د غاښونو سپينولو يوه بله نسخه

کابل ټکی کام ۲۶میزان/۱۳۹۴

قدرت الله حسین

ټول غواړو چې غاښونه مو سپين او ښايسته وي، روغتيا پوهان د غاښونو د سپين ساتلو لپاره ډول ډول نسخې په ګوته کوي، خو په تازه څېړنو کې ډاکټرانو ويلي دي، چې هر څوک کولای شي په طبيعي ډول او پرته د کوم درمل خوړو خپل غاښونه سپين کړي.

ترکيب:

د غاښونو کريم

د کاشوغې څلورمه برخه خميره

همدا اندازه بېکنګ پوډر

او د يوې کوچنۍ کاشوغې څلورمه برخه مالګه

طريقه:

د غاښونو برس را واخلئ، کريم ورباندې پورې کړئ، له پاسه پرې د خميرې، بېکنګ پوډرو او مالګې ګډوله واچوئ، بيا پرې د لسو دقيقو لپاره غاښونه وموښئ، له هغې وروسته خوله ومينځئ او حيرانوونکې پايله ووينئ.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close