د طفيل بن عمرو الدوسي رضي الله عنه ژوند ته لنډه کتنه / دوهمه او وروستۍ برخه

را ټولوونکی: د. نايف بن أحمد الحمد

ژباړه: م. حمد الله دانشمند

د هغه مبارک و خپل قوم ته دعوت:

هغه مبارک وایي: نبي علیه السلام مبارک ته مې و فرمایل: اې د الله پاک رسوله! زه نور د خپل ټبر (دوس) پر لوري خوځم، زه د هغوی په مینځ کې یو منل شوی شخص یم، زه هغوی د اسلام سپېڅلي دین ته را بلم، شونې ده الله پاک هغوی ته زما د بلنې له امله سمه لاره وښیي، ته ستر څښتن (جل جلاله) لاسونه لپه کړه، چې هغه (جل جلاله) ماته یوه داسې نښه راکړي، چې زما د دعوت د رښتینولي څرک ترې له ورایه څرګند وي او د هغوی و اسلام ته د بلنې په هکله را سره رغنده مرسته وکړي. هغه علیه السلام مبارک لاسونه لپه کړل، ویې فرمایل:

 ” اللهم اجعل له آية تعينه على ما ينوي من الخير ” .

ژباړه: اې الله پاکه هغه ته یوه داسې نښه نښانه ورکړه، چې ور سره، د هغه په نېکه اراده کې مرسته وکړي.

هغه مبارک وايي: وخوځېدم، تر څو د خپل کور پر غونډۍ – کومې چې به خپل قوم (دوس) ته ور کښته کولم – ور بالا شوم.

هغه مبارک زیاتوي: پلار مې دا مهال ډېر سپین ږيری دی، مور او مېرمنه مې هم همداسې وو، زیاتوي، چې کله پر غونډۍ ور بالا شوم؛ الله پاک زما د سترګو په مینځ کې عجیبه رڼا پیدا کړه؟ چې هر چا د شپې په تیاره کې له ورایه لیدله. الله پاک ته مې لاسونه لپه کړل: اې زما ربه! یاده رڼا مې له مخ نه لري کړه؛ ځکه وېرېږم، چې قوم به داسې و انګېري، چې هغه د خپل دین د پرېښودو له امله مثله شوی. د ښکلا مالک (جل جلاله) هغه رڼا زما د تازینې پر سر وګرزوله! ځان وینم، چې په اوښه سوور د هغوی لور ته درومم؛ رڼا مې د تازینې په سر د یوه چراغ په څېر له ورایه پړک وهي! قوم ته ورسېدم – ؛ له همدې امله هغه مبارک د “ذو النور” (د رڼا څښتن) په نامه یادېده.

هغه مبارک زیاتوي: پلار مې راغلی، ور ته مې کړه: له مانه ازاد شه! نه زه ستا خپل یم، نه ته زما خپل یې.

هغه راته کړه: ولي زویه؟! ور ته مې کړه: ما د اسلام دین ومانه! د محمد (صلی الله علیه واله وسلم) پیروی یم. هغه را ته ویل: زویه! زما دین هم ستا دین . اسلام یې و مانه، ښه یې وپاله. بیا مې مېرمن مخې ته راغله، ور ته مې کړه: له مانه آخوا شه، زما و ستا تر منځ د خپلوۍ کومه رشته نشته. هغې راته کړه:

 وما ذاك بأبي وأمي أنت!

څه دي؟ له تانه زما مور او پلار قربان شه!

ورته مې ویل: ما د اسلام سپېڅلی دین منلی! د محمد (صلی الله علیه واله وسلم) پیروی یم، اوس ته و ماته حلاله نه یې، نه زه ته حلال یم. هغې را غبرګه کړه: زما دین ستا دین دی! ور ته مې کړه: ولاړه شه، په هغه اوبو غسل وکړه، پاکه شه بیا راشه. هغه مبارک وایي: همداسې یې وکړل، راغله، اسلام یې ومانه، بیایې ډېر ښه وپاله.

که ځير شو؛ موندلای شو، چې دا د ریښتنې مینې راز دی، چې هغه مبارک دومره اوږده مسافه، له مکې تر خپله ښاره د اوښ پر شا طی کړه؛ له رسېدو سره سم یې په “دعوت الی الله” پیل وکړ، وړاندې له دېنه، چې د سفر له ستړیاوو نه هوسا شي.

هغه مبارک وایي: قوم (دوس) مې اسلام ته را وبلل؛ خو هغوی انکار وکړ. نبي علیه السلام مبارک ته راغلم، ور ته مې ویل: اې د الله پاک رسوله! په دوس قبیله کې زنا او سود عام شوي، ته دعا ور ته وکړه! هغه مبارک لاسونه پورته کړل، ویې ویل:

” اللهم اهد دوساً “

ژباړه: اې الله پاکه دوس ټبر ته هدایت وکړه!

بیرته د قوم پر لور و خوځېدم – هغه مبارک وایي: دا مهال نبي علیه السلام مبارک، هجرت و مدینې منورې ته پیل کړی و – هغوی مې بیا د اسلام پر لور دعوت کړل، تر دې چې ځینو یې اسلام و مانه.

له هغه علیه السلام مبارک سره له مانه د “بدر، احد او خندق” غزاګانې پاتې شوې.

وروسته د ۸۰ کورونو په ملتیا د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) و لور ته و خوځېدم. بیا هغلته وم، تر څو مکه مکرمه فتحه شوه.

هغه مبارک د هجرت په اتم کال، په خپل لاس “ذوالکفین” مشهور بوت وسوزاوه، چې له امله یې ډېری وګړي په اسلام مشرف شول.

هغه مبارک قراٰن کریم، له “ابی بن کعب” رضی الله تعالی عنه یزده کړ….

  د هغه مبارک وفات:

کله چې نبي علی السلام مبارک له دې فاني نړۍ نه وکوچېد، ډطر عرب مرتد شول – العیاذ بالله – صحابه کرامو د هغوی د وژلو امر صادر کړ، ابو بکر الصدیق (رضی الله تعالی عنه) لښکرې واستولې د هغوی د وژلو له پاره. یاد اتل یې د “مسیلمة الکذاب” د وژلو له پاره، د خپل زوی( عمرو) په ملتیا، ولېژل. د لارې په اوږدو کې مې خوب وليد، ملګرو ته مې کړه: خوب مې ولید، تعبیر یې راکړئ! هغوی راته کړه: څنګه؟ ور ته مې کړه: وینم، چې سر مې خرېیلی وي، زما له خولې نه یو مرغه ووزي، یوه ښځه را سره ملاقات وکړي، ما په خپل شرمګاه کې ننباسې، زما زوی لا لهانده زما لټه کوي؛ خو زما او د هغه تر منځ پرده وي! هغوی راته کړه: ښه خوب دی؟

هغه مبارک زیاتوي، چې ما په الله قسم! ما یې تعبیر په دې توګه وکړ: د سر خرېیل مې، د غوڅولو په مانا تعبیر کړ، مرغه مې خپل روح و ګاڼه، کومه ښځه چې زه یې په ځان کې پټ کړم؛ هغه مې په قبر تعبیر کړ، چې زه به په کې دفن کېږم، د زوی لټون مې په دې تعبیر کړ، چې هغه به زه د شهادت تر شیبو و نه وینم….

همداسې وشول، یاد اتل د یمامه په غزوه کې په شهادت ورسېد؛ زوی یې له ده نه وروسته په یرموک کې د شهادت شیرین جام نوش کړ – رضی الله عنهم اجمعین وحشرنا وإياهم في زمرة سيد المرسلين نبينا محمد والحمد لله رب العالمين وصلى الله وسلم على نبينا محمد وعلى آله وصحبه أجمعين.

په لږ اختصار.

لیکوال، لیکنه له لاندې مآخذونو نه اخیستې.

——————————–

طبقات ابن سعد 4/237 ثقات ابن حبان 3/203 تاريخ دمشق25/11 الاستيعاب 1/228 الإصابة 2/66

 نحوه عند  البيهقي في دلائل النبوة (2108) وأبي نعيم في دلائل النبوة (186) وفي معرفة الصحابة (3500) سيرة ابن هشام 1/382  المنتظم 1/469 عيون الأثر 1/184 سير أعلام النبلاء 1/345 البداية والنهاية 3/123 سبل الهدى والرشاد 2/417

دلائل النبوة للأصبهاني 1/312 سيرة ابن هشام 1/382 الوفاء بأحوال المصطفى 1/206 الاكتفاء للكلاعي1/272

الوافي بالوفيات 16/264 الإصابة 2/67 سبل الهدى والرشاد 2/418

(5)  ابن سعد 4/238 والبيهقي في دلائل النبوة (2108) وأبو نعيم في دلائل النبوة (186) وفي معرفة الصحابة (3500)وابن عساكر في التاريخ 25/12 المراجع السابقة والاستيعاب 1/230 المنتظم 1/469  سير أعلام النبلاء 1/345

 روى البخاي (2720) ومسلم (4586).(8) رواه ابن عساكر في التاريخ 25/12والأزرقي في أخبار مكة 1/131 نحوه انظر: طبقات ابن سعد 2/157سيرة ابن هشام 1/385 أسد الغابة 2/ 41 عيون الأثر 1/185 الاستيعاب 1/230 زد المعاد3/495 المقتفى من سيرة المصطفى 1/212 الإصابة 2/66 سبل الهدى والرشاد 6/210

 رواه حنبل بن إسحاق في الفتن (42) وابن عساكر في تاريخ دمشق 25/8

رواه مسلم (167)

  البيهقي في دلائل النبوة (2108) وأبو نعيم في دلائل النبوة (186) وفي معرفة الصحابة (3500) وانظر : أسد الغابة 2/41 التحفة اللطيفة في تاريخ المدينة الشريفة (1861)

 رواه ابن سعد في الطبقات4/240والحاكم (5133) وابن عساكر في تاريخ دمشق 25/13 وانظر : كنز العمال 13/554  المنتظم 2/469 الإصابة 2/196.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close