د غزني چارواکي وايي، د هر ډول امنيتي تهديد مخنيوي ته چمتو يو

د غزني چارواکي وايي، د هر ډول امنيتي تهديد مخنيوي ته چمتو يو

کابل ټکی کام ۱۰میزان/۱۳۹۴: قدرت الله حسین

د غزني چارواکي وایي، چې ځواکونه يې د هر ډول امنيتي تهديد مخنيوي ته تياری لري او کولای شي، په چټک ډول د غزني هرې سيمې ته ځان ورسوي.

د غزني د والي مرستيال محمد علي احمدي رسنيو سره په خبرو کې وويل، چې امنيتي ځواکونه په وسلو سنبال او د تيارسۍ په حال کې دي او که لازمه وبلل شي د غزني په هر کونج کې نورو ځواکونو ته د رسېدو وړتيا لري.

د غزني خلک وايي، غزني له څو ورځو راهيسې نظامي بڼه غوره کړې ده او ښار ته ننوتونکي خلک ټول پلټل کېږي.

د ياد ولايت چارواکي په داسې حال کې د امنيتي تهديدنو مخنيوي ته د چمتو والي خبره کوي، چې څه موده وړاندې وسله والو طالبانو د دې ولايت پر مرکزي زندان په يوه بريد کې د زندان ټول ۴۵۰ تنه بنديان خوشې کړل، چې ډېری يې د طالبانو مهم غړي وو.

طالبانو په دغه بريد کې د پوليسو له يونيفورم او وسلو او وسايطو ګټه اخستې وه، چې ټول پلان يې په ښه ډول عملي کړای شو.

د غزني د والي وياند همغه وخت ويلي وو، چې خوشې شوي طالبان کولای شي، غزني ته جدي ګواښ راولاړ کړي، ځکه يې نو امنيتي ځواکونو ته د بيدارۍ امر کړی دی.

نوموړي څرګنده کړې ده، چې په دې وروستيو کې وسله والو طالبان په ناهور، جغتو، رشيدان او نورو ولسواليو کې ليدل شوي دي، چې فعاليتونه کوي.

ياده دې وي چې وسله والو طالبانو په تېره لږه موده کې ګڼ شمېر داسې بريدونه ترسره کړل، چې په تېره کې ساری نه لري، هغوی نن تازه د بدخشان ولايت بهارک ولسوالۍ هم په بشپړ ډول نيولې ده.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close