د عالِم مړینه: د ټول عالَم مړینه

آصف الله آصفي

د علم زده کړه پر هر مسلمان فرض ده خو هر مسلمان نشي کولای دغه ستره مرتبه ترلاسه کړي، ځکه دا د الله خوښه ده چې هغه چاته علم ورپه برخه کوي چې څوک د علم وړتیا ولري او بس.

ځکه خو الله تعالی فرمایی دي چی:

(يُؤتِي الْحِكْمَةَ مَن يَشَاء وَمَن يُؤْتَ الْحِكْمَةَ فَقَدْ أُوتِيَ خَيْرًا كَثِيرًا وَمَا يَذَّكَّرُ إِلاَّ أُوْلُواْ الأَلْبَابِ)

یعنی الله تعالی هغه چاته علم ورپه برخه کوي چې د علم وړ یې وبولي، او الله تعالی چې هر څوک د علم وړ وبولي او علم ورپه برخه کړي نو هغه بیا د ستر خیر څښتن وګرځي خو د دې کار حکمت له عاقلانو پرته بل څوک نشي درک کولای.

آسماني آیتونه د عالمانو په اړه خلکو ته ډیرې سپارښتنې او لارښوونې کوي خو یواځې عقل لرونکي اشخاص کولای شي هغه سم درک کړي، او هغه څوک یې نشي درک کولای او نه یې د درک وړتیا لري چې په اړه یې الله تعالی فرمایلی دی چی:

(وَلَقَدْ ذَرَأْنَا لِجَهَنَّمَ كَثِيرًا مِنَ الْجِنِّ وَالْإِنْسِ ۖ لَهُمْ قُلُوبٌ لَا يَفْقَهُونَ بِهَا وَلَهُمْ أَعْيُنٌ لَا يُبْصِرُونَ بِهَا وَلَهُمْ آذَانٌ لَا يَسْمَعُونَ بِهَا ۚ أُولَٰئِكَ كَالْأَنْعَامِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ ۚ أُولَٰئِكَ هُمُ الْغَافِلُونَ).

یعنی: حقیقت دادی چې مونږ په جهنم کې د غورځولو لپاره ډیری پیریان او انسانان پیدا کړي دي، او دا هغه پیریان او انسانان دی چې زړونه لري خو ادراک او پیژندګلو پرې نشي کولای، سترګې لري خو حقیقت پرې نشي لیدلای، غوږونه لري خو حقیقت پرې نشي اوریدلای، دا خلک د چارپایانو په څیر دي بلکې له چارپایانو هم بدتر دي، او دا هغه ډول خلک دي چې په غفلت کې پراته دي.

د پورته آسماني آیتونو په لوستلو سره هر عاقل انسان پوهیږي چې نن سبا زمونږ په کفر ځپلو ټولنو کې څه روان دي، نن سبا چې د پورته آیت په مصداق برابر کوم چارپای ډوله انسان ومری او یا ووژل شي نو ټول چارپای رقمه انسانان پری د شیطان د خوښۍ او د خپل خدای تعالی د قهریدا لپاره اوښکي تویوي خو که یو عالم چې په پورته ذکر شوي آیت کی یې الله په اړه فرمایلی (چې هغه چاته علم ورپه برخه کوم چې وړ یې بولی) بیا همدغه چارپای رقمه انسانان یې پر خلاف خپلې شیطانی خولې راخلاصوي او بدې ردې ورپسې وایی، ځکه نو الله تعالی یی په اړه فرمایی چې دا ډول خلک د خپل راتلونکی جهنمی بد حالت نه په غفلت کي دي.

په داسې حال کې چې د یو غیر عالم مرګ یو عادی مرګ وي، او د یوه عالم مرګ د پوره عالَم مرګ دی، خو چارپای ډوله خلک نور د خدای او د هغو د رسول لارښوونو ته نه غوږ نیسي او نه ورته وخت لري او نه ورته اعتناء کوي، چې په همدې حالت کې پخپله هم ومري او د خدای تعالی حساب او کتاب ته ورشي.

حدیث شریف کی عالمان د پیغمبرانو وارثان ګڼل شوي دي، خو سره له دې هم چارپای ډوله خلک عالمان ښکنځي، او سپکې سپورې پسې وایی. حال دا چې د عالم ښکنځل، سپکول، وژل د پیغمبرانو تر ښکنځلو، سپکولو او وژلو کم نه دي.

په مسلمانانو کې د دا ډول چارپای رقمه خلکو زیږیدلو یو ستر لامل هم د غربي میډیا ستر اغیز دی، هغه میډیا چې ټوله د یهودو او نصاراو په لاس کې ده، او خورا ستره پانګونه یې پرې کړې ده.

له ځان نه غافلو مسلمانانو باندې غږ کوم چې:

راویښ شئ، خپل عقل په کار واچوئ، د عالمانو په مرګ خوښي مه کوئ، او د عالمانو د دښمنانو پر مرګ اوښکې مه توئ. د الله او د هغه د رسول لارښوونو ته رجوع وکړئ مخکې له دې چې پر تاسې هم خاورې واړول شي او د خپل خالق حساب کتاب ته په یواځۍ ځان وړاندې شئ. د توبې دروازې خلاصې دي سر له نن نه خدای ته توبه تایب شئ.

پدې پوه شئ چې علم هر ډول انسان ته نشي ورپه برخه کیدای او هر چاته چې ورپه برخه شو هغه د لوی خیر څښتن وي نو د لوی خیر څښتن مه وژنئ او په مرګ یې خوښي هم مه کوئ بلکې د اوښکو پر ځای پسې وینې توی کړئ، نو د عالم سره ناسته، د هغه سره مینه د هغه احترام، د هغه خدمت، د هغه نه دفاع، او بالآخره د هغه نه علم حاصلول، او د هغه دعاوي ترلاسه کول هم هر چاته نشي حاصلیدای، یواځې همغه چاته چې خدای تعالی ورته د خیر او ښې راتلونکی اراده کړی وی.

خو برعکس هغه څوک چې له عالمانو لرې تښتې، له هغوی نفرت کوی، د هغوی بې ادبي کوی، هغوی ازاروي، هغوی وژني، او د هغوی ښیراوی اخلی، هغوی دې په دې پوه شي چې له ایمان نه خلاص او مړینه د جاهلیت مړینه ده، او ځای یې هم بالآخره دوزخ دی.

نور مو خوښه چې د خیر په لار سفر کوئ او که د شر، ځکه چې الله تعالی هر انسان ته د خیر او شر دواړه لارې په روښانه ډول ښودلي او په دواړه لارو د تګ اختیار یې هم ورکړی: الله تعالی فرمایلي دي:

( أَ لَمْ نَجْعَلْ لَهُ عَيْنَيْنِ «8» وَ لِساناً وَ شَفَتَيْنِ «9» وَ هَدَيْناهُ النَّجْدَيْنِ)

     ایا مونږ انسان ته دوه سترګې ندي ورکړي؟ او یوه ژبه او دوه شونډې مه ندې ورکړي؟ او د خیر او شر دوه لارې مو ورته ښودلي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close