د غزني قومي مشران او مدني فعالان: زورواکو په زرګونه جریبه ځمکه غصب کړې

کابل ټکی کام ۱۱ سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
زمونږ همکار د غزني ولایت د قومي مشرانو او مدني فعالانو له قوله وايي چې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې زورواکو او چارواکو په زرګونه جریبه ځمکه غصب کړې ده.
دوی همدا شان وايي، چارواکي لا تر دا مهاله نه دي توانېدلي چې له غاصبینو څخه خپلې ځمکې بېرته را وګرځوي.
له بلې خوا د غزني ولایت امنیه قومندان امین الله امر خېل د قومي مشرانو او مدني فعالانو د یادې ادعاء په تأیید کې ویلي دي، «پخپل توان به د زوراکو مخه ونیسو، هیچا ته اجازه نه ورکوو چې ځمکې غصب کړي.»
د یادولو ده چې د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د لوړپوړو چارواکو له لورې د ځمکو غصبول زیات شوي دي، خو لا تر دا مهاله یې د عمل په میدان کې مخه نه ده نیول شوې.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close