د غزني په مقر کې اربکیانو ولسي وګړي تر پوزې راوستي دي

کابل ټکی کام ۳۱زمري ۱۳۹۴

ځانګړی راپور

د غزني په مقر ولسوالۍ کې اربکیانو د ولسي وګړو ژوند دومره تریخ کړی دی، چې د خپلې سیمې او کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د غزني د مقر ولسوالۍ یو تن  اوسېدونکی سید نعمان کابل ټکي کام ته وویل چې د مقر په ولسوالۍ کې اربکیانو د لمونځونو کولو جماعتونه تړلي دي، او د لویو لارو په اوږدو کې له ولسي خلکو د بې عزتیو اړولو سربېره پیسې هم اخلي.

له بلې خوا اربکیان د مقر ولسوالۍ څخه نورو سیمو ته د تلونکو سپرلیو او نورو باري لاریو څخه د خپلې خوښې لګول شوي ټکسونه اخلي، چې ځینې وختونو کې د ولسي وګړو په بې عزتیو هم تمامیږي.

د مقر ولسوالۍ ولسي وګړو ته د اربکیانو لخوا ویل شوي دي چې دوی ته به هره ورځ د دوی لخوا ټاکلی خوراک ډوډی او غوښې ورکوي، چې د نه ورکولو په صورت کې به ولسي وګړو ته سزاوې ورکول کیږي.

د مقر په ولسوالۍ کې اربکیان چې د دولت لخوا د پولیسو د همکارۍ په نامه وسلوال شوي دي، د ولسي وګړو د عزت په پایمالولو هیڅ صرفه نه کوي.

ولسي وګړو ته ویل شوي دي چې د طالبانو په مقابل کې باید کلیوال وګړي د دوی نظامي پوستې جوړې کړي، چې  ځان ژغورني پر مهال پکې سرونه خوندي وساتي.

هلته د طالب په نامه خلک نېول کېږي بیا تر مرګ پورې وهل کېږي او بالاخره په مرمیو سره وژل کېږي، سیدحسن د ولسوالۍ یو اوسېدونکۍ وايي: «حتی دا وژل شوی کس، د مقتول کورنۍ ته د پيسو په بدل کې سپارل کېږي، او هغوی خو مجبور دي چې خپل مړی به ترلاسه کوي، ځکه چې دا کس به یې یا ځوی وي او یا به د چا پلار وي.»

د سیمې یو بل اوسېدونکی عبدالوارث زمونږ همکار ته وویل چې دوی خپل ځامن او پېغلې لورانې ډاکټر او یا بل ضرورت لپاره د اربکیانو له ډاره نشي بېولای.

اربکیان سپین مخي هلکان ښکته کوي او بیا یې کورنۍ ته وایي چې دا ځوان به له دوی سره جهاد کوي.

زمونږ د همکار د یوې پوښتنې په ځواب کې یو محلي سپین ږېرې حاجي سید خان وویل چې که مونږ دولت ته ورشو هغوی زمونږ غم نه خوري، دوی وایي که اربکیان خبر شي چې مونږ ددوی شکایت کړی دی نو بیا مو وژني.

د مقر په ولسوالۍ کې لس ورځې مخکې درې کسان د طالب په نامه ونیول شول، او له سختو وهلو او ټکولو وروسته په اور وسوزول شول.

له بلې خوا د غزني د ګیلان ولسوالۍ کې هم د اربکیانو ظلمونه اوج ته رسیدلي دي. هلته هم علماء کرام او سپین ږېرې د پوستې په بنديخانو کې بندیان کېږي او سخت وهل کېږي.

د مقر ولسوالۍ ترڅنګ د اربکیانو یوې پوستې د تالاشۍ پرمهال په کور کې یو عالم ونیولو او بیا یې له ځانه سره یووړ. چې وروسته یې په وهلو ټکولو وواژه. کلېوال وایې چې دوی د شپې تر هغه وخت پورې خوب نشوای کولای ترڅو چې دا ملا شهید شو ځکه چې هغه سخت فریاد کاوه.

په یوه بل راپور کې ویل شوي چې  د مقر ولسوالۍ ازاد کلي کې اربکیانو نیول شوی طالب له کوره د ولسوالی مرکز ته ورساوو، او بیا یې د غاښونو ايستلو وروسته ترې سترګې هم وایستلې.

د عیني شاهدانو وینا ده چې د شپې تر ډېره وخته د نیول شوي طالب سره د اربکیانو د وحشت له مخې طالب ته د عذاب ورکولو اوازونه اورېدل کېدل.

له بلې خوا اربکیانو چې تېره اونۍ کوم طالبان د شبنم په کلي کې شهیدان کړي وو، بیا یې په اور سوزولي و.

د مقر په بازار کې د یوه بوتل شرابو د جائزې په بدل کې یوه اربکي د نښې وېشتلو په شرط، یو مسافر چې له ایران څخه نوی راغلی و په ډزو وواژه.

د ګیلان د شېنکۍ په سیمه کې د مقر څخه راغلي یوه اربکي د یوې انجلۍ چې له ګودر څخه یې اوبه راوړلې ټکرۍ له سره وغورځاوه، او هغه یې داسې مخاطب کړه چې مونږ ستاسو لپاره راغلي یو او تاسو زمونږ نه مخونه پټوئ.

چې ددې انجلۍ په سر د شینکۍ او د مقر د اربکیانو خپل منځ کې لانجه پېښه شوه او خبره ډزو ته ورسېده.

د شینکۍ له یو قمندان شیرکي د بل اربکي قمندان تر منځ د کم عمره هلک پر سر جګړه شوې ده، هلک چې په محفل کې نڅا کوله قمندان شیرکي هلک ته لاس واچاوه، د هلک مالک باندې بده تمامه شوه او جګړه پېښه شوه چې څلور کسان سخت ټپيان شول.

د افغانستان په پښتنو ولایتونو کې پښتانه هېڅ حیثیت نلري، هر قسمه ظلمونه پرې کېږي خو دومره څوک یې نشته چې غږ یې واوري.

د زابل ولایت په شاجوی کې اربکیان د هغو کليو عام خلک هم خپل دښمنان ګڼي چې د طالبانو تر کنترول لاندې سیمو کې اوسیږي.

په یاده سیمه کې اربکیان عام خلک نېسي، بیا یې تر مرګه وهي او بلاخره د پيسو په بدل کې هغه کسان پرېږدي.

د زابل ولایت د دای چوپان ولسوالۍ د یوه طالب (جالب) وراره د ملي اردو ځواکونو ونیولو او لس ورځې یې بندي کړی و چې له لس ورځو بند څخه وروسته دا د قران حافظ دومره وهل شوی و چې کورنۍ یې کوېټې ښار ته ورساوه او یوه میاشت هلته په شخصي کلینیک کې بستر پروت و.

خو طالبان د عامو خلکو سره تر خپله وسه پورې ښه کوي. د خلکو سره په کروندو کې مرستې کوي. له بې وزلو سره هر راز مرستې کوي حتی له ناروغانو سره په درملنه کې کمکونه کوي.

طالبان چې هلته اربکیان او یا داسې نور ونیسي، نه یې وژني. له ځانه سره یې بیایي او هلته ورته نصیحت کوي، چې بلاخره د سپین ږېرو په منځګړيتوب سره یې خوشي کوي او دا تعهد ترې اخلي چې بیا به له غلامې ادارې سره کار نه کوي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close