د طالبانو د ملکي تلفاتو د مخنیوي کمیسیون: دولسي مرګ ژوبلې راپورونه باید په بې پرې توب سره نشر شي

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۲۷)

د طالبانو اړوند د ملکي تلفاتو د مخنیوي کمیسیون په یوه لیک د یونما په ګډون له ټولو ملي او بین المللي ادارو غوښتي چې د ملکي تلفاتو راپورونه دې نه سانسور کوي او په بې طرفۍ سره دې خپروي.
دوی د امریکایي ولسمشر هغو څرګندونو ته هم غبرګون ښودلی چې له خپلو ځواکونو یې غوښتي و، چې د بریدونو پر مهال دې د وسلوالو دکورنیو خیال نه ساتي او له وسلوالو سره یوځای دې دهغوی ښځې او ماشومان هم په نښه کوي.
طالبانو دا خبر د ټولو نړیوالو جنګي او بشري قوانینو، ميثاقونو، تړونونو او نورمونو څخه ښکاره سرغړونه بللې
او ویلي یې دي “امریکايي اشغالګر قوتونه او د هغوی مشران د بشریت پرخلاف څومره بې پروا دي او د عامو انسانانو وژنه ورته څومره ساده موضوع ښکاري“

د طالبانو اعلامیې د یونما وروستي راپور ته هم اشاره کړې او زیاته وي “ په تأسف سره چې د نړیوالو بشري مؤسسو او حقوقي نهادونو او د ملګرو ملتونو لخوا د ډيرو ملکي تلفاتو مسئولیت زموږ مجاهدینوته راجع کیده او په دې برخه کې د واقعیتونو پرخلاف راپورونه خپریدل“

د دوی په آند د افغان او امریکایي ځواکونو له خوا د ملکیانو د په نښه کیدلو لړۍ له تیرو ۱۷ کلونو را په دې خوا روانه ده چې په وینا یې امریکایي مشرانو هم دغه جرئت ځکه پیدا کړی چې د نړیوالو حقوقي او بشرپاله مؤسسو لخوا په خپرو شوو راپورونو کې د امریکایي ‘جنایت کارو نظامیانو‘ د برأت هڅه شوی او لاهم دوام لري.

د طالبانو ملکي تلفاتو د مخنیوي کمیسیون پر یونما او نورو بشرپالو بنسټونو ژغ کړی چې د امریکایي ولسمشر له خوا خپلو ځواکونو ته د وروستي فرمان په اړه دې ( چې وسلوال دې له کورنیو سره په نښه شي) په لوړه سطحه سپیناوی وغواړي.
طالبانو همداراز ویلي چې د امریکایانو له خوا د ملکي تلفاتو د اړولو پر مهال باید د ملګرو ملتونو په ګډون ټول لوري دهغوی په مقابل کې دریځ ونیسي.
طالبانو د ملکي تلفاتو د څار له له ادارو غوښتي چې په دې برخه کې دې له بې پرې توب څخه کار واخلي او د دوی په وینا چې “دا ادارې باید جنایتکارانوته د برأت په ورکولو سره د جنایت د دوام زمینه مساعده نه کړي“

طالبان داسې مهال دا غبرګون ښیي چې څو ورځې وړاندې د ملګرو ملتونو د یونما دفتر په تیرو دریو میاشتو کې د ملکي تلفاتو راپور نشر کړ چې په کې د ۱۸ سلنې پړه د افغان دولت او بهرنیانو په غاړه اچول شوې وه او د نورو ټولو تلفاتو مسؤلیت وسلوالو مخالفینو ته راجع شوی و.

باید وویل شي چې طالبانو تل د یونما راپور یو اړ خیز بللی او رد کړی یې دی.

طالبان همداراز پر خپله ویبپاڼه د هرې میلادي میاشتې په پای کې د ملکي تلفاتو ځانګړی راپور هم نشروي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close