د غله معذرت لیک!

د یمن جګړو ځپلي ښار “تعز” کې یوه کور نه غلا شوې ده، ځیني برقي وسایل او د کور کمه اندازه سامان غلا شوی دی، چې د ټول ارزښت تقریبا 500 ډالره اټکل شوی، او د غلا یواځنی لامل “لوږه” ښودل شوې ده!

مشتاق الفقيه نومي يمني، ترک خبري اژانس اناضول ته وویل: څو ورځې مخکې یې خپلوانو د تعز ښار الزهراء سیمي نه کلیوالي سیمي ته د موقت وخت لپاره لیږدیدلي وو، ځکه د دوی سیمه د حوثیانو له خوا په توپونو ویشتل کیدله.

فقیه زیاتوي چې کله د دوی یوه مېرمن خپل کور ته راستنه شوه څو د کور حال وګوري، د کور يخچال کې یې یو لیک ولید چې هغه کې لیکلي و: په الله قسم د سختي لوږي لامله مې ستاسو له کور نه غلا وکړه، زه ستاسو نه معذرت غواړم، ستاسو ورور عبده احمد. (أنا ما سرقت والله إلا من جوع.. المعذرة منكم.. أخوكم عبده أحمد)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close