طالبانو د غزني محبس ونیو او لسګونه بندیان یې ازاد کړل

طالبان تر سختو نښتو او پر غزني ښار تر برید یوه ورځ وروسته، نن (د زمري ۲۰مه / د اګست ۱۱مه)، د غزني محبس پر ماتولو وتوانېدل او لسګونه بندیان یې تر خوشي کولو وروسته محفوظو ځایونو ته انتقال کړل.

د طالبانو ویاند، ذبیح الله مجاهد، وايي چې د محبس ودانۍ یې په بشپړه توګه ونیوله، ”ټول بندیان په خیر او عافیت سره له محبسه راووتل او مصئونو ځایونو ته انتقال شول.“

په محبس کې د طالبانو د جنګیالیو او عامو بندیانو تر څنګ، د دولتي ځواکونو هغه غړي هم بندیان دي چې د ملکي وګړو د ځورونې په تور د حکومت له لوري نیول شوي وو. طالبانو خپلو جنګیالیو ته امر کړی چې د داسې بندیانو په اړه معلومات وکړي او د خوشي کولو پر ځای یې باید له خپل ځان سره وساتي.

دولتي چارواکو تر دې دمه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا دویم ځل دی چې طالبان د غزني محبس ماتوي او بندیان ترې خوشي کوي. د تېر ۲۰۱۵ز کال په سپټمبر میاشت کې هم طالبانو په یوه ستر برید کې دا محبس مات کړی و او نږدې ۳۵۵ بندیان یې خوشي کړي وو.

د یادونې وړ ده، طالبانو د (۱۹ زمری / ۱۰ اګست) د شپې په ۱۲ بجو، پر غزني ښار له څلورو لورو ستر عملیات پیل کړي، چې په پایله کې یې د غزني ښار نږدې ۸۰ سلنه برخه د طالبانو په ولکه کې راغلې او دولتي سرتېرو ته پراخه مرګ ژوبله اوښتې ده. په دې عملیاتو کې د دولتي ځواکونو یوه چورلکه هم رانسکوره شوې، چې چارواکي یې د رانسکورېدو لامل ”تخنیکي ستونزې“ بولي.

له دې سره هممهاله، طالبانو په میدان وردګ کې د کابل-کندهار لویه لار د دولتي کومکي ځواکونو پر مخ تړلې او ملکي وګړو ته یې امر کړی چې د جګړې له امله پر دې لویه لار سفر ونکړي.

په دې ستر برید کې، چې اوس هم دوام لري، د امریکايي-افغان هوايي ځواکونو الوتکې د دولتي ځواکونو په ملاتړ په فضا کې ګرځي، خو د طالبانو پر په نښه کولو نه دي بریالۍ شوې.

ښار ته کومکي ځواکونه رسېدلي او له طالبانو سره په جګړه بوخت دي. دولتي چارواکي د خپل عادت له مخې د ښار وضعیت ”ارام“ او د دولتي ځواکونو ”په کنټرول کې“ بولي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close