د عيسوۍ نجلۍ آسيې مدافع وکیل له پاکستانه وتښتېد

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۱۵)

په پاکستان کې دين ته په سپکاوي د تورنۍ نجلۍ (اسيې) مدافع وکيل خپل هېواد پرېښی او هالنډ ته تللی دی.

د پاکستاني رسنيو د راپور له مخې، دوه شپيته کلن سيف الملوک هالنډ ته د سفر پر وخت په ميدان هوايي کې د يوه خبري کنفرانس پر مهال وويل چې دی د هېواد پر پرېښودو نه دی خوشحاله په وينا يې چې د نړيوالو ادارو په فشار له هېواده بهر وتلو ته اړيستل شوی دی.

هغه ويلي، ملګرو ملتونو ورته خبرداری ورکړی چې ژوند يې له خطر سره مخ دی او بايد پاکستان پرېږدي زياتوي چې د ګواښونو له ويرې يې درې ورځې په اسلام اباد کې په اروپايي سفارت کې تيرې کړې په وينا يې نه يې غوښتل چې د اسيې له خوشې کېدلو پرته هېواد پرېږدې.

دغه راز نوموړي د هالنډ په هاګ کې رسنيو ته وويل، چې دی تر اوسه نه دی خبر چې اسيه چيرې ده.

پر عيسوۍ اسيې تور دی چې په ۲۰۰۹کال کې يې د اسلام پيغمر حضرت محمد صلی الله عليه وسلم ته سپکاوی کړی چې د پاکستان دو محکمو همغه مهال د اعدام سزا ورته واوروله خو شاوخوا يوه اوونۍ کېږي چې اسيه د پاکستان د سترې محکمې له لوري خوشې شوه.

د سترې محکمې له خوا د خوشې کېدو پر فيصلې په ټول پاکستان کې د تحريک لبيک ګوند په ګډون يو شمير اسلامي ګوندونو مظاهرې او لاريونونه وکړل، لويې لارې او بازارونه يې وتړل.

خو له درې ورځو لاريونونو وروسته د لبیک ګوند او حکومت تر منځ هوکړه وشوه چې مظاهرې به نه کېږي خو حکومت دې اسیه له پاکستانه بهر نه پريږدي، پر فيصله دې بيا کتنه وشي، په مظاهرو کې نيول شوي کسان دې خوشې کړای شي.

نن د تحريک لبيک ګوند يوه مشر افضل قادري ويلي، که دوی سره شوې هوکړې عملي نه شي دوی به يوځل بيا لاريونونه پيل کړي او لويې لارې به وتړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close