«د طالبانو نوې دپلوماسي د عامو خلګو پر راجلبولو باندي راڅرخي»

واحد فقیري

ورځني سیاسي نوټونه (۱۷۰)

د نیویارک ټایمز ورځپانه د اګسټ پر ۱۹ مه باندي لیکي پداسي حال چي جمهورریس غني درې میاشتنی مشروط اوربند اعلام کړ، طالبان د عامو افغانانو د زړونو پر راجلبولو باندي کار کوي. فقط تېره میاشت، طالبانو اعلام کړه چي نور به په عامو ځایونو کي انتخاري حملې نه کوي، او هغه عسکر به معاف وي چي طالبانو ته تسلیم سي.

اخبار علاوه کوي کله چي طالبانو د شبنې په ورځ د فاریاب په ولایت کي د بلچراغ ولسوالي ونیوله، هغوی ۵۰ عسکرو ته اعلام وکړ چي که چیري هغوی تسلیم سي، سمدستي به آزاد سي. کله چي مدافع عسکر تسلیم سول، طالبانو د بلچراغ د ولسوالۍ تسلیم سوي امنیه قومندان ښاغلی احمد شاه خان ته اجازه ورکړه چي د نیویارک ټایمز له خبریال سره تیلفوني خبري وکړي.

احمد شاه خان وویل،»زه اوس د طالبانو سره یم. موږ د قومي مشرانو په ذریعه د طالبانو سره معامله وکړه. هغوی راته وویل چي زه ما په شمول به د ولسوالۍ ټول عسکر او مامورین آزاد کړي.» احمد شاه خان زیاته کړه،«نور مقاومت او جنګ ممکن نه وو. موږ له حکومته اضافه کومکي عسکر او مهمات وغوښتل،‌مګر حکومت موږ سره هیڅ مرسته ونه کړه.» ورځپاڼه کاږي چي طالبانو تسلیم سوی عسکر معاف کړي دي، او ورته ویلي ئې دي چي بیا به د حکومت سره کار نه کوي. طالبانو عیني همدا کار په غزني کي هم کړی دئ.

طالبانو په غزني کي د عامو خلګو سره په کوڅه او بازار کي خبري کولې. په فیسبوک او ټویټر کي ئې خپلي ویډوګاني خپرولې. د طالبانو خبریالان هم په غزني کي د خلګو سره مصاحبې کولې، او لایف ویډیويي خپروني ئې کولې.

نیویارک ټایمز لیکي کله چي طالبانو په جوزجان کي داعش ختم کړ، هغوی له هغو محلي کسانو سره مرکې خپرې کړې چي د داعش د ظلم له لاسه ئې خپل کورنه خوشي کړي ول. پدې مرکو کي، محلي خلګ د طالبانو څخه خوښي څرګندوي، او د داعش څخه شکایت کوي. په یوې مرکې کي طالبانو له یو کلیوال، نورالدین، سره داسي خبري کوي. «ایا نورالدینه، داعش ته مجبوره کړې چي خپل کور خوشي کړې.» نورالدین په جواب کي وايي،«هو، موږ دښتي ته وتښتېدلو.» «ایا اوس چي طالبانو دا ځای ونیو، ته خوشحاله ئې؟» «بلې، موږ خوښ یو.»

اخبار لیکي د اګسټ پر ۱۲ باندي طالبان د پکتیا په ولایت کي یو مکتب ته ورغلل، او د مکتب له مدیر سره ئې خبري وکړې. هغوی د مکتب له مدیر څخه وپوښتل چي ایا د طالبانو د ناظرینو څخه خوشحاله دي او کنه. مدیر په جواب کي وايي،«هو، هغه موږ ته ډیري ښې مشورې راکوي، او د هغه سلامشورې پر تعلیم او زدکړي باندي مثبت تاثیر کړی دئ.» پدې ويډیوګانو کي طالبان غواړي چي دا وښيي چي هغوی مکتبونه نه سوځي، بلکي د بهبود لپاره ئې کار کوي.

ـــــــــــــــــــــ

واحد فقیري په کال ۱۹۶۲ کي په کندهار کي زېږېدلی دی. په کال ۱۹۸۰ کې د کندهار د احمد شاه بابا له لېسې څخه فارغ شوی دی. عالي تحصیلات یې په متحده ایالاتو کي کړي دي، او د امریکن پوهنتون او جورج مېسن پوهنتون څخه په سیاسي علومو کي درې ډیګرۍ لري. څو کاله یې د امریکا ږغ سره د خبریال په توګه کار کړی دی. څو کاله یې د پښتو د ژبي په برخه کي استادي کړې ده. درې کتابونه یې په پښتو ترجمه کړي دي. اوس د څو راډیوګانو او تیلویزیونو سره د سیاسي مبصر په توګه همکاري کوي. او وخت نا وخت یې سیاسي تبصرې د افغانانو په مختلفو ویب سایټونو کي خپرېږي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close