د طالبانو نوی امیر ټاکنه اعتراضونه او خوابونه

بسم الله الرحمن الرحيم

الحمد الله وحده والصلاة والسلام علی من لانبی بعده محمد و علی آله و اصحابه و من اهتدی بهدیه الی یوم الدین و بعد:

کله چې د ۱۴۳۶ هجری قمری کال د شوال په ۱۳مه د ۱۳۹۴ هجری شمسی کال د زمری میاشتی له ۷ می او د ۲۰۱۵ کال د جولائی د میاشتی له ۲۸ می نیټی سره سم رسنیو دا ویرجن خبر خپور کړ چې د افغانستان د اسلامی امارت امیر المؤمنین عدو الکفروالکافرین ملا محمد عمر مجاهد رحمة الله علیه د ۲۰۱۳ زیږدیز کال د اپریل په ۲۳ مه نیټه په افغانستان کې دننه د ورپیښی شوی ناروغی له امله له دنیا رحلت کړی دی او د اسلامی امارت د عقد اوحل شوری د افغانستان نوماند اتل مجاهد او د امیرالمومنین نائب الحاج مولوی اختر محمد منصور (حفظه الله) د اسلامی امارت نوی امیرالمومنین ټاکلی دی او بیعت یی ورسره کړی دی او نورو ته یې هم دبیعت کولو امر کړی دی، په سبائی نړیوالو رسنیو دا خبر خپور کړ چې د اسلامی امارت ځینې اړوندو کسانو د نوی امیر په ټاکلو نیوکی کړی دی او بیعت یې ورسره نه دی کړی او هغوی د خپل مخالفت د توجیه کولو له پاره دغه لاندې دلیلونه ویلی دی:

۱- اسلامی امارت د امیرالمؤمنین ملا محمد عمر (رحمه الله) د کورنی حق دی باید د هغه زوی یا ورور وټاکل شی.

۲- د نوی امیر په ټاکلو کې بیړه کړي شوې ده باید لویه شورای جوړه کړی شی او امیر وټاکلی شی.

۳- له هیواد څخه بهر بیعت کول.

۴- د امیر المؤمنین د وفات نیټه پټ ساتل.

دغه څلور واړه داسې نیوکې او اعتراضونه دی چې یوه یې هم له شریعت سره ډډه نه لګوی چې په ډیر لنډیز سره یې دلته مشروع ځوابونه وړاندې کولی شی څو مجاهدین او هر څوک پدی اړه د صحابه کرامو رضوان الله عنهم اجمعین تعامل او داسلام د مقدس دین د سیاسی نظام اصول او له نورو جاهلی نظامونو څخه یې توپیر او غوره والی ورته معلوم شی؟

لومړی اعتراض ځواب: لومړی باید پردی خبره باندې پوه شو چې د اسلام د دین سیاسی نظام ارثی نظام نه دی چې د ملوکیت په څېر له پاچا څخه وروسته به د هغه زوی پاچا وی که زوی نه وی د هغه مېرمن به پاچاهی کوی او یا به یې لور پاچاهی کوی، بلکې د اسلام سیاسی نظام چې اصول یې د الله تعالی او د الله تعالی د رسول خاتم النبین محمد صلی الله علیه وسلم له پلوه کیښودل شوی دی. هغه څوک واکمن کېدلی شی چی شرعی وړتیا ولری او هغه یوولس مواصفات پکی موجود وی چې د اسلامی امت فقهاؤ د خلافت د شرطونو په نوم نومولی دی، چې یو له هغو څخه دادی چې په خپله به یې نه غواړی او نه به یې حریص وی. ان تردې چې په اسلامی سیاسی نظام کې د یو کوچنی منصب غوښتل هم ناروا دی او په دې اړه د عبدالرحمن بن سمره رضی الله عنه او ابوذر غفاری رضی الله عنه په هکله مروی حدیثونه په بخاری او مسلم کې نقل کړی شوی دي.

او دا هماغه عبدالرحمن بن سمره وو چې په ۳۶ هجری کې یې کابل فتح کړ او پنځه کلونه یې حکومت پری وکړ قریش او د نبی صلی الله علیه وسلم له نیږدی خپلوانو څخه وو. او هغه ته فرمایی چې.

 لا تسئل الامارة      امارت مه غواړه.

نو کله چې د اسلام په سیاسی نظام کې ځان ته د امارت غوښتل ناروا دی، د کورنۍ د غړو له پاره خو بیخی ناروا دی که څه هم دهغه اولاد شرعی او سیاسی وړتیا هم ولری د خلافت او امارت شرطونه پکی موجود هم وی، پدی اړه مونږ مسلمانانوته داسلام د دوهم خلیفه امیر المؤمنین عمر بن خطاب رضی الله تعالی عنه کړنه ستر او قاطع دلیل، کړنچاره او تګلاره ده او هغه داسی چی کله په ۲۳ هجری کې د ذوالحجی میاشتی په ۲۴ مه د چارشنبی په ورځ د سهار په لمانځه کې په نبوی جومات کې د امامت ورکولو په دوران کې په لومړی رکعت کې ایرانی مجوسی فیروز کافر په پرله پسی توګه د خنجر شپږ ګوزارونه پری وکړل او بیا د ۲۴ هجری کال د محرم په لومړی ورځي شهید کړی شو. د ناروغی په لومړی ورځ یې د عقد اوحل شپږ کسیزه شوری جوړه کړه چې دغه لاندې جلیل القدره قدسیه نفوس ؤ: عثمان بن عفان، علی بن ابی طالب، سعد بن وقاص، زبیر بن العوام، طلحه بن عبیدالله او عبدالرحمن بن عوف رضی الله عنهم اجمعین. او دا وصیت یې ورته وکړ چې په دری ورځو کې دننه به تاسی له خپل منځ څخه د خلیفه په توګه یو کس هرومرو ټاکئ چې څلورمی ورځی ته وانړوي. دعقد وحل دغی منتخبی جرګی کی ورته وویل: ای امیر المؤمنینه! خپل زوی عبدالله بن عمر رضی الله عنه د خلیفه په توګه وټاکئ هغه د خلافت وړتیا لری او مونږ ټول پری خوښ او رضامند یو. امیر المؤمنین عمر رضی الله عنه ورته په غصه شو او ورته ویې ویل (خلافت میراثی نظام ندی) امامت و سیاست ۲۴ مخ امام قیتبه دینوری متوفی ۲۷۶هجری الاحکام السلطانیه ج ۱ مخ ۵ – امام ماوردی، فتوح البلدان ۵۷۱ – امام بلاذری ۲۷۶ از الة الخفاء عن خلافة الخلفاء ج ۱ مخ ۵ شاه ولی الله محدث دهلوی او ………

او پردی باندې د صحابه کرامو اجماع شوې ده چې د اسلام سیاسی نظام میراثی نه دی نو د افغانستان د حل او عقد شورای په دی اړه په حق پریکړه کړی وه.

د دویم اعتراض ځواب: د افغانستان د اسلامی امارت د حل او عقد شورا له الحاج مولوی اختر محمد منصور سره په بیعت کولو کی بیړه کړی ده باید لومړی د شهید امیر المؤمنین ملا محمد عمر فاتحه اخیستلی شوې وای، بیا عمومی شوری جوړه کړی شوی وای چی نوی امیر المؤمنین یې ټاکلی شوی وای. د معترضینو دغه اعتراض هم سم نه دی او د صحابه کرامو له تعامل څخه خلاف دی او دواړه خبرې یې د اسلام د لومړی خلیفه، ابوبکر صدیق رضی الله عنه په بیعت سره ځوابولی شی، کله چې خاتم الانبیاء والمرسلین. رحمة العالیمن، شفیع المذنبین محمد مصطفی صلی الله علیه وسلم په ۱۱ هجری کال د ربیع الاول په ۱۲ مه د دوشنبی په ورځ د ۶۳۳ کال د جون د میاشتی له اتمی نیټی سره سم له فانی نړی څخه ویرجن رحلت وفرمایه او ګرده مدینه النبی د نبوی بیلتون په ویر کې ډوبه شوه. په دغه شدید حالت کی هم د نبوی مدرسی روزلیو شاګردانو خپل حواس قابو کړل او له نبوی مدفن څخه دمخه د خلافت بیعت او د خلیفه ټاکل یی اړین وګڼل د نبوی جومات شاته په سقیفه بنو ساعده نومی باغیچه کې څو تنه مجاهرین او انصار صحابه مشران سره غونډ شول او لومړی پنځو کسانو له ابوبکر صدیق سره بیعت وکړ او د خلیفه په توګه یې وټاکه چې نومونه یې دادی:

۱- عمر بن الخطاب ۲- ابوعبیده بن الجراح ۳- سعید بن حضیر ۴- بشیر بن سعید ۵- سالم مولی ابی حذیفه رضی الله عنهم اجمعین. او بیا له هغوی څخه وروسته په سقیفه کې نورو موجودو صحابه کرامو هم بیعت ورسره وکړ. او د خلیفه له ټاکل کیدو څخه وروسته د نبی کریم صلی الله علیه جنازه وکړی شوه او دفن کړی شوی صلی الله علیه وسلم اللهم ارزقنا اتباعه و اقتدائه وشفاعتة په دی اساس د صحابه کرامو د دغه تعامل په دلیل د بیعت او د امیرد ټاکلو له پاره نه شورا اړینه ده او نه د تعزیت اجتماعی دوعاء چې یو دود او رسم دی په سقیفه بنو ساعده کې نه شورا کړی شوې وه او د خلیفه ټاکل یې له نیوی جنازی او مدفن څخه دمخه اړین ګڼلی دی. سیرة ابن هشام ۴ ټوک ۳۰۶ ـ تر ۳۲۲ مخ پوری په ډیر لنډیز، ماثر الانافة فی معالم الخلاقه ج ۱ مخ ۴۵ مصنف قلشقندی متوفی ۸۲۰ هـ احکام سلطانیه ۵ مخ ماوردی او…..

دریم د هیواد نه بهر بیعت: دریم اعتراض یې دادی چی له الحاج مولوی منصور حفظه الله سره له هیواد څخه بهر بیعت کړی شوی دی. دغه اعتراض هم واهی بی اساسه او له اسلام څخه مخالف دی. ځکه چې ټول اسلامی امت او ګرد اسلامی هیوادونه ایکی یودی. اوسنۍ پولي او بریدونه کفری استعمار د اسلامی هیوادونو تر منځ ترسیم کړی دی چی په اسلامی جغرافیه کی هیڅ ارزښت نه لری. له همدې وجه له امام حسن رضی الله عنه سره د عراق په کوفه کې بیعت کړی شوی وو، پداسی حال کې چې امام حسن رضی الله عنه د مدینی منوری یعنی د حجاز د هیواد وو، په هغه وخت کې هیڅ یو صحابی او تابعی دغه واهی اعتراض پرې نه ؤوکړی او خلافت یې صحیح ګڼلی وو.

العواصم من القواصم ص ۱۹۹- ۲۰۳، قاضی ابوبکر بن العربی متوفی ۵۴۳ هجری قمری- تاریخ الخلفاء ص ۱۳۵ علامه سیوطی متوفی ۹۱۱ هجری، الامامة و السیاسة ص ۱۷۴،

څلورم د امیرالمؤمنین وفات پټ ساتل: د اعتراض کوونکیو دغه اعتراض هم غیر شرعی او جذباتی دی او د اسلامی امارت د حل و عقد شورا اقدام  پرځای کړی دی او په قران کریم کې یې ثبوت موجود دی او هغه دا چې کله چی په ۹۴۵ څلویښت قبل میلاد مسیح کی الله تعالی سلیمان علیه السلام وفات کړ نو دهغه وفات یې یوکال له پیریانو او انسانانو څخه پټ ساتلی وو لکه چې الله تعالی په قران کریم کې په دې اړه فرمایلی دی:

فلما قضینا علیه الموت مادلهم علی موته الا دابة الارض تاکل منساته (ج) فلما خرّ تبینت الجن ان لو کانو یعلمون الغیب مالبثوا فی العذاب المهین. د سبا سورة ۱۴- ایة ۲۲مه سپاره ، ۳۴ سورة

ژباړه: (نو کله چې حکم وکړ مونږ پر سلیمان د موت او دی مړ ولاړوو (تکیه پر همسا باندی یو کال) (نو هیچا خبر کړی نه ؤ دغه پیریان په مرګ ددغه سلیمان مګر چنجی د ځمکی (وینو) چې ویې خوړه همسا د ده. نو کله چی ولوید سلیمان پرځمکه نو معلوم شو پيریانو ته دغه که چیرې وی چی پوهیدی په علم دی غیب نو نه به یی تیراوو سلامت یو کال په تکلیف مشقت سپکوونکی.

تفسیر: د اسلامی امت تفسیر پوهانو د نبوی احادیثو په رڼا کې د دغه مبارک آیة په تفسیر کې ویلی دی: د سلیمان علیه السلام پلار داؤد علیه السلام د بیت المقدس جوړولو تعمیر پیل کړی وو کله چی وفات کیده نو سلیمان علیه السلام ته یی وصیت وکړ چی د بیت المقدس تعمیر بشپړ کړی؟ سلیمان علیه السلام پر پیریانو باندې د بیت المقدس په جوړولو لګیاوو چې د ملک الموت په زریعه خبر ورکړی شو چی د مرګ نېټه یې رانېږدی شوې ده نو پر پیریانو ئې ځان له پاره د ښیښی داسی خونه (کوټه) جوړه کړه چې دهغې منځنی ساحه له بهر څخه له ورایه ښکاریده، سلیمان ورپکی د ننه شو او په همسا یې تکیه وکړه او الله تعالی ته یې سوال وکړ چې پیریان د ده له وفات څخه تر هغه پوری ناخبره وساته چې د بیت المقدس تعمیر بشپړ کړی.

الله تعالی د سلیمان علیه السلام سوال قبول کړ او د سلیمان علیه السلام وفات یې یو کال له پیریانو او انسانانو څخه پټ وساته او کله چې د بیت المقدس تعمیر بشپړ شوو الله تعالی د سلیمان علیه السلام د وفات راز افشاء کړ. وګوره تفسیر ابن کیثرج ۳ ص۶۵۰ تر ۶۵۱ پوری، حافظ ابن کثیر متوفی ۷۷۴ هجری تفسیر قرطبی ج ۷ ص ۱۷۸، امام قرطبی متوفی ۶۷۱هجری، کابلی تفسیر ۲ ټوک پښتو ص ۷۲۴ – ۷۲۵، تفسیر نسفی مدارک ج ۲ ص ۲۶، امام عبدالله نسفی م ۷۱۰ هجری تفسیر معارف القرآن ۷ ټوک ۲۷۳ – ۲۷۶ پوری اردو، مولانا مفتی محمد شفیع دغه راز د خاص مصلحت په وجه نبی کریم صلی الله علیه وسلم کله چې په ۸ هجری کال چی  له ۶۳۰ میلادی سر سم د مکی مکرمی د فتحه کولو پریکړه وکړه نو له عامو خلکو څخه یې دغه راز پټ وساته او په رمضان کې یې پر مکه فاتحانه یرغل وکړ. نو ددغو شرعی دلیلونو په رڼا کې د اسلامی امارت واکمنی شوری چې د جهادی حکمت عملی پر اساس چې د امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد وفات کیدل پټ کړی ووله شریعت سره سم ګام یې اوچت کړی دې او دغه حسن تدبیر یې د ستاینی وړ دی ځکه چې دغه نو سنت یې د جهادو اسلامی امارت او هیواد د مصالح علیا په خاطر کړی دی.

پنځم قومی تعصب ته هڅونه: د افغانستان د اسلامی امارت د امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد رحمه الله د وفات د خبر له خپریدو څخه وروسته اوله نوي امیر المؤمنین الحاج مولوی اختر محمد منصور سره له بیعت کولو سره سم استعماری ډنډورچیانو د امریکایې تور استعمار په هدایت په خپلو رسنیو کې ولیکل: د افغانستان د اسلامی امارت پخوانی امیر په قوم هوتک پښتون وو او نوی امیر المومنین په قوم اسحاق زی پښتون دی او د دی امکان شته چې د طالبانو تر منځ قومی اختلاف او جنګونه پیل شی.

د دې خبر له خپریدو څخه وروسته په سبایې پنټاګون وحشی اسلام دښمنه شین سترګی شیطان جنرال کیمبل او نورو خوښی څرګنده کړه او ویی ویل: د طالب جنګیالیو تر منځ د قومی جنګ په رامنځته کیدو سره به د طالبانو سټرګل STRAGOLE کمزوری شی او د خپل منځی قومی جنګ په پایله کې به د طالبانو اسلامی تحریک پای ته ورسولی شی. مګر امریکایی صلیبی او یهودی طاغوتان له دی څخه عارفانه تجاهل کوی چی د افغانستان د اسلامی امارت ګرد منسوبین او عام ولس مؤمنان او د قرآن او سنت لارویان دی او داسلامی سیاسی نظام پر الف و با پوه دی چی سرچینه یې قران کریم او نبوی حدیث دی په قرانکریم او نبوی احادیثو کې د قوم پالنی مفکوره غندلي شوی ده، بویګنه او جاهلی نظریه ګنلی شوی ده او هر مسلمان ته امر کړی شوی دی چی له داسی قوم پالنی څخه په ټینګه ځان وساتی چې ګنا ورپکی وی لکه چې نبی کریم صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی:

عن جبیر بن مطعم ان رسول الله صلی الله علیه وسلم قال: لیس منا من دعا الی عصبیة ولیس منا من قاتل عصبیة و لیس منا من مات علی عصبیة.

ژباړه: له جبیر بن مطعم رضی الله عنه څخه روایت دی چی رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی: هغه څوک له مونږ څخه نه دی چی قوم پالنی ته بلنه ورکوی. او هغه څوک له مونږ څخه نه دی چی د قوم پالنی په نوم له یو بل سره جنګیږی، او هغه څوک له مونږ څخه نه دی چې د نشنلیزم په نظریه مړ شی. دا حدیث ابو داود روایت کړی دی.مشکاة ۲ ټوک مخ ۵۰۵.

په دغه نبوی حدیث کې نبی کریم صلی الله علیه وسلم هغه څوک له اسلام څخه خارج ګنلی دی چی په ناحقه قوم پالنه کوی. په اسلام کې تقوا ته ارزښت ور کړی شوی دی او نبی کریم صلی الله علیه وسلم د اسلامی سیاسی نظام د مشرتابه له پاره وړتیا دیانت اسلامی سیاسی پوهه او تقوی ته ارزښت ورکړی دی نه قومیت د نسب او حسب لوړوالی ته لکه چی فرمایلی یې دی:

وعن انس ان رسول الله صلی الله وسلم قال: اسمعو و اطیعو و ان استعمل علیکم عبد حبشی کان راسه زبیبة. رواه البخاری.

ژباړه: له انس رضی الله عنه څخه روایت دی چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلی دی: د خپل امیر امر ومنی او اطاعت یې وکړی که څه هم پرتاسی باندی داسی حبشی غلام د امیر په توګه مقرر کړی شی چی سر یی د مویز (انګور) په څیر کوچنی وی. دا حدیث صحیح البخاری روایت کړی دی.

په پای کی د اسلامی امارت منسوبینو، مجاهدینو، افغان ولس او هر مسلمان ته زما داوړاندیز دی چی د اسلامی امارت له امیر المؤمنین الحاج مولوی اختر محمد منصور حفظه الله سره بیعت وکړی ځکه چی نوموړی معروف او پیژندل شوی عالم، مجاهد او متقی شخصیت دی د امارت او قیادت وړتیا لری. د افغانستان ګرد مجاهدین او علماء یې پر امارت متفق دی او په مجموع کې بلانزاع امیر دی، مخالفت کول یې شرعا ناروا دی او بل دا چې پخوانی امیرالمومنین ملا محمد عمر رحمه الله په خپل ژوند کې خپل نائب یعنی ځای ناستی او ولیعهد ټاکلی دی او دوه کلونه یې د هغه په ژوند کې په بشپړ تدبر، فراست او ځیر کتبا سره د امارت جهادی او اداری امور تر سره کړی دی او هغه به خپل ژوند کې ورڅخه خوش وو. نو هر هغه څوک چې د نوی امیر له بیعت څخه سرغړونه کوی په حقیقت کې د امیر المومنین ملا محمد عمر له امر او انتخاب څخه سرغړونه کوی او دهغه روح ته صدمه او خفګان رسوي. او له دی څخه هم سخت هغه نبوی وعید دی چی څوک له ټولنیز وحدت څخه د امارت په موضوع کې خان بیلوی او فرمایلی یې دی:

عن عرفجة قال: سمعت رسول الله صلی الله علیه وسلم یقول: انه سیکون هنات و هنات فمن اراد ان یفرق امر هذه الامة وهی جمیع فاضربوه بالسیف کائنا من کان رواه مسلم کتاب الامارة

ژباړه: له عرفجه رضی الله عنه څخه روایت دی چی ویلی یې دی: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واوریدل چې ویې ویل: ژر دی چی ډول ډول فتنی به ظهور وکړی. نو که چا د دې امت په اختلاف کی د رامنځته کولو اراده وکړه په داسی حال کې چی امت سره متفق وی نو اختلاف اچوونکی په توره ووهئ هر څوک چې وی.

او د بیعت د وجوب په هلکه یې ویلی دی.

عن عبدالله بن عمر قال: سمعت رسول الله صلی الله علیه وسلم یقول من خلع یدا من طاعة لقی الله یوم القیامة و لاحجة له و من مات و لیس فی عنقه بیعة مات میتة جاهیلة . رواه مسلم ۳ ټوک کتاب الامارة

ژباړه: له عبدالله بن عمر رضی الله عنها څخه روایت دی چې ویلی یې دی: ما له رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه واوریدل چې ویې ویل: چا چې له امیر څخه د اطاعت لاس واخیست نو دقیامت په ورځ به له الله تعالی سره په داسی حال کې ملاقی شی چې د ایمان په لرلو به هیڅ دلیل ورسره نه وی او څوک چې په داسی حالت کې مړ شی چی له امیر المؤمنین خلیفه یا امام سره یې د بیعت کولو عقده په غاړه کې نه وی نو داسی شخص د جاهلیت (کفر) په حالت کی مړ شو                ان فی ذالک لذکری لمن کان له قلب او القی السمع وهو شهید. د ق سورة

ستاسی خواخوږی:                         پوهنمل زاهدی احمدزی

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close