د غور والي غلام ناصر: طالبانو پسابند ولسوالۍ کې یوه پوسته نیولی

کابل ټکی کام ۱۳۹۵غبرګولی ۱۴ عبدالهادي همت

د غور والي غلام ناصر خاضع رسنيو ته وويل، طالبانو تېره شپه يوه بجه د پسابند بازار ته څېرمه د جنگ جای پر يوه پوسته بريد کړی او پوسته يې نيولې ده. نوموړی زياتوي، طالبانو په بريد کې له سپکو او درنو وسلو کار اخيستی او اوس هم سيمه کې جگړه روانه ده.

د غور چاواکو پسابند ولسوالۍ کې پر يوه امنيتي پوسته د وسله والو له بريده خبر ورکړی دی. هغوی وايي، بريد کې پنځلس امنيتي سرتېري مړه او ژوبل دي او يو بل تری تم دی.

د غور والي وايي، سيمې ته مرستندويه ځواکونه استولي دي، څو پوسته د طالبانو له ولکې وباسي، چې د جگړې په ترڅ کې ۳ پوليس وژل شوي او ۱۲ نور ټپيان دي. هغه د يوه پوليس د ورکېدو خبره هم کړې ده.

تر اوسه طالبانو د پېښې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close