د غلیم له زهرو ډک تبلیغات لا هم دوام لري

ډاکټر یوسف اکبری

دا خو معلومه خبره ده چې یهود او نصارا به تر هغې له مسلمانانو راضي نشي تر څو چې د دوی  قوانین يې نه وي منلي، دا کوم متل او یا افواه نده بلکې دا د نن نه نږدې ۱۴سوه کاله مخکې د ټولو مخلوقاتو خالق خپل وروستي پیغمپر محمد صلی الله علیه وسلم ته د دې پیغام سره جبرائیل علیه راستولی و، خپل پیغمپر او پیغمبر صلي الله عليه وسلم له لارې یې دنړۍ ټولو مسلمانانو ته خبر ورکړی چې باید په دې پوه وي.

اوس چې د طالب د غاښ ماتوونکو ګوزارونو له کبله غلیم دې ته اړ شوی څو د مذاکراتو میز ته ورسره کیني او له خپل ځای کبر او غرور نه مخ واړوي، نو تر څنګ یې د میډیا هغه رسنۍ چې د دوی په پانګونه  د په نوم مسلمانانو په لاس چلیږي لا هم د خپلو بادارانو په لارښوونه د طالب او اسلام پر ضد خپل د زهرو ډکو تبلغیاتو ته دوام ورکوي.

د امریکا غږ، اشنا، بی بی سی، طلوع، شمشاد، او داسې نور ټول د غلیم د سوړ جنګ د پر مخ بیولو په موخه زهر شیندي او د حق په وړاندې منفي تبلیغات ډیر په زور او زیر سره پیل کړي دي.

ټول متدین هیوادوال دې په دې خبر وي چې که د غلیم په وړاندې د تود او سوړ دواړو جنګونو په وړاندې یو بل ته لاس ورنکړو او د حق لپاره خپله انرژي مصرف نه کړو، نو هغه ورځ نا ممکنه مه بولۍ چې د مصر د مسلمانانو په څیر به رانه زندانونه ډک وي او یو یو به مو د فارمي چرګانو په څیر د اعدام په تخته دروي او په ټوله نړۍ کې به بیا هیڅوک داسې ونلرو چې مونږ وژغوري، په دې اړه ابوبکر صدیق څه ښه ویلی چي : هیڅ یوه قوم جهاد ندی پریښی مګر خدای تعالی ذلیل کړي دي.

نن په ټوله نړۍ کې ملیاردونه مسلمانان ژوند کوي خو دا چې د خپل دین او خپل ځان نه د دفاع لپاره کار نه کوي وګورۍ چې ټول څومره په ذلت او خوارۍ کې ژوند کوي، تاسې سعودي ته سر ورښکاره کړئ يا شام ، عراق، یمن ، ایران ، صومال او آن پاکستان او افغانستان ته ، هغه څوک پرې حکومت کوي چې د غلیمانو د لاس آلې دي، د غلیمانو په مصارفو ژوند کوي او د همغوی په قومانده اصیل مسلمانان له مینځه وړي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close