د ظلم شپه به خدای سبا کړي

نصیب ځدراڼ

تر پنځلسو کالو به هم راتیر شو، د تیرې میاشت کیسه به وکړو !

څو شپې مخکې په ننګرهار کې د یوه حاجي مبارکۍ ته راغلیو خلکو باندې بمبار وشو، بیا د طالبانو په یوه زندان بمبار وشو او ۳۳ افغان سرتیري پکې ووژل شول، په شیرزادو ولسوالۍ کې په کور بمبار وشو او ۲۳ تنه شهیدان شول، په روزګان کې په ملکیانو بمبار وشو او ۳۰ تنه شهیدان شول، په وروستیوکې  بیا کندوز د امریکایانو د وحشت ښکار شو.

ولسمشره !

که ستا لُور ( مریم ) په یادو شويو پېښو کې وژل شوې وای، حتماً به دې د روان قتل عام د مخنيوي لپاره یو څه هڅه کړې وه .

هغه شپني عملیات د کومو اجازه چې د کرزي د حکومت نه وروسته تا ورکړه، که په دغو عملیاتو کې ستا میرمن آغلې رولا غني بې خوبه شوې وای نو یقیناً به دې د شپینو عملیاتو د بندېدلو امر ورکړی و .

ولسمشره !

که ستا زوی طارق په چاپه کې زخمي شوی وای ، لارې بندې وای او روغتون ته هم ناوخته رسیدلی وای نو خامخا به دې زړه درد کړی و.

خو دلته کیسه بل ډول ده، لور او زوی دې په امریکا کې عصري ژوند تیروي، ته او رولا غني ارګ او د امریکا سفارت پورې بلد یې ، چې سر دې په خوږو شې دویمه ورځ جرمني ته لاړ شي ، د افغانستان د حالاتو نه دې میډیا او تراشلي همکاران خبروي.

ولسمشره!

د روسانو د وحشتونو نه وروسته  پنځلس کاله امریکایانو هم دلته ښه قصابې وکړه ، خو ستا د راتګ سره د افغانانو یو امید پیدا شوی و چې یو متفکر به مو ولسمشر شي ، ژوند به مو بدلون ومومي!!!

یقیناً د خلکو ژوند بدلون وموند ! د راتګ سره دې د دایمي اډو تړون امضاء کړ، د شپنیو عملیاتو اجازه دې ناټو ته ورکړه ، اردو ته دې امر ورکړ چې ډیسي ټوپونه په ړنده نښه استعمالوئ.

ولسمشره !

ستا د راتګ سره زموږ د ژوند د بدلون یو وړه بیلګه مو پرون په کندوز کې ولیده چې تر څلوېښتو زیات افغانان ستا د تړون د ملګرو په لاس ذبحه شول.

خو ستا عکس العمل مو هم ولید چې ۴۸ ساعته وروسته دې هم د دوی په وژلو څه غبرګون ښکاره نه کړ !

ولسمشره !

اوس خو زموږ حال د هغو چرګانو دی چې په یوه پنجره کې بندي وي ، قصاب یوه ترېنه راونیسي او ذبحه یې کړي نورې چرګې خوشحاله شي چې نن شپه خو پخیر تیره شوه.

خو دا هم مه هیروه چې آریاناچوک هم په خپل ځای دی ، مرستیال دې هم دوستم دی ، او افغانان هم قهرېدلي.

د ظلم شپه اوږده وي خو سبا لري

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close