د غور د والي مرستیال له۱۱۸میلیون افغانیو اختلاس وروسته بیا په یاده چوکۍ مقرر شو

 (کابل ټکی کام ۱۳۹۵ لیندۍ ۲) زرغون خوږیاڼی

د غور ولایت د والي مرستیال محمد امین توخي چې څو میاشتې وړاندې د پولیسو په قراردادونو کې د ۱۱۸میلیون افغانیو په غلا  تورن شوی و، له ۸ میاشتې زندان وروسته تیره ورځ په رسمي توګه په یاده چوکۍ یو ځل بیا وټاکل شو.

وروسته له هغه چې توخي په فساد تورن وپیژندل شو د ملي امنیت لخوا اته میاشتي په بند محکوم شوی و، اوس له بند څخه تر خوشې وروسته یو ځل بیا د غور د والي مرستیال په توګه ټاکل شوی دی.

په یاده چوکۍ د محمد امین توخي بیا ټاکنې په هیواد کې د مدني فعالانو یو لړ غبرګونونه راپارولي دي، دوی د غور له والي غلام ناصر خاضع سره په یوه ناسته د توخي په بیا ټکلو اندیښنه ښودلې او له ځايي چارواکو یې وغوښتل چې د والي د مرسیتال په صفت د توخي له مقرره ولو ډډه وکړي.

مدني فعالانو وویل، چې د غور د والي مرستیال امین توخي په اداري او اخلاقي فساد تورن شخص دی او له خپل صلاحیت څخه یې سوء استفاده کړې ده، دوی خبر داری ورکړ که توخي په یاده چوکۍ یو ځل بیا وټاکل شي دوی به په لویو لاریونونو لاس پورې کړي.

د نور محمد په نوم یو مدني فعال وویل: ((په خدای قسم که دا شخص بیا په دې دنده وټاکل شي سباته به د غور ولایت ټول نر او ښځې څلور لارو ته راووځو او تر هغه به ددغه فاسد چارواکو په اړه د عدالت غږ پورته کړو تر څو له یادې دندې لرې شوی نه وي)).

یو کال وړاندې د غور ولایت د والي لومړی مرستیال محمد امین توخي، د دې ولایت مستوفي محمد یوسف دانیار، د مستوفیت د عوایدو مدیر عبدالحق رسولي، د مستوفیت مدیر اداري نورالدین، د تدارکات مدیر عبدالصمد، د ښار جوړونې امر خیرالدین او ددې ولایت د اداري رئيس محمد پیمان په ۱۱۸ میلیون افغانیو اختلاس تورن شوي وو، چې له یوه کال بند وروسته اوس ټول چارواکي له بنده ازاد شوي دي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close