د غزني چارواکي: په جغتو ولسوالۍ کې ۹ امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ وری ۲۶)

د غزني د ولایت مقام په یوه مطبوعاتي خبرپاڼه کې ویلي چې د دې ولایت د جغتو ولسوالۍ اړوند د نظر کلا په سیمه کې طالبانو پر میشتو پوستو ډلیز بریدونه کړي.
خبرپاڼه کې راغلي، طالبانو پر هغه کومکي ځواکونو هم بریدونه کړي چې د قیاق درې ته د خپلو ملګرو د ژغورلو په خاطر روان و.
د ولایت مقام په وینا؛ په یادو بریدونو کې ۴ تنه پولیس وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.
طالبانو د یاد برید پخلی کړی او په خپله ویبپاڼه (الامارة) کې یې ویلي چې برید یې پر دریو پوستو همهاله کړی چې په نتیجه کې یې دوه پوستو نیولې ۸ پولیس یې وژلي ، ګڼ نور ټپیان او یو شمیر نور د خپلو مرکزونو پریښودلو ته اړ شوي.
طالبانو د وژل شویو ځواکونو انځورونه هم خپاره کړي او تر څنګ یې ویلي چې په دې بربدونو کې یې د ۲ موټرسیکلو په ګډون ګڼ شمیر مهمات نیولي.

ټېګونه

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close