د عزيزالله کاروان وژنه او څو خبرې

تميم توفيق

پخوانی اربکی او اوسنی د صفر يک قطعې قومندان عزيزالله کاروان دوه ورځې وړاندې (2018-06-27) ماښام مهال د کابل په مکروريان سه سيمه کې د طالبانو لخوا په غلچکي بريد کې ووژل شو. په ټولنيزو رسنيو کې د نوموړي د رخصتيدو په اړه دولت او اربکي پلوي فعالان خورا غمجن شول او طالب پلوي بيا پرې خوښ و، دغه راز يو شمېر امريکايي تبعه افرادو هم د نوموړي وژل له ظلمونو څخه د افغان ولس خلاصون وبللو.

دې کې شک نشته چې د کاروان وژنه د طالبانو لپاره يوه لويه لاسته راوړنه ده؛ ځکه چې نوموړی د هيواد په جنوب ختيز کې د طالبانو د تحرکاتو په وړاندې لوی خنډ و، او دا هم واقعيت دی چې مرګ يې د دولت او امريکايي اشغالګرو لپاره لويه ضايعه ده او ښايي د دې خلا په ډکولو هيڅکله بريالي نشي؛ دا ځکه چې کاروان د امريکايانو هغه وفادار ملګری و چې هيڅ ارزښت يې نه پيژاند او د امريکايي اشغال د کاميابۍ لپاره منډو ترړو ته يې هيڅ پوله او سرحد نه لاره.

همدا وجه وه چې جنوب ختيز کې يې د طالبانو هر ډول تحرکاتو ته تقريباً د پای ټکی ايښی و؛ ځکه خو په دې وروستيو کې د امريکايانو د خوښې او باور سړی ترې جوړ شو او هغوی يې د نورو دولتي قومندانانو په نسبت هر راز همکاري ته په هر حال کې اماده وو.

او همدا وجه وه چې هغه اربکي او امريکا پلوي افراد، چې په عزيزالله پورې يې هيلې تړلې وې، په وژنه يې سخت خواشيني شول، دومره خواشيني چې د کاروان د يو نوک بلا يې په ټولو دولتي چارواکو وګرځوله، دومره هيجاني چې په ناشعوري ډول يې له يرغلګرو امريکايانو او د هغوی له مخلصو ملګرو سره په زړه کې پټه مينه او له دولت او چارواکو سره کرکه ښکاره کړه.

دوی ځکه نه ګرموو چې امريکايي ګټو ته وفادار او زړور ملګری يې د دولتي چارواکو په منځ کې ووژل شو، خو د ډزو په اوريدو، چارواکو ويل چې د دوو کورنيو تر منځ شخړه شوې، له دې علاوه يې دا لويه ناځواني وکړه چې د عزيزالله جسد يې يوې کرايي سراچې ته ورکړ، تر څو يې تر اورګون پورې ورسوي، چې دا د نوموړي د ملګرو په اند د چارواکو لويه بې وفايي، بې غوري، بې احترامي او بزدلي ده.

په عزيزالله خوابدۍ په طالبانو هم اعتراض کوي چې بزدلانه حمله يې پرې کړې او له شا يې وژلی دی، دوی وايي که طالبانو غيرت درلودای نو په اورګون کې به يې ورسره مخامخ مقابله کړې وه.

خو دوی په دې اعتراض کې ځکه خطا بلل کيږي چې عزيز الله د طالبانو دښمن و او دښمن ته چې هر وخت او هر حال کې وار برابر شي، وژل يې يوه کاميابي ده. طالبانو په کاروان څو ځله بريدونه کړي، چې روغ ترې وتلی، مګر دا ځل يې په داسې ځای کې په نښه کړ چې نه کاروان او نه يې ملګرو تمه يا ويره لرله.

بل دا چې عزيزالله هم په اورګون کې طالبانو ته په ټټر نه دی دريدلی، ده هم په سلګونو اربکيانو کې پوښلی، په زغروالو ټانګونو کې پټ او د امريکايي هوايي ځواک په ملتيا ډاډه يوې او بلې ولسوالۍ ته تګ راتګ کاوه.

که د دې بې طرفه خو تريخ واقعيت له امله د طالب ټاپه راباندې نه لګوئ؛ نو وبه وايم چې طالبانو بزدلانه نه بلکې غيرتمندانه ګوزار کړی؛ ځکه کابل ته په وسله سمبال ننوتل لوی زړه غواړي، هلته د دښمن وژنې موقع ته انتظار او څار يې هم د دلاورو خلکو کار دی او بيا د مکروريان سه په څير ګڼ ميشته او چک پوسټونو پوښلې سيمه کې د عزيزالله غوندې يو مهم فرد له منځ وړل د هر چا کار نه دی او د دښمن له وژلو وروسته د دښمن له سيمې بيرته روغ رمټ وتل يا بيا د بل ښکار په انتظار کيدل هم يو نيم سړی انجامولی شي.

دريم دا چې طالب په زمکه په زوړ موټرسايکل ناست وي، خو دولتي هوايي ځواک يې له لسګونه متره فضا څخه ولي، طالب په خوب ويده او يا بې پروا وي، مګر امريکايي الوتکې يې له سلګونه متره لوړې هوا څخه په نښه کړي. بالمقابل طالب په شکيدلو بوټانو کې کابل ته راځي او هلته د امريکايانو يو وفادار شخص په نښه کولو وروسته ځان هم خلاصوي، دغه دلاوري که موږ بزدلي بولو، د عقل او منطق په نوم به څه نه پېژنو.

لنډه دا چې له عزيزالله سره هم دولت ناځواني او بې وفايي وکړه او هم امريکايانو. د عزيزالله په څير نظامي اشخاصو سره چې دغسې بې پروا چلند کيږي او له مرګ وروسته بې ګټې پردی بلل کيږي، د ټيټو پوړو مامورينو او عسکرو سره خو ممکن بد سلوک ووينو؛ نو زما په نظر د دې تر مطلبه يارانو چارواکو پلويانو ته مناسبه او ښه ده چې سر له اوسه يې له ملګرتيا لاس په سر شي او د خپلو کليوالو په منځ کې عزتمندانه او ابرومندانه ژوند ته راوګرځي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close