د غور والي: د ولايتي شورا غړي او زور واکان به مې خامخا ووژني

کابل ټکی کام ۲۷میزان/۱۳۹۴

قدرت الله حسین

د غور والي سيما جوينده وېره څرګنده کړې ده، چې ښايي سل په سلو کې د ولايتي شورا د غړو او ځايي زور واکانو له لورې ووژل شي.

وروسته له هغه چې د ولايتي شورا يو شمېر غړو په فېروز کوه ښار کې د والي سيما جوينده پر ضد لاريون وکړ، والي رسنيو سره په خبرو کې وويل، چې د ولايتي شورا غړو او خپلسرو قوماندانانو په مرګ ګواښلې ده.

لاريون کوونکو په خپلو خبرو کې ويل، چې والي بې کفايته دی او نه شي کولای د ولايت چارې سمې پر مخ يوسي، ځکه نو بايد لرې شي او پر ځاي یې دولت بل والي ورواستوي.

خو د غور والي بيا وايي، چې دې د دغو کسانو د زورواکۍ او ناقانونو غوښتنو مخه نيولې ده، ځکه يې نو دا او د دې کورنۍ ګواښي او د دې د لرې کولو هڅې کوي.

هغې زياته کړې ده، «دا غیرمسوول وسله وال قوماندانان دي، دوی د بدمعاشانو له ډلې څخه دي، دوی له زرګونو کسانو څخه باج اخېستی او زما د وېرې یوازینی علت همدا دی.

امکان لري چې سل په سلو کې د دې کسانو له خوا ووژل شم، دوی غواړي په هر ډول چې وي، ما، يا زما د کورنۍ غړي له منځه يوسي، ځکه دوی زور او وسلې لري».

هغې د ولايتي شورا پر غړو او نورو غير مسؤولو قوماندانانو تور پورې کړ، چې دوی باج غواړي، پر دې سربېره يې د معارف او د غور د کانال پيسې خوړلي دي، ځمکې يې غصب کړي دي او دا چې زه يې مخه نيسم، زما د لرې کولو غوښتنه کوي.

خو د غور د ولايتي شورا يوه غړي عبد الحميد ناطقي د لاريون پر مهال وويل، چې د ولايتي شورا په استازيتوب موږ له مرکزي حکومته غواړو، چې د غور مسئلې ته جدي پام وکړي.

دواړو لوريو له دولته غوښتنه کړې، چې د مسئلې د څېړلو لپاره دې هلته يو پلاوی ور واستوي، خو دولت تر دې دمه په دې اړه پرېکړه نه ده کړې.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close