د طالبانو نوی بدلون د اټکلونو او حقایقو په رڼا کې…!

کابل ټکی کام ۱۱ وږی

موسی فرهاد

— اټکل داسي ؤ چې طالبان به د خپل ستر مشر امیرالمؤمنین ملامحمدعمر مجاهد له وفات نه وروسته ، نه یوازي داچې کمزوري شي ، بلکي په بیلابیلو ډلو به وویشل شي ، د تنظیمونو په څیر به پخپل منځي جګړو اخته شي .

— داسي ګمان کیده چې طالبان به نور خپل هغه یووالی او وحدت چې د بنیان مرصوص په شان سره تړلي ؤ ؛ له لاسه ورکړي او په یوه خونړي تفرق کې به را ایسار شي .

— دا انګیرنه هم وه چې طالبان به نور تر هغه هدف تیريږي چې پوره ۲۲کاله یې د هغه لپاره بې شمېره تاریخي قربانۍ ورکړي وي ، او د نورو تش په نوم جهادي احزابو غوندي به د امریکایي ټلوالي بندګي پیل کړي .

— ډیرو کتونکو فکر کاوه چې د طالبانو نهضت یوازي د ملامحمدعمر مجاهد له ژوند سره تړلی دی ، هغوی کومه فکري انګیزه نلري چې د خپل زعیم په نه شتون کي دي هم هغه ته وفادار پاتي شي .

— د ځینو اټکل دا وو چې د طالبانو عام جنګیالي به د خپل مشر د وفات د خبر له امله ، د جهاد روحیه له لاسه ورکړي ، بیا به یې هیڅ یو مشر ونه توانیږي چې د مجاهدینو صفونه له سره تنظیم ، او د بهرنیو اشغالګرو په وړاندي یې په پیاوړي ډول رهبري کړي .

— د یو شمير وګړو نظر دا ؤ چې طالبان نور په سیاسي لحاظ هغسی خپلواک او مستقل نشی پاتیدلای ، لکه څنګه چې ملامحمدعمر مجاهد پخپل ژوند کې د یو خپلواک او مستقل مزاجه رهبر په توګه ځان د تاریخ په پاڼو کي ثبت کړ ، ترهرڅه تېر ، خو تر استقلال ، ملي او اسلامي نوامیسو یو قدم تیر نه شو .

— د کابل ناوسه ادارې او د هغوی غربي میډیا په دې هیله وه چې طالبان به دوی ته موقع ورکړي چې د ناوړه تبلیغاتو له لاري په هغوی کې درزونه رامنځ ته کړي ، او په طالبانو کې د ځینو کمزورو کړیو له اجتهادي تیروتني او ناسمي پریکړې څخه په استفادې یې غوښتل چې د مجاهدینو حیثیت مجروح کړي . د دې کار لپاره یې د پراخ تبلیغاتي کمپاین تابیا نیولي وه .

— ځیني کتونکي په دې اند وو چې طالبان به اوس د نورو د لاس آله وي ، په افغانستان کي به پریکړې د پردیو د فرمایشونو پر بنسټ کوي ، د ملي او اسلامي مصالحو د تحفظ پالیسي به هغوی نور تر شا پریږدي .

رښتیا خبره دا ده چې په دې اټکلونو کې د طالبانو دوښمنان تنها نه وو ، د طالبانو ځیني خواخوږي هم په دې اند وو چې کیدای شي صورتحال نور د طالبانو له کنتروله ووزي ، دوی د دې اټکلونو لپاره څه دلایل هم درلودل ، د مخکنیو تجربو په رڼا کي د هغوی دا اټکلونه تر یو ځایه د منلو وړ هم وو ، که سړي ځیر شي زموږ په هیواد کې یو شمېر جهادي تنظیمونه ، همدارنګه په نړۍ کي بلا نهضتونه وجود لري چې له خپله مسیره یې لاره خطا کړي وي . دوی طالبان هم له همغه لیدلوري ارزول چې داعیه او هدف یې سره بیل وي .  مګر حقیقت داسی نه ؤ . دا ځکه چې د دوو لسیزو په جریان کې موږ او تاسو ولیدل چې طالبان له ډېرو سترو ازمویښتونو سره مخ شول ، هر ډول نامساعد شرایط یې وزغمل ، خو بیا یې هم په ملي او نړیواله سطحه خپل معنوي هویت ژوندی وساته .

نور به هرڅه پر خپل ځای پریږدو ، فقط دغو وروستیو بدلونونو ته به یو ځغلند نظر وکړو چې طالبانو د ستر امیر له وفات نه وروسته ، د خلکو د اټکلونو خلاف ، کوم مثبت کارونه انجام کړل :

۱ –  حقیقت دا دی چې د وخت او حالاتو د حساسیت په درک کولو سره د طالبانو مشرتابه په دي وتوانیدل چې په کور دننه کې د لویو اختلافاتو مخه ونیسی ، د لومړي اټکل برعکس یې خپل صف له کمزوري کیدلو وساته ، د جدا کیدلو پرځای یې د صف جنګیالي نور هم متحد او مضبوط کړل . او دا خطرونه یې د نوي زعامت په مناسب او عاجل انتخاب سره دفع کړل . که څه هم ځینی وګړي تراوسه هم ملاحظات لري ، ولي د حل لپاره یې د ذبیح الله مجاهد په خبره هڅي رواني او حل ته نژدي شوي دي .

۲ – دویم واقعیت دا دی چې طالبانو د تنظیمونو له ناکامه سیاستونو څخه په استفادې ، دا تجربه خپله کړي چې له امله یي لا له وړاندي د خپل منځي بیلتون او جنګ جګړو سد باب کړی . البته په دې کې د طالبانو د مشرتابه د هوښیارتیا ترڅنګ ، دویم ستر عامل یي خپله د طالبانو عقیدوي فکتور دی ، چونکه طالبان یوازي د الله تعالی په لاره کې د دین د حفاظت ، د خپل هیواد د آزادۍ او د ملي نوامیسو د ساتني د عالي هدف لپاره جنګیږي ، نو ځکه یې د قدرت غوښتني پرسر د جنګ جګړو احتمال له منځه تللی دی .

۳ – دا هم حقیقت دی چې طالبانو په اوسني تحول سره وښودله چې له خپل هدف څخه تیریدونکي څه چې د پخوا په پرتله یې وفاداري نوره هم شعوري او غښتلي شوي ده . په ۷۲ ساعتونو کې د نوي زعیم د کشالې د حل کولو ترڅنګ د هیواد له ګوټ ګوټ نه د مجاهدینو د بیعتونو سلسله په چټکۍ سره پیلول ؛ او سمدستي د دښمن په وړاندي جګړه ګرمه ساتل ، د دې څرګندونه کوي چې هغوی څومره خپل هدف ته وفادار دي !؟ د نورو په څیر نه دي چې د پیسو او قدرت غوښتني په موخه له هرڅه نه تیر دي .

۴ – طالبانو دا حقیقت هم عملاً ثابت کړ چې ډېره عمیقه فکري انګیزه لري د کومي لپاره چې دوی بي ساري قربانۍ ورکوي او هغه فکري انګیزه یی ایماني مسئولیت او د خپلي خاوري آزادي ده ، هغوی ثابته کړه چې د مشرانو او مهمو اشخاصو د وفات ، شهادت او اسارت له کبله یې روحیه هیڅکله کمزوري کیږي نه . بلکي لا یی احساسات پیاوړي او د قربانۍ جذبه یې غښتلي کیږي .

۵ – دا چې د خلکو په ګمان طالبان نور ، د خپل متوفی أمیر رح په څیر خپلواک او مستقل نشي پاتیدلای ؛ هغوی به د نورو د ګټو لپاره وکارول شي ؛ د طالبانو نوي زعیم ملا اخترمحمد منصور په خپله لومړۍ وینا کې په دې اړه حقیقت داسي څرګند کړ : رښتیا خبره دا ده چې نن موږ او تاسو ته ډېر ستر امانت را له غاړي شو ، دا به ډېره ګرانه وي چې د أمیرالمؤمنین رح په څیر کردار ولرو ، مګر چونکه د هغه رح د معنوي رهبرۍ په سیوري کې مو ژوند کړی ؛ عهد به کوو چې په هر قدم کې به پخپل ټول توان سره د امیرالمؤمنین سپیڅلي هدف او خپلواکي تګلاري ته وفادار پاتي کیږو . او په دې لاره کي به له الله تعالی نه مرسته غواړو . خپل جهاد ته به په همغه شکل جریان ورکوو ، ترڅو مو یرغلګر په مکمل ډول شړلي نه وي ، د جعلي سولي او بی مقصده خبرو اترو ته به د پردیو د غوښتنو په آساس هیڅکله اماده نشو . د منصور صاحب له پورتنيو ټکو نه پوره څرګندیږي چې طالبان به خپل مسیر همغسي تعقیب کړي لکه څنګه چې د امیرالمؤمنین تګلاره وه .  هغوی به د ملي مصالحو او اسلامي اصولو څخه هیڅکله ناروا تنزل ونکړي . د خپل هدف په لاره کې به د ملامحمدعمرمجاهدرح په څیر مستقل او خپلواک پاتي شي .

۶ – بل ټکی چې خلکو یې اټکل کاوه چې ګویا بیا به هیڅ یو مشر ونه توانیږي چې د مجاهدینو صفونه له سره تنظیم ، او د بهرنیو اشغالګرو په وړاندي یې په پیاوړي ډول رهبري کړي ؛ د دې ټکي ځواب د طالبانو ویندوی ذبیح الله مجاهد د شرق الأوسط ورځپاڼي د یو سوال په ځواب کې داسی کړیدی :

 

« دا چې جهادي صف د قربانیو او سرښندنو صف دی ، دلته هره لحظه د قیادت په شمول د شهید کیدلو ، اسیر کیدلو او یا هم په طبیعي مرګ د وفات کیدلو احتمال متوقع وي ، ځکه نو د جهادي صف مشرتابه مخکي تر مخکي لا د دې صف د رهبري لپاره تدابیر سنجولي وي ، جهادي صف پر نورو خصوصیاتو او مشخصاتو سربیره د قیادتونو د روزنې او تربیې هم مدرسه ده ، دلته که نن یو مشرشهید کیږي ،یا اسیر کیږي او یا هم په خپل طبیعي مرګ وفات کیږي مجاهدین د دې واقعې په راتلو نه کمزوري کیږي او نه د کمزورتیا احساس کوي ، ځکه هغوی ته لا وړاندې په فکري لحاظ دا ورتلقین شوي وي چې د جهادي لارې تداوم په شخصیاتو او افرادو پوري نه وي تړلی ، بلکې د هغې تداوم او وابستګي په افکارو او مبادئو پوري وي .

همدا لامل دی چې د امیر المؤمنین په وفات سره په مجاهدینو کې د هیڅ کمزورۍ احساس نه کیږي ، بلکې د هغه له پیل کړې لارې سره د وفادارۍ له امله لا په ډاډه او ځواکمن شکل د خارجي یرغلګرو او د هغوی د ملاتړو پرخلاف خپل جهاد ته ادامه ورکوي.

د دې ترڅنګ د اسلامي امارت نوی زعیم   محترم منصور صاحب هم یو تجربه شوی او خورا بریالی مشر پاتې شوی، مرحوم امیرالمؤمنین پرې اعتماد درلود، په عملی میدان کې يې جهادي صف په سختو شرائطو کې رهبري کړی، اوس يې د ځان لپاه خورا قوي او با رسوخه، په دین پوه مرستیالان هم ټاکلي، قوي رهبري شورا چې ټول اهل خبره اشخاص او د اسلامي امارت د سر خلک په کې عضویت لري ؛ دا هم ورسره ده، نو امید لرو چې تر پخوا به د اسلامي امارت وحدت لا ډير ټينک وساتل شي او تر پخوا به لا ډير په قوت کې زموږ موجودیت ثابت شي ان شاءالله. »

۷ – دا هم حقیقت دی چې طالبانو په پورتنیو مثبتو کړنو سره ، د غربي رسنیو تبلیغاتي کمپاین په ډېر حکیمانه او غیر متوقع ډول سره په نطفه کې خونسا کړ . هغوی ته یې موقع ورنکړه چې د طالبانو ترمنځ د ناروا تبلیغاتو په مټ درزونه رامنځ ته کړي . برعکس د کابل اداره د پرلپسی نظامي او سیاسي شکستونو له کبله ، له غټي سرګردانۍ او ژوري پریشانۍ سره مخ شوي ښکاري .

پای

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close