د طالبانو نظامي کمیسیون: په ټول هیواد کې ټاکنیز مرکزونه د بریدونو هدف دي

طالبانو خبرداری ورکړی چې استخباراتي ټیمونه یې ټول جریان په دقت سره څاري او عاملین یې تعقیبوي.

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۷ تله ۲۷)

د طالبانو نظامي کمیسیون په یوه خپره شوې اعلامیه کې په خلکو غږ کړی چې، د ټاکنو په ورځ دې انتخاباتي مراکزو ته نه نږدې کیږي ځکه چې یاد مراکز ټول د دوی له خوا هدف ګرځول شوي.

طالبان وایي، چې اراده لري د ټاکنو په ورځ د هیواد ټولې لویې او وړې لارې بندې کړي، او له هیوادوالو یې غوښتي چې په همدې ورځ دي  په خپلو کورونو کي و اوسي او هیڅ راز وسایط دي سرکونو ته نه را باسي.

طالبانو ویلي، “ موږ نه غواړو چې عام اولس ته کوم زیان ورسیږي، نو ځکه له عامو هیوادوالو او د ښارونو له اوسیدونکو په خصوصي ډول غوښتنه کوو چې په ټاکنو کې له ګډون او رایې اچولو څخه ځان وساتي.“

طالبانو یوځل بیا د ټاکنو پروسه تیرایستونکې ډرامه بللې چې په وینا یې برخلیک او نهایي نتیجه یې د بهرنیانو په لاس کې ده او دا چې“ اشغالګر غواړي خپل پوځي اشغال او ګوډاګي رژیم ته ترې مشروعیت ترلاسه کړي.“

طالبانو خبرداری ورکړی چې استخباراتي ټیمونه یې ټول جریان په دقت سره څاري او عاملین یې تعقیبوي.

اعلامیه کې یوځل بیا ټینګار شوی چې هیڅوک باید دټاکنو لپاره خپل کورونه، مهمانخانې، مکتبونه، مدرسې، مسجدونه،کلنیکونه او کارکونکې د دې پروسي منتظیمینو ته په اختیار کي ور نه کړي او په وینا یې چې“دغه کار هم په دیني لحاظ ناروا عمل دی او هم زموږ له ملي ارزښتونو سره په ټکر کې دی، نو بناء هیوادوال باید پوره باهوشه او محتاط واوسي او له دې پروسې څخه دې ځان لرې وساتي.“

طالبان وایي؛ لکه څنګه چې پخواني انتخابات بالاخره د امریکایي ګټو لپاره استخدام شول او وروستۍ پریکړې یې د امریکا په سفارت کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر جان کیري لخوا وشوې، د دې تش په نامه انتخاباتو په اړه هم یقین دا دی چې له پیله تر پایه یوه امریکایي پروسه ده، ځکه عام افغانان په دې پروسه هیڅ باور نلري او نه هم په کې ګډون ته دلچسپي لري.

باید وویل شي،  چې د طالبانو نظامي کمیسیون د د ټولو جګړو او بریدونو رهبري پر غاړه لري او ټول جنګیالي طالبان ددغه کمیسیون تر چتر لاندې فعالیتونه مخته وړي.

طالبانو تر دې وړاندې هم د ټاکنو د تحریمولو او د هغوی د ګډوډولو ګواښ کړی او له خلکو یې په کې د نه ګډون غوښتنه کړې.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close