د غیرت څلی او د اسلامي فکر او نظریې هیرو

کابل ټکی کام ۱۰زمري ۱۳۹۴

لیکنه: ملا رفیع الله احمدي مؤذن

په افغانستان باندې د امریکې د یرغل په وخت ټوله نړۍ امریکې ته داسې تسلیم شوه لکه یو مخلص انسان چې خپل رب ته تسلیم وي، خو محبوب امیرالمومنین، سوچه انسان، متین، ابراهیمي او مثالي متوکل او موحد ملا صاحب مبارک داسې رټ ځواب ورکړ او داسې مقابله یې ورسره وکړه لکه اولو العزم رسولانو چې د شیطان سره کړې.

بل داسې زوی مور زېږولی؟!

دا د اسلام، اسلامي امت او پیغمبري فکر او متانت مجدد!؟

دا د اسلامي امت د برم او جلال څلی، د مسلمانانو د مجد او عظمت ځلانده ستوری، د اسلامي خلافت د ارمان د خوبونو تعبیر، د شجاعت او متانت پر اسمان ختلی بدر، د حریت، اصالت او سوچه توب نمونه، د حق او حقانیت ځلېدلی لمر، د اسلام د حدودو هغه ساتونکی او غښتلی محافظ چې د اسلامي حدودو د ساتنې په بدل کې یې د خپل سر د ماتېدو هیڅ پروا نه درلودله او د اسلامی حدودو په مقابل کې یې د نړیوالو وضعي حدودو خیال د مچ د وزر په شان هم نه ساتلو.

آه، هاغه ساده او ملنګ ملا، ها د خړې حجرې خړ طالب، هاغه د جمات او دایرې د وظیفو او زیرو چړي!!!

یوه نیمه پېړۍ وروسته د صحابه کرامو د کلي او جمات کلیوال، د اصحابه صفه وو د صفې نمونه او په اوس وخت کې د خیر القرون د زمانې تحفه چې په ډېر ستر او عالي همت سره یې یو نیم زر کاله وروسته د محمدي غرّا اسماني شریعت نمونه په تش لاس خو په پوره ابراهیمي او خلیلي توکل اسلامی امت ته وړاندې کړه.

افسوس هزار افسوس!!

نن ورځ هغه هستي، د حق او حقیقت نمونه او د اسلامي اساساتو عظیم الشان لمر غروب کړی او اسلامی امت نن د هغه ذات د هجران شپې سبا کوي.

نو راځئ! د ده د غیرت سره وفا وکړو اود ده د فکر، متانت، شجاعت، سوچه توب د احیا په خاطر د ده په پله په پوره اخلاص قدم کېږدو او د اسلام د اصلي لارې، فکر او نظریې څخه د هېڅ قسم فشار او دباو په مقابله کې روی ګردان نشو. که مونږ په دین غیرت وکړو الله به مو داسې نصرت وکړي لکه د ګران محبوب امیرالمومنین یې چې وکړو.

راځئ! د کفارو د هر قسم د سایسو، فرېبونو او فشارونو په وړاندې محکم ودریږو، د اسلامي اخوت احیا وکړو او د اسلامي امت ارمانونه په غیرت پوره کړو.

اې د ګران امیرالمؤمنین څخه مونږ ته را پاتې اوسنی امیرالمؤمنینه!

 تا خو د ګران سره ډېر نږدې وخت تېر کړی ډېر څه به دې ترې زده کړي او لیدلي وي.

ګوره! پام کوه هماغه لاره غوره کړه، عیش پرستي او استراحت طلبي په ځان کې مه پیدا کوه، او د ګران په څېر ملنګي او سوچګي خپله کړه، او ځان خپل نفس ته مه سپاره.

وا مو ورېدو داسې یو خبر چې هیڅ د زغم نه دی

نور غمونه څه دي، خدایه بل خو داسې غم نه دی

دا د حق بېړۍ به تر منزله پورې خود رسي

دا د ملنګانو یون خو وروسته او د تم نه دی

– See more at: https://kabull.com/Maqalay_Details.php?maqala_details=21#sthash.dPep7bdX.dpuf

اړوند مطالب

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Close