د غني او سياسي ګوندونو تر منځ اختلافات او د پوهانو غبرګونونه

راپورتاژ: الماس خدرخېل

تېره ورځ ولس مشر غني د افغانستان د وضعيت په اړه په خپلو خبرو کې د هېواد د سياسي ګوندونو هغه دريځ ته سخت غبرګون وښود چې د راتلونکو ټاکنو په اړه يې لري.

د ګلبدين حکمتيار په ګډون، محقق، یونس قانوني، صلاح الدين رباني، انوارالحق احدي، باتور دوستم، اسدالله سعادتي، سيد حامدګيلاني او ضرار مقبل د خپلو ګوندونو په استازيتوب وړمه ورځ غونډه وکړه او د يوه پريکړه ليک له مخې يې غوښتنه وکړه چې د رڼو، له درغلیو پرته او ټولو سیاسي ګوندونو ته د منلو وړ ټاکنو د ترسره کولو لپاره باید د انتخاباتو روان بهير باطل اعلان شي او د بایومټریک ټکنالوژۍ څخه په ګټې اخیستنې سره د نوم لیکنې بهیر یوځل بیا پیل شي.

د ګوندونو مشرانو وويل، که غوښتنې يې ونه منل شي په خپل ټول قوت به راتلونکې پارلماني او ولسمشريزې ټاکنې تحريم کړي.

د ګوندونو د مشرانو يادې پريکړې ته غني توند غبرګون وښود او ياد ګوندونه يې سياسي نه بلکې وسله وال وبلل.

غني په خپلو خبرو کې وويل، “سیاسیون څوک دي چې د افغانستان د خلکو په استازیتوب ټاکنې تحریموي؟ هغوی چا د هېوادوالو په استازیتوب غوره کړي دي؟ ولس کله واک ورکړی چې دوی دې يې استازيتوب وکړي، زه ولسمشر یم حوصله لرم، دوی څوک دي چې ټاکنې به تحريم کړي.”

غني وويل، چې  ټول امنيتي او دفاعي قوت به په کار واچوي ترڅو ولسمشرۍ ټاکنۍ ترسره شي.

هغه د يادو ګوندونو مشران مخاطب کړل چې تاسې څه ډول سياسي ګوندونه یۍ تاسې خو وسله وال ځواکونه لرئ، سياسي ګوندونه بايد وسله وال ونه لري.

د ګوندونو په اړه د غني له څرګندونو داسې ښکاري چې د سياسي ګوندونو د مشرانو او غني تر منځ د نظر د نه همغږۍ له کبله اختلافات حساس پړاو ته رسېدلي دي.

که څه هم يادو ګوندونو د غني د تازه څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی خو د دغه ګوندونو ځينې غړي بيا هم د ټاکنو پر باطلېدو ټينګار کوي.

د ملي جنبش ګوند وياند بشير احمد ته ينج وايي، د سياسي ګوندونو له طرحې سره د ټاکنو کمېسيون او يوناما هوکړه کړې خو ولسمشرۍ ماڼۍ يې نه مني.

په ورته وخت کې د نوې ملي جبهې د رهبرۍ شورا غړی وحیدالله غازي خیل هم وايي، چې له دې مخکې حکومت او د انتخاباتو کمېسيون په بايومتریک سيستم موافقه کړې وه، د کمپنيو سره قراردونه شوي و او هغو کمپنيو مونږ ته د بايوميتريک تکنالوژۍ وښوده چې څنګه کارول کېږي چې ډيره موثقه وه.

د غازي خيل په خبره، سیاسي ګوندونو او جهادي مشرانو ته د انتخاباتو اوسنی سیستم ځکه د منلو وړ نه دی چې د تقلب او تاو تریخوالي د زیاتېدو سبب کیدلی شي، خو په بایو متریک سیستم کې تقلب نه شي کیدلی.

غازي خيل زياتوي،په دې پروسه کې درغلۍ کېږي، حکومت ديکتاتوري کوي او ښايي له کبله يې داخلي جنګونه پيل شي چې بيا به يې حکومت هم کنترول نه کړلی شي.

د سياسي ګوندونو په اړه د ولسمشر غني څرګندونو ته پوهانو بيلابېل غبرګونونه ښودلي دي.

د افغانستان د ولسي جرګې غړي او د حقوقي چارو پوهان د افغانستان ګوندونه سياسي او ملي نه بولي وايي دغه ګوندونه د اساسي قانون او نورو اړوندو قوانينو له مخې مشروعيت نه لري او د ولس استازيتوب نه شي کولی.

د ولسي جرګې غړی نادر کټوازی د ګوندونو په اړه د ولسمشر څرګندونې پر ځای بولي زیاتوي “په هېواد کې يو ګوند هم سرتاسري نه دی بلکې ټول ګوندونه مذهبي، سياسي او ژبنۍ جنبه لري، دغه ګوندونه وسله وال ګروپونه لري.”

د حقوقي چارو کارپوه کبير رنجبر وايي، “د اساسي قانون پر بنا، ګوندونه ملي نه‌دي او غیر مشروع دي، دوی له خلکو استازیتوب نه‌شي کولای، ګوندونه ستونزې لري، حکومت او ولسمشر مکلف دي چې هغه موضوعات چې ګوندونه‌یې مطرح کوي او زیان اړوونکي وي، باید مخه‌یې ونیسي.”

له هېواده خپرېدونکې ويسا ورځپاڼه د غني د سياسي ګوندونو د څرګندونو په اړه په خپله سرمقاله کې ليکلي: “كه واقعيتونو ته ځير شو بايد د افغان ولس پر مظلوميت او بې وسۍ وژاړو. ځكه چې كه په ريښتيا هم ولس داسې سياسي ګوندونه درلوداى چې د ولس ارمانونو ورته لومړيتوب درلوداى. ريښتيا هم موږ داسې ډلې او ګوندونه درلوداى چې اصول يې درلوداى او په ولس كې يې خبره اورېدل كېداى، داسې ولسمشر به هېڅكله د ناتوانۍ پېغورونه نه واى وركړي چې عملاً يې تر نيمايي هېواد پر زياته برخه وسله وال مخالفين مسلط دي او له تېرو ۱۵ ورځو راهيسې يې په ۹ ولايتونو كې اصلاً حاكميت بشپړ له منځه تللى”.

ويسا زياتوي، غني ته د يادو ګوندونو وزن معلوم دی، ځکه خو يې ځينې لاپې ووهلې چې د سپيناوي لپاره يې څوک نشته زياتوي ” كه د ولس لخوا په انتخابېدو ريښتيا د ده باور و، د اجرائيه رياست شټپنۍ ته يې څه حاجت و؟ خو څوك به دغه خبره ورسره را وسپړي؟”

د کابل پوهنتون استاد او سياسي کارپوه ډاکټر فيض محمد ځلاند وويل، ډاکټر غني له دې ويرې چې له ده نه واک اخيستل کېږي، ګوندونه د واک پر سر سياست ته راوځي، د ګوندونو پر خلاف څرګندونې وکړې.

ځلاند د غني خبرو ته په غبرګون کې ويلي، چې اساسي قانون نهه نوي سلنه خپله حکومت تر خپو لاندې کړی، ټول هېواد د بحراني حالت سره مخ دی، ډيری ولايتونه سقوط شوي، په خبره يې دوستم،محقق،سرورو دانش  او  حکمتيار  تا (غني) راوستل، اوس هغوی د ولس استازي نه دي او ته يې استازی يې؟

ولسمشر تېره ورځ ويلي و چې په هيڅ ګوند يې بنديزونه نه دي لګولي خو ځلاند بيا د غني د ډيرو نورو منفي کړنو سربيره دا هم وويل، چې د حکومت له لوري په ټولو رسنيو سياسي خپرونې بندې شوي، پر دوی بنديز لګول شوی چې خپرونو ته به نه ورځي او….

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close