د غرب تالي څټي حکومت د خپلی بقا لپاره وروستي حربه استعمالوي

انجنیر عمیر ویاړ

د حکومت هره کړنه ملت او ولس د منطق په ترازو حتما تلي، او پوهیږي چی د حکومت کارونه د کومو موخو لپاره په لار اچولی کیږي، همدا لامل دی چی کله ملت په دی وپوهیږي چی حکومت د غلیم او دښمن په لارښونه روان دی نو وسلې ته لاس کوي او په انقلاب لاس پوري کوی، ځکه نن سبا منافق حکومتونه ډیر څه د خپل ملت ته پټ ساتي، ملت ته هغه څه ښکاره کوي چی قناعت یې پری حاصلیږي او جذبات او احساسات یې پرې مهار کوي.
تاسې ولیدلی چی له غرب نه راورد شوی حکومت د ډالرو په واسطه د ملت ډیری وګړي په دی قانع کړل څو آرام و اوسي او د مفسد او د یهودو او نصاراو په لاس تپل شوي حکومت پر ضد له پاڅون نه لاس واخلي، او له بلې خوا غربیانو د تزویر نه هم کار واخیست او په څنګ کې یې د زور له استعمال نه هم ډډه نده کړي.
خو اوس چې زیاتره ملت په دی پوهیدلی چی د دغه شړلیدلی حکومت سلنه ورځ تر بلې د پردیو ډول ته په نڅیدا څرخیږي نو ورځ تر بلي یې له طالبانو سره محبوبیت زیاتیږي، او له بله پلوه امریکا هم پدی پوهیدلی چې د حکومت واګی یی نا اهله او بی کفایته خلکو ته په لاس ورکړی چې ملیاردونه ډالر یې بیځایه ضایع شول او مطلوبه نتیجه یې امریکایانو ته چې ورنکړه د کومې لپاره یې چې پانګونه کړې وه.
نو هم ملت او هم امریکا نور له دې حکومت نه لاس واخیست او دا سلنه ورځ تر بلې پورته روانه ده ځکه نو اوس لاسپوڅي حکومت غواړی څو ملت وویروي او د خپلې بقا لپاره وروستنۍ حربه په کار واچوي او هغه دا چې پر ملکي خلکو کله په یو ولایت کله په بل کې او کله په یوه ولسوالۍ او کله په بله کي کله په یوه کلي او کله په بل کلي کی او کله د یوه هیوادوال پر کور کله د بل هیوادوال پر کور د شپې په توره تیاره کې په وحشیانه توګه چاپې غورځوي، د کورونو دروازې په بمونو الوزوی پر کورونو بمونه غورځوی او ټول انسانان که هغه مشران دی که کشران او که ښځې دي او که نارینه ټول له مخې وژني.
فعلی ناکام شړیدلی او شرمیدلی حکومت خپله وروستۍ هڅه کوي څو له دې لارې ملت د ځان تابع او غلام کړي او خپله حکومتولي، فساد، غلا او رشوت اخیسته په دې توګه ژوندۍ وساتي او د طالبانو مخه له دې لاري ونیسي.
ټول هیوادوال اطلاع لري چې د چاپو لړي شدت موندلي او د خلکو د پاڅونو څپې هم ورځ تر بلې د لوړیدا په حال کی دی، چې وروستۍ چاپه یې د اندړو د غزني ده چې نن سهار پر یوه ټونس موټر ترسره شوه چې خورا بی وزله او بې ګناه خلک یې پکې په شهادت ورسول او هغه خلک یې هم له تیغه تیر کړل کوم چې د له ټونس موټر څخه د دغو شهیدانو د جسدونو د وراویستلو په موخه د یاد ټونس خواته ورغلي و.
ملت ته زیری ورکوو چی دا د فاسد حکومت هغه وروستۍ هلې ځلي دی کومې چې هغې مرغۍ ته ورته دي چې کله یې څوک حلالوي نو هر ډول پښې لاسونه وهي او کله په مښوکه باندې هم خپل دښمن باندي بریدونه کوي.
فاسد او مفسد حکومت نور د شړیدو په حال کی دی او په افغانستان کی به یو غښتلی او پاک حکومت د ملت په لاس سمسوریږي او له دغو ظالمانو سره به د دا ډول مظالمو د ذری ذری حساب وشي او دا ځل به د تیر په څیر هیځکله د عامی عفوي نه مستفید نشي بلکي هر ظالم قاتل او سفاک به د خپل جرم په سزا رسیږي ان شاء الله. او دا هر څه خدای تعالی ته آسان دی. او دا ورځ ډیره نږدی ده.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close