د طالبانو پیغور:حکومت چې د یوه عادي قومندان دساتلو وړتیا نه لري،د یوې بې واکه دلګۍ په مثال ده

طالبان وایي؛د غني په مشرۍ اداره حکومت نه؛ یوه بې ارادې دلګۍ ده؛ چې هیڅ واک او مشروعیت نه لري

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۶)

طالبانو د هزاره توکمه خپلسري قوماندان د نیولو او بیا پریښودلو له امله حکومت ته قوي پیغور ورکړی او د واک نه درلودو له امله یې ننګولی.
طالبانو د خپل مهال واکمني ته اشاره کړې او ویلي یې دي چې؛“ د افغانستان اسلامي امارت دوه لسیزې وړاندې د افغانستان په زرګونو جګړه ماران او ټوپکیان نه یوازې دخلکو له آزار او اذیت څخه را وګرځول، بلکې هغوی یې مجازات کړل، له هیواده یې وشړل، پاټکونه او پوستې یې ورختمې کړې او ټول هیواد یې ترې په امن کړ. د هغو جګړه مارانو هر یو د علي پور په نسبت په مراتبو زیات مضر او ځواکمن و، خو دا د الله تعالی خصوصي نصرت او د اسلامي امارت رښتیني اراده وه چې الله تعالی یې په وړاندې ټول جګړه ماران مغلوب کړل“

اعلامیه زیاتوي؛ دارګ ماڼۍ چې یوه ورځ د دې جګړه مار د نیولو دعوه کوي او هغه خپله لویه بریا بولي، بله ورځ د ارګ مرستیال له عذرونو او زاریو سره نیول شوی جګړه مار خوشی کوي او په دې ډول د خپلي ادارې حیثیت په باد لاهو کوي چې په وینا یې؛

 “دغه پیښه او د احکامو او پالیسیو په تنفیذ کې د کابل د ادارې ناتواني ثابتوي“

طالبان د اشرف غني په مشرۍ حکومت ته د خنثی او بې ارادې ډلګۍ نوم ورکړی چې د دوی په باور،

“نه کوم مشروعیت لري او نه د خپلو سیاستونو د اعمال جرئت او قدرت ورسره شته“

اعلامیه کې ټینګار شوی چې د بهرنیانو په وسلوال حضور کې او د هغوی تر چتر لاندې حکومت کوم مشروعیت نه لري او په پیغور امیزه توګه یې ویلي چې؛ ‘ کوم نظام چې خپل حیثیت نه شي ساتلی هغه به د بل چا عزت او حیثیت څرنګه خوندي کړي‘

طالبان داسې مهال دا غبرګون ښیي چې تیره ورځ د ولسمشر دوهم مرستیال پریکړه وکړه چې زورواکی قوماندان علیپور یې تر نیول کیدو یوه ورځ وروسته خوشې کړی.

ولسمشرۍ ماڼۍ وروسته تر هغه دې پریکړې ته اړ شوه چې د نوموړي قوماندان پلویانو د کابل ښار په منځ کې اته (۸) پوستې وسوځولې او تر ۵۰ ډیر پولیس یې مرګوني ټپیان کړی.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close