د غزني اوسېدونکي وايي، عسکرو يې کورونه او باغونه ويجاړ کړي

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۱۹)

د غزني اوسېدونکي وايي، دولتي ځواکونو يې په بېلډوزرنو کورونه او باغونه ويجاړ کړي او دروند تاوان يې ور اړولی دی.

د غزني ښار ته په درې کيلو مترۍ کې پروت د «ده خدایداد» کلي اوسېدونکي وايي، عسکرو د دوی د کورونو ديوالونو سربيره، د انګورو ګڼ شمير تاکونه خراب کړي، د باغونو سلګونه متره ديوالونه يې نړولي، لوټې او خاخونه يې په ويالو کې اچولي چې بيرته پاکول به يې څو مياشتې وخت ونيسي.

د دغه سيمې اوسېدونکي وايي، چې پوليسو په دې هدف دغه باغونه نړولي چې په وينا د غزني په وروستۍ جګړه کې له دغو باغونو او کورونو ډزې شوي خو دغه خلک وايي په ياده جګړه کې له دولتي ودانيو بلندمنزلونو او نورو دولتي دفترونو څخه هم پر پوليسو بريدونه کېدل (که انصاف او قانون وي هغه دې هم ونړول شي.)

د سيمې يو تن قومي مشر حاجي محمد یاسين وايي، که يې غږ وانورېدل شي او د باغونو نړولو تاوان ورنه کړي شي نو په لاریونونو به لاس پرې کړي لارې به وتړي.

په عين حال کې د غزني د والي وياند عارف نوري د کورونو نړول ردوي خو دا مني چې د باغونو ديوالونه يې نړول شوي په وينا يې له دغه سيمو په عسکر بريدونه شوي ځکه يې باغونه نړول شوي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close