د علي پور نیول، غبرګونونه او د حکومت چوپتیا / نعمان لطیف

نعمان لطیف

طالبان ادعا لري چې اشغالګر امریکایان زموږ هېواد کې دټولو ناخوالو، بدبختیو او ورانیو عاملین دي او هرې بدمرغي له دوی زېږدي او تر شاه یې ددوی لاسونه دي.

وخت هم ثابته کړې ده چې کومو هېوادونو ته امریکایان تللي دي، هلته یې امنیت تالا ترغه کړی دی او دهغه هېواد اتباع یې له اوږد مهاله بدمرغیو سره لاس او ګرېوان کړي دي.

امریکایان په لومړیو کې کوښښ کوي دزور او زر له لارې مخالف ملت ایل کړي او بیا د دوی له منځه داسې یو روبوټ پرې واکمن کړي چې تل ددوی په رېموټ وناڅي.

امریکایان مات دي او پر هغو افرادو چې دوی پرې زړه تړلی ؤ، او اعتماد یې پرې کړی ؤ تر توقع زیات بېکاره او نهایت کمزوري ثابت شوي دي. اوس په پرلپسې توګه لګیا دي رنګ په رنګ سازشونه را مخ ته کوي، ترڅو له مېړنیو افغانانو دخپلې ماتې، ذلت او خجالت غچ واخلي او ګران هېواد افغانستان په تلپاته بدمرغیو کې لتاړ کړي.

په همدې هیله یې دداعش پروژه زموږ هېواد ته راوړه. دلته یې په لوړه کچه کمپاین ورته وکړ، اکمال یې کړ او آن له عراق او سوریه یې په چورلکو کې را انتقال کړل.

داعشیان چې دوهابیت له ادرسه غږېدل زموږ په مذهبي ټولنه کې دعراق او سوریه په څېر نفوذ ترلاسه نشوای کړی،په معمولي ساحه کې طالبانو محدود او ایسار کړه او اوس کابو په ختمېدو برېښي.

دداعش په ملاتړ په نړیواله کچه د امریکایانو رسوايي چې بدله کې یې طالبانو ته سیاسي نفوذ ترلاسه شو، او بیا هم دداعشیانو ناکامي هغه څه دي چې امریکایان یې بل سازش ته مجبوره کړل.

په کابل کې دمیلادالنبيﷺ په لمانځغونډه کې انفجار، ورپسې کابل کې دعلماؤ شوری دمشر ملا عبدالبصیر حقاني له خولې دفاطمیونو پر نوم ډلې یادونه، او دستي دعبدالبصیر حقاني وژل، او بیا جوخت د امریکایانو له لورې د عبدالغني علي پور په نوم داسې څوک په دې تور نیول چې ګویا دفاطمیونو مشر دی، او بیا یې دپلویانو له لورې بلوا، او غوغا جوړول د نوي پیلېدونکي سازش برخه ده.

په اوس کې امریکایانو ته تر ټولو مهمه داده که په هر قیمت وي افغانستان کې داعش ته نفوذ پیدا کړي. د میلاد النبي ﷺ په غونډه کې انفجار، دملا بصیر حقاني وژل، د علي پور نیول، او غبرګون کې یې په پلازمینه کابل کې دشیعه مذهب لږکیو له لورې غوبل، غوغا او واوېلا جوړول هغه څه دي چې دداعش مینه وال زیاتوي او همدا د امریکایانو عمده هدف دی.

علي پور د وردګ ولایت په بهسودو کې غلاوې کولې او دپیسو بدل کې قتلونه یې دنده وه. د ملي امنیت پخواني مشاور حنیف اتمر کابل ته راوست او دفاطمیونو ډلې مشري یې ورته وسپارله.

هغه مهال په عبدالغني علي پور پسې د وردګ ولایت دځایی خلکو شکایتونه زیات شول چې له امله یې ملي امنیت د علي پور د نیولو تابیا ونیوله خو حنیف اتمر یې تر مینځ شو او علي پور یې له ساحې روغ رمټ وویست.

امریکایانو چې د اشغال په پیل کې یې دپیسو په زور د لږکیو ملاتړ واخیست، په پرېمانه او بې حسابه ډالرو یې وپړسول، دحامد کرزي په واکمنۍ کې یې له جوالیتوب تر والیتوب او تر وزارتونو ورسول، او د لږکیو زیات تعداد یې په وزارتونو کې په لوړو بستونو مقرر، او د پلازمینې کابل په مختلفو سیمو کې مېشت کړل.

اوس امریکایان غواړي هغه لږکي چې له اتلس کلونو یې نازولي دي په سازشونو کې لتاړ کړي او پر مټ یې افغانستان په دوامداره بدبختیو واړوي.

ددغو لږکیو تخریبي اعمال دکابل او امریکایانو له لورې قصدي ترسره کیږي. ددې لپاره چې په سیمه کې داعشیانو ته نفوذ پیدا کړي او بیا له همدې نفوذ په استفاده، په سیمه کې امریکا مخالف جهتونه وننګوي او یا هم په سیمه کې نه ختمېدونکی جنجال جوړ کړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close