د غزني ښار کې شدیده جګړه روانه ده

کابل ټکی کام ۱۳۹۵ غبرګولی۱۲ عبدالهادي همت

د طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد: نن سهار لس بجې د غزني ولایت په مرکز کې د څارنوالی او محکمه په ریاستونو باندې ګڼ فدايي بریدونه پيل شول، ډير پیره دار عسکر او پولیس وژل شوي، فدایان په دننه کې خپلو ټاکل شوو ځایونوته رسیدلي او پر دښمن بریدونه روان دي.

ذبيح الله مجاهد په خپل ټويټر پيغام کې د ياد بريد مسووليت منلی او زياته کړې يې ده، چې په دغو بريدونو کې تر اوسه ګڼو امنيتي ځواکونو او د قضايي ارګان چارواکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د مجاهد په وينا د بريدګرو او امنيتي ځواکونو ترمنځ دوه اړخيزې ډزې روانې دي.

د غزني د والي وياند جاوېد سالنګي رسنیو ته پېښه تائيد کړی او ویلي یې دي: د محکمې پر ودانۍ اور لګېدلى، لومړی برید د ټونس ډوله موټر په چاودنې سره نن سهار پر لس بجې شاوخوا پیل شو. هغه زیاته کړې چې د محکمې په لور تللي لاري ټولي کلابندي دي د جګړې په ډګر کې ددوه کسانو مړي جسدونه پراته دي خو هویت یې لا نه دی په ډاګه شوی.

په سيمه کې يوه عيني شاهد محمد رحيم رسنیو ته ویلي: لږ مخکې يو تونس موټر راغى د ولايت مخې ته ودرېده او د محکمې پر ودانۍ يې  بريد وکړ، شدید جنګ ونښتلو، خو موږ منډې کړې نور پوه نه شوم چې څه وشول. هغه وايي چې اوس هم د ډزو غږ نه اورېدل کيږي.

په روانه میاشت کې دا دریم برید دی چې د قضايي ارګانونو په منسوبینو ترسره کیږي. تېره اونۍ د کابل ښار د کمپنۍ له پله سره نیژدې د میدان وردګ ولایت د استناف محکمې د کارکوونکو پر بس چاودنه شوې چې له امله یې لږ تر لږه لس تنه ووژل شول.

طالبانو وروسته له هغه د محاکمو غړي او څارنوالان خپل نظامي اهداف وټاکل چې تېره میاشت په ۵ تنو طالب بندیانو د اعدام حکم ترسره شو.

 

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close