د عاشوراء (دمحرم لسم ) فضیلت او حکم

لیک : مفتي نجم الاسلام

د اسلامي کال ړومبنۍ میاشت ته محرم الحرام وايي، اودمحرم الحرام لسمې ورځې ته عاشوراء وايي. عاشورا‌ء لفظ دعشرة نه اخستل شوی دی اوعشرة په عربي کې لسوته وایي.

فضیلت:

حضرت ابوقتادة رضي الله عنه فرمايي چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه دعاشورې دورځې (فضیلت) په باره کې پوښتنه وشوه ، نو(جواب کې یې) وفرمایل چې(ددغې ورځې روژه نیول) د تیر شوي کال (دګناهونو) کفاره ګرځي.

په یوروایت کې عائشه رضي الله عنها فرمايي: قریشو دجاهلیت په زمانه کې دعاشورې ورځ روژه نیوله او نبي کریم صلی الله علیه وسلم هم نیوله ، خو کله چې مدینې منورې ته راغی خپله یې هم (ددغې ورځې) روژه نیوله او (نورو صحابه کرامو ته یې هم) د روژې نیولو حکم وکړو، اوکله چې درمضان روژه فرض شوه نوبیايې وفرمایل چې څوک (دعاشورې دورځې روژه) ساتل غواړي ودې نیسي او که دچاخوښه وي نه دې نیسي. متفق علیه.

دعبدالله بن عباس رضي الله عنه نه روایت دی فرمایي: چې کله رسول الله صلی الله علیه وسلم مدینې منورې ته تشریف راړو نو یهود یې و کتل چې د عاشورې په ورځ روژه نیسي نورسول الله صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: دا کومه ورځ ده چې تاسو یې روژه نیسی؟ هغوی وویل: دا ډیره لویه ورځ ده په دې ورځ الله تعالی موسی علیه السلام اود ده قوم ته نجات ورکړی و او فرعون او دهغه قوم یې (په اوبو) کې غرق کړی و، نوموسی علیه السلام دغه ورځ دشکرانې په طور روژه نیولې وه نومونږه یې هم نیسو، رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: مونږ ډیر حقدار او بهتر یو ستاسونه (په دغه ورځ روژې نیولو باندې) نورسول الله صلی الله علیه وسلم دغه ورځ روژه ونیوله او صحابه کرامو ته یې هم دروژې نیول امر وکړ. صحیح مسلم باب صوم یوم عاشوراء.

دعاشورې(لسم دمحرم) روژې دساتلو حکم

په ابتداء داسلام کې د عاشورې دورځې روژه نیول فرض و بیا د رمضان میاشت روژه فرض شوه او د عاشورې فرضیت ختم شو البته فضیلت او سنت والی یې باقې پاتې شو، لکه علامه شامې رحمه الله لیکلي:

والظاهر أن صوم عاشوراء من القسم الثاني(ای من السنن الزوائد) بل سماه في الخانية مستحبا فقال ويستحب أن يصوم يوم عاشوراء بصوم يوم قبله أو يوم بعده ليكون مخالفا لأهل الكتاب. ردالمحتار کتاب الصوم.

ژباړه: داښکاره ده چې دعاشورې ورځې روژه د دوهم قسم(سنن زوائدو) نه ده بل کې په خانیه (فتاوی) کې یې ورته مستحب ویلي دي فرمایي: دعاشورې دورځې روژه نیول مستحب دي سره دیوې مخکینۍ یا وروستنۍ ورځې د دې لپاره چې د اهل کتابو(یهودو) سره مخالفت راشي.

اودبیهقي روایت دی

أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال :« لئن بقيت لآمرن بصيام يوم قبله أو يوم بعده يوم عاشوراء». سنن کبری للبیهقي باب صوم یوم التاسع.

ژباړه: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: که آینده کل ژوندی پاتې شوم نو خامخا به (خلکوته) حکم کوم په روژې نیولو یوه ورځ مخکې دعاشورا نه یا یوه ورځ وروسته دعاشورا نه (ددې لپاره چې دیهودو سره مشابهت ختم شي ځکه چې هغوی یوه ورځ روژه نیسي نو مونږ به یې دوه ورځې نیسو، خو بیا آینده کال نبې علیه السلام وفات شو).

په دغه ورځ په خپل اولاد د رزق پراخي راوستل:

3633 – عن أبي سعيد الخدري ، قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : « من وسع على أهله يوم عاشوراء وسع الله عليه سائر سنته » بیهقي باب صوم التاسع مع العاشر.

ژباړه: ابوسعید خدري رضي الله عنه فرمایي: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: څوک چې دعاشورې په ورځ په خپل اهل(کور افرادو) باندې فراخي د رزق راولي الله تعالی به ورباندې ټول کال فراخي راولي.

امام بیهقي فرمایي دا روایت اګرچې په ضعیفو سندونو سره نقل شوی دی خو د ډیروالي د سندونو دوجې نه قوي ګرځي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close