د طفيل بن عمرو الدوسي رضي الله عنه ژوند ته لنډه کتنه / لومړۍ برخه

را ټولوونکی: د. نايف بن أحمد الحمد
ژباړه: م. حمد الله دانشمند
“طفیل” رضی الله تعالی عنه په عربو کې د اسلام او جاهلیت په دور کې یو مخکښ مشر او سردار و. هغه مبارک یو فصیح وګړی او د  شعر او حکمت په ډګر کې نوموتی شخص و. د “دوس” د ټبر د مشر په توګه پاتې شوی؛ په ریښتیا سخي، عزتمن او مېړنی انسان و، د خپلو پیروانو تر منځ یوه منل شوې څېره وه.
د هغه مبارک نسب:
نوم یې “طفیل” د پلار نوم یې “عمرو/عبد عمرو” د “دوس” له ټبر سره تړاو لاره. هغه مبارک د “ذو النور” په نامه هم یادېده.
د هغه مبارک اسلام:
ابن اسحاق رحمه الله تعالی په خپل سیرت کې راوړي: نبي علیه السلام مبارک خپل ټبر ته تل نصیحت کاوه، هغوی یې له هغه بد حالت نه، کوم چې ور سره مخ وو، د نجات او خلاصون لارې ته را بلل.
کله چې لوی الله پاک هغه (علیه السلام) د قریشو له بېلا بېلو دسیسو او سازشونو نه و ژغورل؛ هغوی یوه بل ناوړه تکتیک ته موخه کړه، هغه دا، چې له نږدو او لرو پرتو سیمو نه، راتلونکي عرب یې له هغه مبارک نه و کرکې ته هڅول او وېرول یې، تر څو یې هغوی له ملاقات او راشه درشي نه ډډه وکړي.
د یادو وګړو له مینځ نه، یو د عمر ځوی، طفیل – رضی الله تعالی عنه – و.
داچې هغه مبارک څنګه اسلام قبول کړ، له هغه نه یې واورئ!
هغه مبارک وایې: زه یو شاعر او په خپل ټبر کې ښه ستانه شخص وم. مکې مکرمې ته راغلم، د قریشو له ځینو مخورو وګړو سره مې لیده کاته وشول. هغوی راته کړه: طفیله! ته یو وتلی شاعر او په خپل قوم کې ستانه او منل شوی شخصیت یې! مونږ وېره لرو، چې د همدې سړي (نبي علیه السلام) له خبرو اترو به اغېزمن شې؛ ځکه د هغه خبرې سحر (جادو) ته ورته دي، پام! چې د هغه له تا او ستا له ټبر سره، زمونږ او زمونږ د قوم په څېر، ملاقات ونشي؛ ځکه هغه سړی او زوی، سړی او ښځه، سړی او پلار سره بېلوي. د هغه علیه السلام په اړه یې دومره څه راته وویل، چې له ځان سره مې دا فیصله وکړه، چې جمات ته د ور ننوتو پر مهال به خپل غوږونه تړم.
هغه مبارک وایي: په غوږونو کې مې پنبه کېښودل، د سهار د لمانځه پر مهال جمات ته ور ننوتم، هغه علیه السلام مبارک په جمات کې ولاړ و، ور ته نږدې و درېدم؛ الله پاک د هغه مبارک څه وینا را واوروله. ځان ته مې کړه: دا ډېر ټیټ مقام او لوېدلی حالت دی، چې ځما په څېر یو غښتلی وګړی د ښه او بد تر منځ توپیر و نشي کړای، په الله پاک قسم! غوږ به یې خبرو ته نیسم، که یې وینا د منلو وړ وه، هرو مرو به یې منم، که ناسمه وه، ترې به ډډه وکړم. پنبه مې له غوږونو نه ایسته کړل، خبرو ته مې غوږ کېښود، هیڅ وخت مې د هغه مبارک تر خبرو، خوږې او ښکلې خبري نه وې اورېدلې. ځان ته ګډ یم: اې له هر عیب نه، پاکه ربه! تر نننۍ وینا مې هيڅکله ښه او ښایسته وینا نه ده اورېدلې!
هغه مبارک زیاتوي: انتظار مې وویست، تر څو هغه مبارک د کور په لور موخه کړه، ور پسې شوم، تر څو ور سره کور ته ننوتم، ور ته مې کړه: اې د الله پاک رسوله! ستا قوم راغلی، ستا په اړه یې را ته داسې.. هسې.. وویل. د هغوی ټولې ویناوې مې ور ته په زېر زبر بیان کړې. د الله پاک پیرزوینه وه، چې ستا ځنې خبرې یې زما غوږ ته ورسولې، داسې مې وپتېیله، چې دا حق دی. ور ته مې ویل: زه شاعر یم، راته غوږ شه! هغه علیه السلام مبارک راته ویل: در ته غوږ یم، ویې لوله.
بیا هغه علیه السلام مبارک راته ویل: راته غوږ شه، زه یې لولم. هغه مبارک،
 أعوذ بالله من الشيطان الرجيم بسم الله الرحمن الرحيم (
{قُلْ هُوَ اللَّهُ أَحَدٌ…} ترپایه، {قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ الْفَلَقِ…} تر پایه، {قُلْ أَعُوذُ بِرَبِّ النَّاسِ …} تر پایه ولوستل. راته یې د اسلام بلنه راکړه. په الله پاک قسم! چې هیڅکله مې د هغه مبارک تر وینا ښکلې وینا نه وه اورېدلې او نه مې له هغه مبارک نه، پرته دغومره د عدل او انصاف څښتن لیدلی و. سم د لاسه مې اسلام قبول کړ!
قریشو ته د هغه مبارک داسلام خبر ورسېد. هغوی وېراوه، چې د هغه مبارک ټبر (دووس) به هغه ته هرو مرو د اسلام په منلو زیان واړوي. هغه مبارک د شعر په ژبه ځواب ورکړ، چې په یوه برخه کې یې راځي:
((…فلما أن أملت إليه سمعي
سمعت مقالة كمشور شهد
وألهمني هدايا الله عنه
 ومبدل طالعي نحسي بسعدي…))
ژباړه: کله مې چې د هغه خبرو ته غوږ کېښود؛ نو د شاتو د لرګي په څېر خوږه وینا مې ترېنه واورېده.
الله پاک د خپلو لارښوونو الهام د هغه مبارک له امله راته وکړ. زما د بخت ستوری د هغه مبارک له برکته له بد حال نه، د ښه حال په لور و کوچېد…
دوهمه او وروستۍ برخه بیا…

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close