د غزني له ملکي روغتونه غلا شوی نوی زېږېدلی ماشوم پیدا شو

کابل ټکی کام ۱۷سلواغه/۱۳۹۴، احمدالله مهاجر
د غزني ولایت پولیس وايي، وروسته له هغې چې د غزني ولایت له ملکي روغتون څخه یو نوی زېږېدلی ماشوم د دغه روغتون د کار کوونکو له لورې غلا شوی وو، پیدا او خپلې کورنۍ ته وسپارل شو.
تېره هفته د غزني ولایت له ملکي روغتون څخه د دغه روغتون د کار کوونکو له لورې د یوې کورنۍ نوی زېږېدلی ماشوم غلا کړی شو، چې کورنۍ یې پولیسو ته شکایت وکړ، هغوی له خپلو تحقیقاتو وروسته نوی زېږېدلی ماشوم د دغه ولایت په پښتونستان نومي سیمه کې پیدا کړ.
د غزني ولایت د پولیسو د جرمونو رئیس محمد قاهر وايي، «د پولیسو د تحقیقاتو وروسته مالومه شوه چې د روغتون یوه کارکوونکي یو نوی زېږېدلی ماشوم د ۱۰ زره کلدارو او د یوې تولې طلا په بدل کې پلورلی دی.»
قاهر وویل چې دغه ماشوم د غزني ښار په پښتون اباد سیمه کې د پولیسو له لورې پیدا شو، او کورنۍ ته یې تسلیم کړی شو.
قاهر زیاتوي چې د دې عمل انګېزه اوس هم مشخصه نه ده، او د پولیسو له لورې یې تحقیقات دوام لري.
هغه وايي چې د روغتون دغه کار کوونکی چې نوی زېږېدلی ماشوم یې غلا کړی وو، نیول شوی دی.
د یاد نوي زېږېدلي ماشوم کورنۍ د میدان وردګو ولایت د جغتو ولسوالۍ اوسېدونکې ده.
د یادولو ده چې د میدان وردګ ولایت د جغتو ولسوالۍ اکثره مریضان او کاریګر غزني ښار ته د نږدېوالي له کبله راځي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close