظلم، تجاوز او بداخلاقۍ څخه باید سخت ځان وساتي او د ظالمانو لاسونه لنډ کړي، د مسلمان اولس د سر، مال، عزت او ټولو حقوقو د تحفظ لپاره باید له هیڅ راز قربانۍ او ایثار څخه ځان دریغ نه کړي.

۱۵ــ په اخیر کې یې د د ټول محکوم اسلامي امت د کړاوونو او تکلیفونو څخه  د خلاصون او نجات دعاء کړې ده چې دایې غمشریکي او د ټول آمت په دردونو  خپګان او دلسوزي په نښه کوي چې باید د مسلمانانو آمیر د مسلمان امت تکلیفونه او غمونه خپل وبولي او د نجات لپاره یې لاس پکار شي. دعا او غمشریکي په دې ډول ده: له الله تعالی څخه غواړو چې د خپل فضل له مخې پر اسلامي امت خپل رحم وکړي، چیرته چې مسلمانان د دښمن تر تیري او ظلم لاندې دي الله تعالی دي نصرت وکړي، په اشغال شوي فلسطین کې دي الله تعالی د مسلمانانو لومړۍ قبله د غاصبو یهودانو له تیري څخه آزاده کړي او ټولو مسلمانانو ته دې د اتفاق او وحدت توفیق ورکړي.

له الله تعالی څخه سوال کوو چې افغانستان ته نور له امریکايي اشغال څخه نجات ورکړي، د افغان غیرتي ولس دا اوږده غمیزه نور د خپل کرم له مخې پایته ورسوي، افغان مسلمان ولس دې د خپل منځي اتفاق او یوالي په برکت سره د دښمنانو له ټولو سازشونو او دسیسو څخه وژغوري او په خپله خاوره کې په خپل اختیار د خپلې خوښې اسلامي حاکمیت نعمت ورباندې ولوروي.

۱۳۹۷/۵/۲۷

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close