د غوسه پارونكو خبرو د اوریدلو پرمهال څنګه غوسه کنټرول ګړو !؟

لیکنه:فرمان الله نجرابوال

إنسان مدني الطبع دی په ټولنه کې ژوند خوښوي. داچې په ټولنه کې إنسانان بیلا بیل عادتونه لرونکي دي،ځېنې د ښو اخلاقو په ګاڼه سمبال وي ځېنې بیا داخلاقو له پلوه خورا کمزورې دي. چې تل په ټولنه کې د نورو وګړو لپاره د سر درد ګرځېدلي وي. دوی تل داسې غوسه پارونکې خبرې کوي چې مقابل لوری هم دېته اړ کړې چې باید غبرګون وښي.

دغه غوسه پارونکې خبرې کله د خپل ورور، خور،مور،پلار آن تر دې چې د ژوند ملګرې میرمنې څخه اوریدلی شو چې پدې خبرو سره زمونږ غوسه را وپاریږې زړه مو دردمند کیږي.

كه دغه مهال مونږ کوم غبرګون و نښود دا پدې مانا دی چې مونږ صبر کوونکي او د بښني خاوندان يو.خو هرومرو به زمونږ زړونه دردمند او زوریدلی وي. کله ناکله د زړه دردمند کېدل کولی شي چې مونږ ته د کینې،حسد أن جسمې او فکرې ستړیاوې د پیداکیدا لامل وګرځي.

ددې لپاره چې د غوسې پارونكو خبرو د اوریدلو پرمهال غوسه مو کنټرول وكړای شوو او زړه مو دردمند نشي په سپېڅلې كتاب قران مجید کې ورته ځېنې لارښونه شوي دي چې په لاندې ډول ورته اشاره کوم .

الله عز وجل په پای د سورة الحجر کې ویلي دي : ﴿وَلَقَد نَعلَمُ أَنَّكَ يَضيقُ صَدرُكَ بِما يَقولونَ فَسَبِّح بِحَمدِ رَبِّكَ وَكُن مِنَ السّاجِدينَ﴾

ژباړه: په تحقیق مونږ پوهېږو چې ستا زړه تنګ شې ،دردمند شي هغه مهال چې ته ددوی خبرې واورې، پس ای محمده دخپل رپ حمد ووایه او شه له سجده کونکو څخه .!

دغه راز د سورة طه په پای کې راغلي :﴿فَاصبِر عَلى ما يَقولونَ وَسَبِّح بِحَمدِ رَبِّكَ قَبلَ طُلوعِ الشَّمسِ وَقَبلَ غُروبِها وَمِن آناءِ اللَّيلِ فَسَبِّح وَأَطرافَ النَّهارِ لَعَلَّكَ تَرضى﴾

ژباړه:پس صبر کوه(ای محمده) پر هغو خبرو چې دوی یې وایي، تسبیح وایه سره له حمد،ثناء د رب خپل(لمونځ کوه) مخکې د راخپلو لمر څخه او مخکې د پریوتلو د لمر او په ځېنو برخو د شپې او ورځو کې ښایی ته به راضې شي.

همداشان د سورة ق په پای کې ویل شوي : ﴿فَاصبِر عَلى ما يَقولونَ وَسَبِّح بِحَمدِ رَبِّكَ قَبلَ طُلوعِ الشَّمسِ وَقَبلَ الغُروبِ﴾

ژباړه: نو صبر کوه(ای محمده) پرهغه څه چې دوی یې وايي او تسبیح،حمد ووایه د خپل رب مخکې د لمر راختلو او مخکې د لمر پریوتلو.

که پورته قراني لارښونې په پام کې ونیول شي د غوسي او قهر پارونکو خبرو د اوریدلو روسته پرته له ځنډه تسبیح، اذكار، لمونځ وكړو هېڅ کله به مو زړه درمند نه شي کله چې زړه روغ وساتل شي دانسان ټول بدن به روغ وي د جسمي او فكري ناروغي څخه به خوندي وي ،چې دا ده هر إنسان هېله ده چې له جسمي ،فکري ناروغۍ څخه په امان وي.

سبحان الله وبحمده،سبحان الله العظیم.

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close