د غزني واغظ ولسوالۍ د طالبانو په لاس سقوط وکړ

کابل ټکی کام ۱۵لړم/۱۳۹۵، حمزه عابد

له تېر ماخستن راهیسې راپورونه ورکول کېدل، چې زیات شمېر وسله والو طالبانو په واغظ ولسوالۍ توند تعرضي بریدونه پیل کړي دي.

طالبانو په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي، د هغې جګړې په لړ کې چې تېر ماخستن په ۲:۰۰ بجې پیل شوه، تر دې دمه امنیه قومندانۍ او د ولسوالۍ مرکزي ودانۍ په مکمله توګه د دوی د جنګیالیو لاس لوېدلي دي.

خبر زیاتوي چې په یاده جګړه کې یو شمېر دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

داسې راپورونه هم ورکول کیږي، چې په امنیه قومندانۍ او ولسوالۍ کې مېشتو عسکرو د تلفاتو په لیدلو سره نظم عامه کنډک ته پناه وړې ده، چې دا مهال په یاد کنډک باندې هم درنه جګړه روانه ده.

کابل ټکي کام ته یوه دولتي چارواکي د نوم نه اخیستلو په شرط ویلي دي، که تازه دمي ځواکونه را ونه رسیږي، ژر ده چې د کنډک پرېښودلو ته هم اړ شي.

د یادولو وړ ده، هغه قوه چې له مرکز څخه ولسوالۍ ته د عسکرو سره د کومک په موخه تلله، د طالب جنګیالیو له سخت مقاومت سره مخ شوه.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close