د غزني په برید کې ټپي شوي څلورم امریکایي سرتیري هم ساه ورکړه

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ لیندۍ ۱۳)

اونۍ وړاندې د غزني ولایت په مرکز ‘شهباز‘ سیمه کې د ناټو ځواکونو پر یوه ټانګ د طالبانو له خوا د ځای پرځای شوي ماین چاودنه وشوه، چې په کې درۍ امریکایان ووژل شول او څلور نور ټپیان شوي و.

امریکایي چارواکي وایي، چې په دغه پیښه کې څلورم ټپي عسکر ۲۴ کلن “جېسن“ تیره ورځ په جرمني کې د خپلو ژورو ټپونو له امله ساه ورکړې.
خبرپاڼه کې ویل شوي چې نوموړي واده کړی و او دوه اولادونه یې درلودل.

امریکایان وایي چې د دوی د رسمي شمیرو تر مخه، روان کال په افغانستان کې ۱۴ بهرني عسکر وژل شوي دي.
خو غیر رسمي شمیرې بیا دا ارقام لوړ ښیي.
لویدیځې رسنۍ وایي، امریکایي چارواکي د جنګي وضعیت له امله زړه نه ښه کوي، څو د خپلو تلفاتو دقیق شمیر په ډاګه کړي نو له همدې امله تر ډیره کمه سلنه تلفات رسنیز کوي.
له تیرې ورځې راهیسې په دو لویو پیښو کې چې طالبانو یې مسؤلیت ومانه لسګونو بهرنیانو ته مرګ ژوبله واوښته، چې لومړی یې په کاپیسا کې د شینوک هلیکوفتر نسکوریدل و او بله یې هم په فراه کې د امریکایانو پر پوځي اډه توغندویز برید و چې امریکایي ځواکونو یې په هکله چوپتیا غوره کړه.

یو شمیر سرچینې وایي، امریکایان له دې کبله هم چوپتیا ښیي چې د دې ډول پیښو زیاتره قربانیان د قراردادي امنیتي کمپنیو عسکر وي، چې هغوی نه غواړي په جګړه کې د قراردادیانو مهم رول رسنیز کړي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close