د غزني ولسونه حکومت ته: له مونږ سره دوه ګونی چلند پریږدئ

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۱)

د غزني ولسونو د یوې جرګې په ترڅ کې پر حکومت ژغ کړی چې د دې ولایت له ولسونو سره دې دوه ګونی چلند پریږدي او د ولایت د ویشلو له طرحې دې تیر شي.

دوی وایي،  حکومت د هزاره میشتو ولسوالیو(جاغوري، مالستان) د ژغورلو لپاره دومره وسایل او امکانات پر لار واچول چې په تیرو ۱۷ کلنو کې یې د هیڅ پښتون میشته ولسوالۍ لپاره نه دي کارولي.
خلکو پر حکومت ژغ کړی چې که غواړي جاغوري ولسوالۍ په ولایت بدله کړي، لومړی باید د مقُر ولسوالۍ ته دا امتیاز ورکول شي.
خلکو دغه راز له حکومت نه وغوښتل چې د دې ولایت د ۱۴ نا امنه ولسوالیو د امنیت لپاره دې لاس په کار شي.

هغوی حکومت د مور او میرې په چلند تورن کړ او ترې ویې غوښتل چې که رښتیا هم د غزنویانو غم ورغلی وي باید د دې ولایت لويې لارې پرانيزي او د ګيلان، مقر، قره باغ او اندړو ولسوالۍ له بېځايه شوو سره دې مرستې وکړي.
د غزني ولسونه داسې مهال حکومت په بې غورۍ تورنوي چې تازه ولسمشر غني ویلي چې د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ به ولایت ته پورته کړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close