د عراق پلازمینه بغداد کې پر یوه جومات غبرګو بریدونو ۶۵ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

کابل ټکی کام ۰۸کب/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
نړیوالو خبري رسنیو خبر ور کړی دی، چې د عراق هېواد پلازمینه بغداد کې پر یوه جومات دوه غبرګ بریدونه شوي دي، چې له کبله یې ۱۵ کسان مړه، او څه د پاسه ۵۰ کسان نور ټپيان دي.
خبري رسنیو د ځايي سرچینو له قوله لیکلي دي، چې:
«لومړي بریدګر د جومات په منځ کې خپل ځان ته انفجار ور کړ، او بیا وروسته امنیتي کسانو د چاودنې د غږ په اورېدو سره ځانونه د پېښې ځای ته را ورسول، او د ټپيان په ژغورلو بوخت ول، چې دویم بریدګر د ګڼې ګوڼې په منځ کې خپل ځان ته انفجار ور کړ.»
چارواکو ویلي دي، چې د یو شمېر ټپيان روغتیایي حالت د اندېښنې وړ دی.
په یاده پېښه کې ۴ وژل شوي کسان امنیتي سرتېري دي.
لا تر دا مهاله پورې د برید مسئولیت کومې ډلې نه دی منلی، خو سیمه ییزو امنیتي چارواکو د برید پړه پر داعش ترهګره ډله ور اچوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close