د غزني مالستان ولسوالۍ طالبانو ونيوله

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، لړم ۲۱)

د غزني ولايت څخه د ورکړل شويو راپورونو پر بنسټ، د دغه ولايت مالستان ولسوالۍ تيره شپه طالبانو نيولې ده.

پرون د غزني د ولايتي شورا غړي نصير احمد فقيري ويلي و چې سلګونه طالبانو ولسوالۍ کلابنده کړې او پر دغه ولسوالۍ د حملې پلان لري.

دغه راز ويل کېږي، چې تيره ورځ ناوخته طالبانو د يادې ولسوالۍ په ودانۍ، امنيه قومندانۍ او شاوخوا امنيتي پوستو بريدونه کړي چې په پايله کې يې ولسوالۍ د طالبانو لاسته لوېدلې ده.

طالب وياند ذبيح الله مجاهد هم د طالبانو له لوري د ولسوالۍ نيول تاييدوي او په خپله رسمي ټويټر پاڼه ليکي: چې د غزني مالستان ولسوالۍ يې په بشپړه توګه نيولې، ګڼ شمير عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې او ځينې نور طالبانو ژوندي نيولي دي.

تر اوسه په دې اړه امنيتي مسوولینو په رسمي توګه څه نه دي ويلي خو د ولايت مقام ته نږدې سرچينې تاييدوي چې مالستان ولسوالۍ سقوط شوې او پکې لسګونه عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

طالبان وايي، په دې اړه به نور جزيات وروسته له رسنيو سره شريک کړي.

له تيرو څو ورځو راهيسې طالبانو د غزني په جاغوري او مالستان ولسوالۍ بريدونه پيل کړي چې ويل کېږي دا مهال هم په جاغوري ولسوالۍ کې د طالبانو او دولتي ځواکونو تر منځ نښتې روانې دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close