د طالبانو نوی مذاکراتي ټيم او د حکومت وارخطايي

ليکنه: خاکسار

د طالبانو د مذاکراتي ټيم او امریکايي پلاوي تر منځ لومړی په ابوظبۍ او بيا په قطر (دوحه) کې  د امریکايي پوځيانو د وتلو او له افغانستان څخه په راتلونکي کې د خطر د نه متوجه کېدلو به باب خبرې وشوې چې نږدې د برياليتوب تر حده ورسېدلې.

چې د دی د فبروري د مياشتې په پنځه ويشتمه نېټه هم کېدای شي ورته غونډې ترسره شي، له دې کبله نو زلمي خليلزاد هم لا له اوسه غونډې ته تياری ښودلی او په اړه يې مختلفو هېوادونو ته سفرونه پيل کړي، همداشان يې د مختلفو هېوادونو له مشرانو او نورو غړو سره هم ليدنې کتنې پيل کړي تر څو د افغانستان د مسئلې په اړه د حل يوه ممکنه لار وباسي.

همدا مهال بیا طالبانو هم خپل مذاکراتي ټيم اعلان کړ او په دې ټيم کې يې ځينې مهم او د رهبري شورا غړي هم اضافه کړي دي، چې دا تغيرات او  اضافه کېدل به د طالبانو دريځ لا هم ښه روښانه او پر ځای کلک ودروي. اوس جالبه خبره دا ده چې طالبانو ولې په خپل مذاکراتي ټيم کې د يوه داسې شخص نوم هم اعلان کړ چې تر اوسه لا په بګرام زندان کې بندي دی، دا هغه څه دي چې ولسمشر غني يې په زيات وهم کې اچولی.

پرون چې د طالبانو وياند (ذبيح الله مجاهد) د يوې اعلاميې په ترڅ کې خپل مذاکراتي داسې اعلان کړ چې په دې ټيم کې يې د مولوي جلال الدین حقاني زوی (انس حقاني) هم د دې ټيم د غړي په توګه اعلان کړ، په داسې حال کې چې انس حقاني لا تر اوسه د بګرام په زندان کې د بند شپې سبا کوي، د دې تر څنګ مجاهد په خپله اعلاميه کې دا هم وويل چې انس حقاني يو طالب العلم وو او د څه شي ثبوت پرې نه ليدل کېږي نو ځکه بايد خوشې هم شي تر څو په مذاکراتي ټيم کې برخه واخلي.

په دې وخت کې د اشرف غني وياند هم اعلان وکړ چې د بنديانو په اړه لا حکومت کوم تصميم نه دی نيولی، نو ځکه يې د خوشې کېدو په اړه څه نه وايي.

د طالبانو له پورتني ټاکل شوي ټيم څخه داسې اټکل کېږي چې په تېره غونډه کې کېدای شي امريکايي پلاوي له طالبانو سره د انس حقاني د راخلاصېدو خبره  هم کړې وي. والله اعلم.

خو د طالبانو له پروني اعلان څخه داسې ښکاري چې د اشرف غني ټيم نور هم وارخطا شوی دی.

اشرف غني په دې خبره فکر کوي چې طالبانو ولې يو بندي شخص په خپل مذاکراتي ټيم کې شامل کړی؟ په داسې حال کې چې اوس هم بندي دی، هسې نه چې امريکايي پلاوي يې په تېره غونډه کې له طالبانو سره د خلاصون هوکړه کړې وي او غني لا ورڅخه خبر هم نه وي؟

بل دا چې ولسمشر غني له دې مخکې هم په خپله بقا باور نه درلود خو د طالبانو له دې اعلان وروسته يې د خپل سقوط وهم او خيال بلکل په يقين بدل شو، ځکه چې انس لا بندي دی او طالبان يې بيا په خپل مذاکراتي ټيم کې داخلوي؟ نو داسې ښکاري چې امريکايانو لا تر اوسه هم هر څه له غني پټ ساتلي دي او نه غواړي چې غني پرې خبر واوسي. او کېدای شي د راتلونکو غونډو جزيات هم ورڅخه پټ وساتل شي.

 

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close